يام، چې د ټولو فصلونو باچا ګڼل کېده، ډېر سخت غوښتنې لرونکې باچا وو. درې ـ څلور مياشتې يې له سحره تر ماښامه سخت کار غوښته . نازک ټوټکۍ يې د ځمکې له تودوخې څخه د ونو پاڼو په کړيو ساتل کېدل. کله چې بارانونه زيات شول، ښځو د يام غونډيو تر منځ جوار او لوبيا کېښودلې. وروسته يام ته د وړو لرګيو ملا تړل کېده، او بيا د لويو ونو ښاخونو. ښځو کرونده په دقيقو درې وخته پړاوونو کښې له واښو پاکوله، نه زر او نه ناوخته .
اوس بارانونه په رښتيا دومره ووريده او پرله پسې شول چې د کلي د باران کيدو نور د مداخلې دعوه نه کوله. دی نور باران نه شو درولی، لکه څنګه چې په وچکالي کښې ئي د باران راوستلو جرات نه کولو. د داسې سختو هوائي ځواکونو مقابلې ته دومره شخصي زور او ځواک پکار وو چې د انسان بدن يې نه شي زغملے .
نو د باران په منځ کښې طبیعت ته څوک لاس نه ور وړ. کله کله دومره درانده ورښت کېده چې اسمان او ځمکه يوې خړې او لوندې پردې ته ورته کېدل. نه معلومېده چې د اماديوارا د تندر غږ له د پاسه راځي او که له ځمکې لاندې. په همدې وختونو کښې، د اوموفيا د بې شمېره واښو ـ پرېوتو کوټو دننه ماشومان د خپلو ميندو د پخلي اور خوا شا کېناستل او کيسې يې کول، يا به د پلار په کوټه کښې د لوګي په اور ځانونه تاوده کول او جوار به يې پخول او خوړل. دا د کرلو د سخت موسم او د حاصلاتو د خوښۍ موسم و خو پرله پسې موسم تر منځ د لنډ آرام وخت وو.
ايکيميفونا ورو ورو ځان د اوکونکو د کورنۍ غړی ګڼلو. هغه به لا هم د خپلې مور او درې کلنې خور يادوله، او کله کله به خفګان ورسره هم کېده. خو هغه او نواوې دومره نزدې سره وتړل شو چې اوس د وو د بله جدائي نه سوه زغملې. ايکمنفونا د ولسي کيسو بې پایه زېرمه لرله. حتا هغه کيسې چې نواوې مخکښې اورېدلې وې، ده به په نوي خوند او د بل ټبر د ځايي رنګ سره بيانولې. نواوې دا وختونه د خپل ټول ژوند تر پايه په ژوندۍ توګه په ياد ساتلي وو. هغه به تل ياداوه چې څنګه يو ځل ډېر وخندل کله چې ايکيميفونا ورته وويل چې د لږو دانو لرونکي د جوارو غوټه ته د ايبو په ژبه «د زړې ښځې غاښونه» ويل کېږي. د نواوې ذهن سمدستي د نوايکي خواته ولاړ، هغه زړې ښځې ته چې د اودالا ونې ته څېرمه اوسېده. هغې درې غاښونه لرل او تل به يې پيپ څکولو.
ورو ورو باران په وريدو شه . ځمکه او آسمان بيا سره بيل شول. باران به د لمر او نرم باد په منځ کښې د نرۍ چپه ورښت په ډول کېده. ماشومان نور په کورونو کښې نه پاتې کېدل، بلکې په کوڅو کښې به ئې سندرې ويلې:
«باران پرېوځي، لمر ځلېږي، يوازې ننادي دے چې پخلي او خوړلو ته ناست دی.»
نواوې تل حيران وو چې ننادي څوک دی او ولې بايد يوازې پخلے او خواړه وکړي. په پای کښې يې پرېکړه وکړه چې ننادي ښايي په هغه جادويي ځمکه کښې اوسېږي چې د ايکيميفونا د خوښې کيسه پکښې روا کېږي ـ کوم ځای چې مچۍ محکمې کوي او د شګو دانې تل نڅا کوي.