Skip to content
پښتو ژباړه : ګل اکبر خان
ناول : بدلون
د پينځم باب اوله برخه
د يام د نوي کروندې مېله په سر وه او په اموفيا کلي کښې د خوشالۍ څه حد نه وه . په دي مهال اني نومې د ځمکې ديوي شکر ادا کول لازمي و څوک چې د ښيرازۍ د پاره يادولے شوه . اني په ژوند کښې د هغوي د پاره د نورو خدايانو په نسبت زياته د ارزښت وړ وه او مدام د قدر په سترګه ورته کتلے شول . هغه د اخلاقياتو او د کردار اخري منصفه ګڼلې شوه او د دې نه زياته دا چې د هغې تعلق د هغوي د مړو سره کوم چې ځمکې ته سپارلے شوي و ، هم سم ښه برابر وه .
دا مېله هر کال د فصل د ريبلو نه مخکښې نمانځل کيده چې د ځمکې خدايګوټی او د قبيلې نورو روحونو ته د عقيدت پېرزونې وکړې شي . نوي يامونه تر هغه وخته نه شي خوړلے تر څو چې د غيبي طاقتونو په نوم قرباني ور نه کړے شي . نر ښځې لوے واړه او ځوانان بوډاګان ټول د دې مېلې په طمع وي ځکه چې دا د نوي کال د آغاز په مهال د خوشالیو جشن وي . دلته د هغوي د رواج مطابق د نوي کال ابتدا کيږي . د جشن د آغاز نه مخکښې زاړه ټول يامونه تلف کولې شي ځکه چې د هغوي د دود دستور مطابق د نوي کال ابتدا د نوي يامونو نه کول ډير غوره عمل و .
د اخلي پخلي ټول لوښي د کدو پيالۍ او د لرګي کاسې په ښې طريقې سره وینځلے شي په خصوصي توګه هغه لنګرۍ او چټو په کوم چې يامونه لکه د وګي ټکولے شي او د يام فوفو کوم چې د خوراک د پاره تيار کړې شي او د سبزۍ سوپ او خوروا د دې جشن خصوصي طعام وي . ښه ډير خوراک تياريږي لکه چې هر څوک ئي هر څومره خوري او هر څومره ميلمانه رابلي تر شپې پورې دا نه ختميږي او بيا هم پکښې لا پاتي شي . د يو شتمن قيصه بيانيږي . هر چا ته په دومره ډيره فوفو پرته وي چې د هغې بله خوا ته څوک چا ته نه ښکاري . يو ځل يو سړي د ماښام يو خپل رشته دار وليد څوک چې د خوراک په مهال راغلے وه او څوک چې د دسترخوان بل اړخ ته ناست وه نو هم دغه مهال ئي د يو بل سره ستري مه شي وکړې .
همدغه شان د يام مېله په ټوله اموفيا کښې د جشن موقع جوړه شي لکه څنګه چې په ايګوبو کښې مشهوره ده چې د چا مټې مضبوطې وي هغه له پکار ده چې د لرې لرې ميلمانه راوبلي . اوکونکو به مدام خپل د لرې لرې ميلمانه رابلل لکه چې د هغه درې ميرمنې وې نو ميلمانه به ئي هم زيات و .
اوکونکو به کله هم د نورو وګړو په شان په دې مهال د جوش ډک ژوند نه کولو . هغه ښه موړ سړے وه چا چې د کدو او د کجورو شراب څښلے شول خو ولے د جشن نمانځلو د پاره ډيرې ورځې هغه عبث نه شه کيناستې هغه به مدام بے زاره شانې وه ولے چې هغه له به خپلو د يام پټو کښې کروندې خوند مزې ورکولے .
اوس په جشن کښې صرف درې ورځې پاتي وې . د هغه درې واړه ښځو د خپلو جونګړو ديوالونو له داسې د خټې سور رنګ ورکړے وه چې په هغې کښې به د نمر رڼا مدام انعکاس کولو .

بيا هغوي په هغې باندې د سپين ، زيړ او د شين رنګونو نقش و نګاري هم کړي وه . هغوي په خپلو جسمونو هم د سينګاري لرګي سور رنګ تپلے وه . په خېټو او شاګانو ئي د تور رنګ مختلف ډيزاينونه جوړ کړي و . خپل ماشومان ئي هم سينګار کړي و او د هغوي ويښته ئي په ښايسته ډول کټ کړي و . درې واړه ميرمنو د خپلو هغه رشته دارو په بابله خبرې اترې کولې کوم چې د هغوي لخوا رابلل شوي و . ماشومان خوشال و چې د هغوي له اړخه به ورته مينه او تحفې ميلاويږي . ايکيميفونا هم ډير خوشال و ولے چې په دې مېله کښې د هغوي د کلي د مېلې نه زيات خوند وه .
او ناڅاپه يو طوفان راغے !
اوکونکو . . . څوک چې د خپل کور په انګړ کښې د ډيرې غصې له کبله بے مقصده يو خوا بل خوا ګرځيدو ناڅاپه ئي يوه چغه کړه .
” دا د کېلې بوټے چا کټ کړے دے ؟؟؟ ” هغه د غصې نه تک سور شوے وه . په ټول انګړ کښې خاموشه خاموشي شوه
” دا بوټے چا کټ کړے دے ؟ تاسو ته وايم کنه ! ولے ګونګيان شوئ ؟؟؟ کاڼه يايي ؟؟؟ “
ولے په حقيقت کښې بوټے لا ولاړ وه د اوکونکو دوهمې ښځې ترې يو څو پاڼې شوکولے وې چې د اخلي پخلي لوښي پرې ونيسي . اوکونکو هم په دې خبره د هغې نه پړک وويستو. هغه په غېږه کښې خپلې وړې لور سره په ژړا شوه . نورو ښځو د مداخلت جرات نه شو کولې خو ولے بيا هم په لږه فاصله کښې ئي ورته ووئيل:
” بس کړه ! اوکونکو دومره کافي ده ورله ! “
د دې پيښې نه وروسته اوکونکو ښکار له د تلو اراده ظاهره کړه . هغه سره يو پخوانے يو زنګين شان ټوپک پروت وه کوم چې يو هوښيار او قابل لوهار د هغه د پاره جوړ کړے وه . د اوکونکو تورزني ډيره مشهوره وه ولے بيا هم دا يو حقيقت دے چې هغه په دې ټوپک چرته يوه مږه قدرې هم نه وه وژلي . کله چې هغه ايکيميفونا ته د ټوپک راخيستو ووئيل نو د هغه هغۀ ښځه کومه چې لږ ساعت وړاندې هغه وهلي وه ، د هغې د خلې نه يوه داسې خبره وواته چې هغه پرې نور هم غصه شه
” دا ټوپک چرته ډز کوي څه ؟؟”
دا وئيل نه و چې هغه خپلې کوټې ته په منډه منډه ننوت او هغه ټوپک ئي راواخيست . بهر ووت او هغه ښځې ته ئي ټوپک ونيوه . هغې پټي پله منډې کړې چې هغه پرې د ټوپک ګوذار وکړه يو ډز شو . د ښځو او د بچو ئي چغې پورته شوې . اوکونکو ټوپک د لاسه و غورځولو او پټي پله ئي ور منډې کړې .
نور بيا
error: Content is protected !!