Things Fall Apart  –  Chinua Achebe  –  Chapter Three

ناول :  بدلون
دريم باب اوله برخه

لکه څنګه چې د نورو ځوانانو ځواني وي د اوکونکو ځواني هغه شان نه وه . هغه ته د خپل پلار نه په وراثت کښې څه هم نه و ميلاو شوي . د غلې ګودام هغوي کره نه وه نو هغه ته به څه ميلاو شوي وو . يوموفيا کښې هم دغه يوه کيسه مشهوره وه چې د هغه پلار اونوکا د غرونو او غارونو خدای له ورغلے وه او تپوس ئي ترې کړے وه چې اخر هغه ته دومره کمزورے او نابشپړه فصل ولے ميلاويږي ؟ د دې خدای اګبالا نوم وه او خلک به د هغه دربار کښې د لرې او نزدې نه د زيارت د پاره راتلل چې دعا ترې وغواړي او دا به هله راتله چې يا خو به ډير خوار وو او يا خو به ورته د ګاونډ نه څه ستونزه پيښه شوي وه . او خپل روښانه سباوون د پاره به هم راتلل او د هغوي دا خيال وه چې د هغوي تير شوي مشران او پلرونو روحونه دلته راځي نو د هغوي سره د مشورې هم دا ښه ځای وه . دې زيارت ته د داخليدو يوه لاره د يو غره په يو اړخ يو ګول سورے وه کوم چې د چرګانو د کوټڼۍ د سوري نه لږ شانې غټ وه . عبادت کونکي او چا به چې د دې زيارت نه علم حاصلول ، غوښتل به ئي چې هغوي په دې سوري کښې ور ننوځي او اګبالا مخې ته به ئي ساعت تيروه . د يوې منجاورې ښځې نه علاوه چا هم اګبالا نه وه لیدلے البته څوک به هم چې په دې زيارت کښې موجود مزار له ورسيده د اګبالا د هيبت او طاقت د ويرې نه بغير به نه راستون کيده .

منجاوره د دي غار په منځ کښې د هغه مقدس اور مخې ته ولاړه وه کوم چې هغې پخپله بل کړے وه او د خدای اراده او مرضي ئي څرګندوله . د سرو لرګيو بل شوے اور د منجاورې مبهم څېره روښانه کړي وه . ځيني وخت به څوک د خپلو پلرونو او نور عزيزانو روحونو سره د ملاقات او مشورې د پاره به راغلل نو هغوي به ئي په تيرې کښې مبهم شان انځورونه ليدل خو دومره وه چې هيڅ غږ به ئي نه کولو . ځينې خلکو خو دا هم وويل چې هغوي د روحونو د الوتو شور او د هغوي د وزرو ټکرونه د غار د چت سره اوريدلي دي .

هغه وخت چې اوکونکو لا ماشوم وه ، کلونه مخکښې د هغه پلار اونوکا د اګبالا عبادت خانې ته تلے وه ، په هغه زمانه کښې د عبادت خانې منجاوره چيکا نومې يوه ښځه وه چې د خپل خدای د روح نه ډکه وه ځکه ترې خلک هم ويريدل . اونوکا د هغې مخې ته ودريده او خپله کيسه ئي ډير په افسوس سره شروع کړه :

هر کال د کروندې په مهال زه اني ( د زمکې خدايګړې ) په نوم يو چرګ حلالومه . دا زمونږ د پلرونو د زمانې راهسې يو قانون د رسم په توګه را روان دے . زه د ايفېجيوکو چې د يام د فصل خدای بلل کېږي ، د هغه په مزار هم د يو چرګ قرباني ورکوم . زه خشاک راټولوم او صفا کوم ئي ، چې اوچ شي نو سوزوم ئي . د‌ موسم اولني باران کښې د يام فصل کرم . چې نوي بوټي زرغونه شي نو ونو ته ئي تکيه ورکوم . زه واښه . . .

په دې کښې ناڅاپه منجاورې په دروند غږ سره انګازې په نورې تيرې کښې خورې شوې  . .

غلے شه ، چوپ شه . .  نه خو تا خدايان ازار کړي دي او نه دې خپل پلرونه . که يو کس د خپلو خدايانو او پلرونو سره په صلح کښې وي نو د نعمتونو حصول به ئي د هغه په مشقت کښې سم وي . . اے اونوکا ! ته په خپله قبيله کښې د خپل کمزوري تبر او بيلچۍ له امله پيژنده شوی . ستا ګاونډي نوي ځنګلونه وهي خو ته په زړې زمکې د يام فصل کرل غواړې ولے چې پاکول او صفا کول ئي اسان کار دے.  هغوي د اوو سيندونو نه اوړي او ته مدام د په خپل کور کښې پروت ئي او قربانۍ له هم هغه زمکه سره کوی . کور ته لاړ شه او د سړيو غوندې کار کوه . . .

اونوکا يو بد بخته انسان وه چې د هغه کائي ( ذاتي خدای ) کمزورے وه او سپېره توب ئي تر مرګه په تعاقب کښې وه او که رښتيا ووايو نو تر مرګه د هغه قبر په نصيب کښې نه وه . د هغه بدن پړسوب وکړه او د هغې لامله مړ شه چې د زمکې د خدای په لعنت بر شه . وائي چې څوک دا مرض ولري ، نو اجازه نه لري چې په کور دننه مړ شي هغه له يو سپېره ځنګل ته وړل کيږي او هلته به پريښودل شي عن تر دې چې مړ شي . . دلته د يو سرکشه سړي يوه کيسه هم شهرت لري چې دغسې يو سړے د کوره تر غره يوړل شه ، ونې ته وتړل شه دا ډول مړي به په زمکه نه ښخيده بلکې بره د غره نه به را ګوزاريدل . هيڅکله به نه دفن کيده نه په اول ځل نه په دوهم ځل . دا وه د اونوکا د تقدير ليک او کيسه کله چې همدغسې مړ شه نو هغه شپېلۍ ئي هم ورسره ښخه کړه .

نور بيا

One thought on “Things Fall Apart  –  Chinua Achebe  –  Chapter Three

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!