Things Fall Apart  –  Chinua Achebe  – Chapter Seven

ناول :  بدلون
اووم باب اوله برخه

تر دريو راهسې کلونو ايکيميفونا د اوکونکو په کور کښې اوسيده او داسې لګيده لکه چې د يوموفيا خلقو هغه هير کړې وه . هغه زر زر لوے شه لکه څنګه چې د باران په موسم کښې د يام جرړے په نوي بوټي کښې زر زر بدليږي . هغه د ژوند انرژۍ نه ډک وه او د خپل نوي خاندان برخه شه او د نواے د مشر ورور حيثيت ئي لرلو .

او د شروع نه ئي د ټول ټبر په زړۀ کښې ځاے پيدا کړې وه . د ايکيميفونا په رفاقت کښې نواے خپل ځان مشر ګڼلو . هغه اوس د ماښام په وخت کښې د مور په اوبي ( جونګړه ) کښې نه کيناسته بلکې د پلار اوکونکو سره به د هغه په اوبي کښې کيناسته او يا به ئي ور لره د کجورو شربت تيارولو . نواے به په دې خبره خوشاليدلو چې خپلې مور يا نورو ميرنۍ مياندو به هغه د څه سخت او مشکل کار کوم چې په عمومي توګه سړي کوي ، د پاره راوبلل نو ډير په مينه مينه به راتله او هغه کار به ئي سر ته رسولو مثلآ لرګي کټ کول يا پرېکول او يا داسې نور درانه کارونه وغيره . کله به چې هم چرته ورکوټي ورور يا خور ورله د کور نه څه پيغام راوړه نو هغه به يوه مصنوعي غصه وکړه او وئيل به ئي چې

” يره دا د ښځو کارونه چرته ختم نه شه “

اوکونکو هم په زړه زړه کښې د نواے په دې رويه کښې په بدلون ډير خوشاليدلو چې د هغه زوے اوس دا دے له خيره سره زلمے شه هغه په دې پوهه وه چې د هغه دا بدلون د ايکيميفونا لامله دے . هغه غوښتل چې د هغه زوے نواے يو مضبوط ، تکړه او نر ځوان جوړ شي څوک چې د هغه د مرګ نه وروسته د هغه ټول ټبر د هغه د سمبالښت وړ وي . هغه دا هم غوښتل چې د هغه زوے يو ښه خوشال انسان وي ، د هغه ګودام د غلې نه مدام ډک وي چې د خپلو مشرانو د روحونو د پاره په باقاعده توګه قربانيانې وکړي .

کله به چې هم اوکونکو وليده چې د هغه زوے نواے د کور د ښځو په بابله څه شکايت لګوي نو ډير به خوشال شه . ځکه چې د هغه په نظر کښې هم دغه مردانګي وه ، هم دغه د نرانو رويه وه او هم دغه سړيتوب وه . د هغه په نظر کښې که يو وګړے ډير هم لوے شتمن او مال داره ولے نه وي خو که د کور ښځې او ماشومان په کنټرول کښې نه شي ساتلے هغه هډو سړے نه دے او هغه هډو نر  ځوان نه دے

د هغه په نظر کښې د.اسې سړي مثال د هغه کس دے چې د چا په کور کښې يولس ښځې وي خو هغه ورله د فوفو ( د يام  ښوروا ) قدرې نه شي پوره کولے . ځکه خو به اوکونکو خپل زامن ډ خپل ځان سره په خپلې اوبي کښې کينول او هغوي ته به ئي قيصۍ کولے . . هو د ځوانانو قيصۍ په کومو کښې به چې تشدد ، د وينې او د جنګ خبرې وې . اوکونکو په دې ښه پوهيده چې د ځوانانو لره پکار دي چې هغوي سخت زړونه ولري ، تورزن وي چې ښه ميړانه وښایي ولے بيا هم د هغه د خپلې مور قيصۍ اوس هم يادې وي . ځکه خو هغه ته معلومه وه چې هر مور به خپلو ماشومانو ته هم هغه قيصۍ روزانه اوروي لکه د هوښيارے شمشتۍ قيصه يا د اېنېکي نتي اوبا نومې هغه مارغه قيصه چا چې ټولې نړۍ ته د کشتۍ چيلنج ورکړې وه ولے بيا هم په آخره کښې د يوې پيشو له لاسه مړ شه .

