Things Fall Apart  – Chinua Achebe  – Chapter  Six

ناول : بدلون
شپږم باب دوهمه برخه

هغه د اګبالا منجوره او د غرونو د خدايانو ژباړنه وه . په عام ژوندون کښې هغه يوه کونډه ښځه وه چا چې دوه يتيمان بچي لرل . هغه د ايګويفي ښه ملګري وه . دواړو په بازار کښې په يو ځای د يو څپر لاندې پلورنځي لرل . په چيلو د ايګويفي لور ايزنما ډيره ګرانه وه ځکه خو به ئي ورته د بللو په وخت کښې زما لور وئيل  .

هغې به چې کله هم د بازار نه د لوبيا ککۍ ( bean cake ) راوړ نو ايګويفي ته به ئي هم ورکړه چې ايزنما لره ورکړي . چا به چې هم چيلو په عام بازار کښې وليده نو يقين به ئي نه راتله چې دا هغه چيلو ده څوک چې د اګبالا په مينه کښې مسته د راتلونکي وختونو پېش ګويانې کوي ‌ ډول مارانو خپلې چوکې پورته کړې او داسې ئي وغږول چې په هر څه کښې لرزش پيدا شه . دواړه لوبډلې يو بل ته مخامخ صفونه جوړ کړل .

يو ځوان د خپلې لوبډلې نه را بيل شه او د خپلې دایرې نه مخالفې لوبډلې طرفته لاړ . کا سره ئي چې زړه غوښتل چې مسابقه ورسره وکړي هغه طرفته ئي په مسواکه ګوته اشاره وکړه . دواړه د ميدان په منځ کښې يو بل ته مخامخ شول . د هر طرفه يو شور او غوغا شوه  . په هره لوبډله کښې دولس دولس لوبغاړي ؤ او وار په وار به چيلنج د دواړو طرفو نه راتلل . دوه ريفريان د دې مسابقې د پاره ټاکل شوي ؤ چا چې په دايره کښې د پالوانانو نه ګېر چاپيره چکر وهلو . هغوي ته به چې کله پته ولګيده چې دواړه لوبغاړي يو برابر دي نو هغوي به لوبه ودروله . پينځه مسابقې هم دغسې اختتام ته ورسيدې. اصل جوش به هله په بره تله چې يو پالاوان به خپل مخالف پالاوان په ځمکه را ګوذار کړه . په دې به د تماش ګيرو چغې بره اسمان پله لاړې عن تر دې چې خوا شا کليو کښې به هم دغه چغې واوریدلې شوې . اخري مسابقه د دواړو لوبډلو د سر لوبغاړو تر منځه وه . دا دواړه د نهو کليو تر ټولو تکړه پالاوانان ؤ . خلق حيران ؤ چې په دې کښې قوي څوک دے چا به وئيل اوکافو تکړه ځوان دے او چا به وئيل چې ايکيزو. تېر کال هم په دوي دواړو کښې هيچا هيڅ څوک په ځمکه را ګوذار نه کړې شو . ريفريانو مسابقه تر ډيره وخته جاري ساتلي وه ولے بيا هم فيصله و نه کړې شوه . د دواړو انداز يو شان وه دواړو به د يو بل چال د مخکښې نه معلومولې شو او دا کال هم دغه انديښنه ده چې د مقابلې فيصله به و نه کړې شي . چې د هغوي دواړو مسابقه شروع شوه نو د ماښام تيرې په خوريدو شوې . ډولونه وغيږيدل او خلقو شور او غوغا کښې هم اضافه وشوه . خلقو دایرې پله منډې کړې او د کجورو پاڼې هم د هغوي د ايسارولو د پاره ناکافي شوې . ايکيزو خپل ښې لاس ور وړاندې کړه او اوکافو هغه په مضبوطۍ سره ونيولو . دا يوه سخته مسابقه وه ايکيزو خپله پونده د اوکافو شاته په زوره سره راښکله چې لاندې وغورځوي خو ولے اوکافو د هغه د چال نه خبرداره وه نو ځان ئي ټينګ کړه . د خلقو رش ډولکي مارانو لره ونيول . دواړه پالاوانان تقريباً ساکت و جامد ؤ او دواړه د يو بل په ګرفت کښې راغلي ؤ . د هغوي مټې ، پتونان او د شاګانو پټې راښکلے وې . دا د برابرۍ يوه سخته مسابقه وه . ريفريان دواړو طرفته ور نزدې کيده

چې ناڅاپه ايکيزو په ګوډو کيناستو او کوشش ئي وکړو چې اوکافو په خپل سر واړوي خو له بده مرغه د هغه دغه هڅه ناکامه ثابت شوه ځکه چې اوکافو لکه ډ بجلۍ په تيزۍ سره خپله پښه پورته کړه او ايکيزو ئي پرې ووهلو . د خلقو د چغو چغارو څه حد نه وه اوکافو خپلو ملګرو په اوګه کړه او په خپلو روايتي نارو کښې ئي خپل کور ته بوتلو او ښځو خپلې سندرې وئيل شروع کړه :


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!