Things Fall Apart –  Chinua Achebe  – Chapter  Seven

ناول: بدلون

د اووم باب دريمه برخه

د لارې په سر کښې هم هغه سړيو د ملخانو ، ښځو او د نازک مزاج سړيو په بابله خبرې اترې کولے او پکښې په منځ منځ کښې به ئي خندل هم . لکه چې څنګه د اموفيا سرحد ته راورسيدل نو په هر لور چوپتيا خوره شوه . نمر ورو ورو د اسمان په منځ ورسيده . د وچې لارې نه تپ راخته . په ځنګل کښې مرغانو غږونه پورته شول خو لږ لرې د يو لور نه د ډولکو غږونه د هغوي تر غوږونو شول لکه چې لرې چرته په يوه قبيله کښې د جشن مهال وي .

” دا اوزو رقص دے ” چا پکښې وئيل خو د کا هم يقين نه راتله . اوس لاره د ځنګل په زړه کښې د يوې نرۍ کرښه جوړه شوي وه . په چاپيريال کښې د وړو وړو ونو بوټو ځاے لويو ونو بوټو واخيسته . د نمر وړانګې د پاڼو نه پرته په شګه د رڼا او سيوري جالونه بڼل. ايکيميفونا د شا نه څه واوريدل نو شا پله ئي وکتل نو يو سړي ورته په سختۍ سره وئيل

” ځه شابه وړاندې ځه . لا لاره نور هم شته دے ” دوه تنه وړاندې شول او په تېز تېز ګامونو تلل . هغه اوس ويره اخيستونکے نه و . هغه په فکر کښې وه چې اوکونکو د هغه خپل پلار نه شي کيدے خو ولے بيا هم هغه ورسره ډيره مينه لرله . هغه باور لرلو چې هغه به اوس دلته خپل مور او خور سره وويني . ځکه ئي د هغوي په بابله فکر کولو خو فکر ئي کولو چې چرته مړه نه وي خو زر ئي ددې خيال نه د ځان خلاصولو د پاره د خپل ماشومتوب سندره وئيل شروع کړه

ايزے الينا ، الينا

هغه په خپل زړه کښې هم دغه سندره وويله او خيال ئي راغی که سندره په ښي پښه ختمه شوه نو مور به ئي ژوندۍ وي او که په ګسه پښه نو مور به ئي مړه وي . خو ولے سندره په ښے پښه ختمه شوه لکه چې مور ئي ژوندۍ وه . هغه بيا سندره شروع کړه خو دوهمه نتيجه دومره اهمه نه وه . په ماشومانو کښې مشهوره وه چې وړومبے غږ د خداے کور ته ارومرو رسي هغه خپل ځان بيا ماشوم او ورکوټے محسوسولو.

يو ځلې بيا يو سړي د ښا پله غاړه تازه کړه ايکيميفونا په شا وکتل هغه سړي په کرکې سره وئيل

” په شا مه ګوره مخکښې ځه ! “

د هغه لهجې د ايکيميفونا په جسم کښې لرزش پيدا کړه د هغه لاسونه رپيده اوکونکو ولے نه وه .‌. . ؟

بيا ناڅاپه هغه يو غږ واوريده يو لوښے په څمکه پريوت او مات شه ايکيميفونا په چغو سر شه .

” زما پلاره ! دوي ما وژني ” هغه د اوکونکو پله منډه کړه او اوکونکو د ډيرې ويرې نه خپله توره راوايستله او هغه ئي ټوټې ټوټې کړه . هغه په دې حقله خپل ځان کمزورې کول نه غوښتل . د شپې چې کور ته بيرته راغے نو نواے سمدستي پوه شو چې ايکيميفونا ئي ووژلو . هغه داسې محسوسه کړه لکه چې هغه د دننه نه مات شو .‌هغه و نه ژړل بس په خاموشۍ سره ناست وه ځکه چې هغه ته د داسې پيښې اندازه وه . د تير کلني فصل په مهال ، هغه هم دا اوريدلي ؤ چې دوه غبرګه ماشومان د خاورو په لوښو کښې بند کړې شي او په ځنګل کښې وغورځول شي نو هغه وخت هم د هغه دننه د ماتيدو احساس هغه لړزولے وه او دغه احساس نن بيا پستنه شوې وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!