هغه ته د مور بيان کړي د ځمکې او اسمان د شخړې هغه قيصه لا تر اوسه ياده وه کله چې اسمان تر اوه کلونو پورې باران اودرولو نو پولې پټي اوچ شول او مړي خخ نه کړې شول ولے چې ځمکه د کاڼو پشان سخته شوه . د هغې نه پس د اسمان لخوا يو ټپوس د يو سفير په توګه رواستولے شه چې هغه د انسانانو د تکليف يوه غمجنه سندره زمزمه کړي چې ورسره ځمکه نرمه شي . کله به چې هم مور دغه سندره پخپله ژبه کښې زمزمه کړه نو هغه به په خپل تخيل کښې د اسمان هغه منظر د هغه د سترګو وړاندې شه چرته چې ټپوس د رحم منت زاري کوله . اخر دا چې اسمان ورحمېدو او هغه ټپوس له باران ورکړه کوم چې د کوکو يام په پاڼو کښې راغونډ کړې شوې وه . هر کله چي ټپوس لاندې په ځمکه راکوزيدو نو د هغه په پنجو کښې هغه پاڼې وشليدی او باران په ځمکه ښه سم په زوره ووريدو . . .  داسې باران چې کله هم نه وه وريدلې

په دومره ډير باران واوريده چې  ټپوس بيرته لا نه ړ . هغه په يو بل ملک کښې کوز شه چرته چې هغه يو سړے په قرباني کيدو وليد . هغه خپلې وزرې په اور اوچې کړې او د قربانۍ پاتي شوي ټوټې ئي هم وخوړې . دا هغه قيصۍ وې چې نواے به خوښولې خو اوس هغه په دې ورسيده چې دا ټولې قيصۍ د ښځو او د ماشومانو د پاره وي نو ځکه به ئي هم دا خبره ظاهروله چې هغه اوس په دې قيصو کښې هيڅ دلچسپي نه اخلي . هغه به چې کله هم څه داسې قسمه خبرو اظهار کولو نو په دې به ئي پلار خوشاليدلو نو نه به ئي هغه وهلو او نه به ئي رټلو. اوس به نواے او ايکيميفونا دواړو د پلار نه د جنګونو قيصۍ اوريدلې هغه قيصۍ چې هغه به په خپل دشمن پسې شه او هغه به ئي ونيولو او دغسې خپله وړومبنۍ د انسان کوپړۍ تر لاسه کړه . هغوي به په تيرې کښې تر هغه وخته ناست ؤ تر کومې به چې ورته مور ډوډۍ نه وه ايښي . د اوکونکو هرې ښځې به د خپلې خپلې فوفو ډکې پيالۍ د هغوي مخې ته ايښودې. چراغ به بل کړې شو او اوکونکو به د هرې پيالۍ نه څکه وکړه او د نواے او ايکيميفونا مخې ته به ئي کیښودې . دغسې ورځې شپې تيريدې. او بيا يو وارې ملاخان هم راوتل. ډير وخت وشه چې ملاخان نه ؤ راوتلي او مشرانو به وئيل چې ملاخان په نسلونو کښې يو وارې راوځي او بيا تر اووه کلونو پورې وي او بيا تر ډيره وخته بيخي غائب شي . چرته لرې په غارونو کښې پټ شي  چرته چې د ورکوټي قد والا يو مخلوق ئي حفاظت کوي او دغسې چې يو نسل ختم شي نو د بل نسل د پاره ميدان ته راوځي . د غارونو دروازې پرانستل شي او دغسې د يوموفيا په ميدانونو کښې الوت شروع کړي . د فصل د کټ کولو نه وروسته د يخنۍ په موسم کښې راوځي او د پټو ځنګلي واښه بيخي صفا کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!