Things Fall Apart –  Chinua Achebe  – Chapter Four

ناول :  بدلون
څلورم باب اوله برخه

يو بوډا وئيل ” د باچا خلې ته وګوره داسې معلوميږي لکه چې د مور د تي پۍ ئي چرته نه دې رودلي ”   هغه هم د اوکونکو په حقله لګيا وه خبرې ئي کولې څوک چې د غربت د لاسه او د بد بختۍ د ژورو نه را اوچت شه او د قبيلې په لويو لويو مشرانو کښې شامل شه . د بوډا په زړه کښې د اوکونکو د پاره هيڅ کينه نه وه ‌ . د هغه د محنت او کاميابۍ لامله هغه د هغه ډير زيات عزت کولو . څنګه چې نور خلک حيران و دغسې هغه هم د اوکونکو په سخت مزاجۍ اريان دريان پاتې شو خصوصاً په کم کاميابه خلکو سره د هغه رويه ډيره سخته وه .

يوه هفته اګاهو ، د قبيلې په يو مجلس کښې د مشرانو د يوه غونډه د قبيلوي دوديز اختر په اړوند مشوره کيدله ، اوکونکو د يو داسې مشر خبره باندې په هغه يو داسې ټک وکړه چې هغه سره د هيڅ قسمه اعزاز نه وه . اوکونکو يو قسم پيغور ورکړه چې

« دا مجلس د سړو دے »

اوکونکو يو لحاظ سره هغه ته ښځه ويلي وو او هغه پوهه و چې د يو سړي روح له څنګه زخمي کوے ؟

هم په دغه مهال د قبيلې ټول خلک د اوسوګو په طرف ودريدل . يو مشر بوډا هغه په دې عمل ورټلو او وې وئيل

« د چا د پاره چې نيک روحونه کجورے ماتې کړي هغه لره پکار دي چې عاجزي هېره نه کړي . »

اوکونکو ندامت ښکاره کړ او مجلس دغسې دوام ولرله ‌ خو ولے هم حقيقت دا و چې کجورے نيک روحونو نه وو ماتی کړي ‌ بلکې په خپلو لاسونو ئي ماتې کړي وو . هر هغه څوک چې د هغه د بيوسۍ او بیوزلۍ او د هغې په رد عمل کښې د هغه د محنت نه خبر و هغوي کله هم دا نه وئيل چې دا د هغه نصيب وه . که څوک د خپلې کاميابۍ په صحيح معنو کښې حق داره و نو هغه هم اوکونکو وه . هم په ځوانۍ کښې هغه د خپلې علاقې د تورزن پهلوان خطاب ګټلے وه او نوم ئي تر لرې لرې شهرت موندلے وه . دا نصيب نه بلکې د هغه محنت وه .

دا خو د هغه خپل چي ( په افريقايي مذهب کښې د انسان دننه د خپل ضمير غږ ته چي وائي چې د خدای درجه لري او دا چې هغه پرې ايمان لري او مطمئن وي پرې ) او په هغوي کښې هم دا مشهوره وه چې يو وګړے په يوه خبره “هو” وکړي نو هم د هغه چي هم “هو” کوي . اوکونکو ډير په زوره سره “هو” کړي ؤ ځکه خو د هغه چي “هو” وکړل . صرف د هغه چي نا بلکې ټولې قبيلې ، ځکه چې هغه انسان د خپل لاس نه پيژنده . له هم دې امله نهو کليو هغه ددې د پاره وټاکلو چې دښمنانو له د جنګ د استازي په توګه ورشي تر څو چې يو زلمے او يوه پېغله د هغوي څخه را نه ولي چې د اوډو د ښځې د قتل بدله پرې وانخلي تر هغې به هغوي سره د جنګ په بابله خبره وکړي خو ولے دشمن د هغوي نه دومره ويره لرله نو ځکه ئي د‌ هغه لکه د بادشاهانو پشان استقبال وکړه او يوه پېغله او يو هلک ايکيميفونا ئي ور په حواله کړل . د قبيلې زبرګانو مشرانو هم دا پريکړه وکړه چې ايکيميفونا به هم اوکونکو سره تر بلې پريکړې وي . د خلکو نه هير شول او په کښې پوره درې کلونه ووتل ‌

په اوله اوله کښې ايکيميفونا ډير ډارن ډارن لګيده ځکه خو يو ځل دوه ئي د تيښتې هم يو ناکامه کوشش کړې وه . هيڅ لاره ئي بيا نه موندله . مور او درې کلنه خور به ئي ډيره يادوله او ورسره به ئي ژړل هم  . د نواے مور په هغه ډيره مهربانه وه هغې به لکه د خپل بچي ساتلو ‌ هغه به صرف يوه پښتنه کوله :

زه به کور ته کله ځم ؟؟؟

هر کله چي اوکونکو ته پته ولګېده چې هغه ډوډۍ نه خوري يو غټ سوباړي په لاس جونګړې ته ورننوت او د هغه په سر ودريد نو د هغه د ويرې ئي زر زر يامونه خوړل پيل کړه ‌ لږه شيبه پس هغه د جونګړې په شا کيناست او هر څه چې ئي خوړلي ؤ هغه ئي قے کړل . د نواے مور هغه له ورغله او په شا ئي ورله لاس کيښود . هغه درې جمعې بيمار وه او چې کله ښه شه نو ويره او غم ئي لږ شانې کم شوے وه .

په خپل فطرت کښې هغه د يو ژوندي زړه څښتن وه . ورو ورو د اوکونکو د کور يو وګړے چوړ شو په خصوصي توګه د نواے سره څوک چې د هغه نه دوه کلونه کشر وه . دواړه پاخه ملګري شول . ايکيميفونا له هر څه ورتلل لکه هغه د باڼس نه شپیلۍ سازولے شوه ، د مرغانو نومونه ورتلل ، د غشو کمانونه جوړول او دا چې د کوم لرګي کمان مضبوط وي هغه په دې پوهيده ‌ . د اوکونکو په زړه کښې هم د هغه د پاره مينه وزيږيده ولے هغه به دا پټه ساتله او چا ته به ئي نه څرګندوله . هغه به مدام په خپلو جذباتو کنټرول ساتلو ځکه چې د هغه په نظر کښې د مينې اظهار کول د يو سړي کمزوري وي . بل طرفته طاقت او د زور ښودل د سړي شان اوچتوي ځکه خو هغه به د ايکيميفونا سره هم ډيره سختي کوله . خو ولے بيا هم په دې کښې هيڅ شک نه وه چې هغه د ايکيميفونا سره بې کچه مينه لرله ځکه خو به ئي د ځان سره لويو لويو مجلسونو او اخترونو کښې هم ګرځولو . هغه به د هغه سره د هغه د چيلۍ د څرمنې جوړه تيلۍ او د هغه کرسۍ هم ګرځوله . هغه به اوکونکو ته پلار نسبت کولو او داجي به ئي ورته وئيل .

نور بيا

One thought on “Things Fall Apart –  Chinua Achebe  – Chapter Four

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!