Skip to content
پښتو ژباړه : ګل اکبر خان
ناول : بدلون
د اتم باب دريمه برخه
“ته ښه واي ” اوفوايدو ورسره اتفاق وکړه . ” خو تا له دا پوښتنه کول پکار و چې اموفيا ته ډ دې خبر ورکولو د پاره ډول ولے و نه غږيدو . “
” هو کنه ولے ؟؟؟” اوبيريکا او اوکونکو په يو ځاے پوښتنه وکړه . ” هم دا عجيبه خبره ده چې ته د هغه مشرۍ ښځه پيژنې څوک چې په امسا ګرځي “
” هو ! د هغې نوم اوزومينا ده “
” هو بالکل ” اوفوايدو وئيل ” اوزومينا خو ته پيژنې کنه چې ډيره بوډۍ ده او کمزوري ده چې د خاوند خدمت نه شو کولے نو کم عمره ښځو به ئي خدمت کولو . نن سحر چې ندولو مړ شو نو هم په دغه ښځو کښې يوې ښځې دا خبر هغې ته ورسولو ، هغه د خپل پوزي نه راپاسيده ه خپله امسا ئي واخيسته او د هغه اوبي ته ورغله . د اوبي په درشل ئي په خپل زنګون لاسونه کيښودل او په پوزي پروت هغه ته ئي غږونه پورته کړل . ايګويفي ندولو ! ايګويفي ندولو! ايګويفي ندولو! چې جواب ئي واو نه ريده نو خپلې اوبي ته واپس لاړه . د ټولو نه کشرې ښځې ئي هغه د لامبو د پاره هغې ته اواز ورکړه نو هغې وکتل چې هغه هم په خپل پوزي مړه پرته وه “
” هو کنه دا خو عجيبه خبره ده. هغوي به د ندولو تدفين تر هغه وخته نه کوي تر څو ئي چې هغه نه وي ښخه کړي ” اوکونکو زياته کړه .
“ځکه خو ډول هم و نه غږيدو ” اوفوايدو وئيل.
“مدام هم دا خبره کيده چې ندولو او اوزومينا زړونه يو ؤ زه چې لا ماشوم وم نو د دوي دواړو اړوند به يوه سندره وئيل کيده . هغه به د هغې نه بغير څه هم نه کول ” اوبيريکا ووئيل .
” دا ما ته نه وه معلومه . ما به هم دا وئيل چې په ځوانۍ کښې به هغه يو مضبوط انسان و ” اوکونکو ووئيل .
“بې شکه هم دغسې وه ” اوفوايدو زياته کړه.

اوکونکو په سوچ سوچ کښې سر وخوزولو . ” هغه به هغه وخت کښې اموفيا لره جنګ له بوتلل ” اوبيريکا ووئيل
اوکونکو ته داسې محسوسه شوه چې لکه هغه يو ځلې بيا د خپل ځان پشان شو . هغه صرف ځان د مشغولولو په تکل کښې و . که هغه چرته ايکيميفونا لره د فصل د ريبلو په وخت وژلے وې نو هغه به دومره خفګان نه و کړے . د هغه ذهن به چرته په کار کښې بوخت و . هغه د سوچ والا نه بلکې د عمل سړے و . خو که چرته کار نه و نو د خلکو سره خبرې بيا ښه شغل و . د اوفوايدو د تګ نه وروسته هغه سمدستي د چېلۍ د څرمنې جوړه تيلۍ راواخيسته او ووئيل ئي
” زه ځم کور ته چې د کجورو د بوټي نه رس وباسم . “
“تا له دومره لوړ بوټي څوک څنډي ؟” اوبيريکا وپوښتل .
“اومېزولاېکے ” اوکونکو ووئيل
“کله کله زه په دې خبره افسوس کوم چې ما د اوزو خطاب ولے واخيست ؟ زړه مې خفه شي چې دا ځوان دومره اوږده بوټو ته وخيژي او ميوه وڅنډي. ” اوبيريکا وئيل
“بالکل سمه دې ووئيل ولے د قبيلې قانون منل هم ضروري دي نو ! ” اوکونکو ووئيل
” پته نشته چې دې قانون په مونږ د کله نه راهسې کانې کول شروع کړل . ډيرې قبيلې داسې شته چې يو معزز انسان په کجوره د ختلو نه نۀ منع کوي او دلته وائي چې په اوږده ونه به نه خيژې خو دا لاندې خلک پرې ختلی شي دا خو هغه د دماراګانا والا خبره شوه چې د سپي غوښه پرې بنده وه نو چاړه ئي هم نه شوه ساتلے خو په غاښونو سره به ئي د سپي غوښه خوړلے شوه “
” زما د قبيلې دا رسم ډير خوښ دے چې د اوزو د حکم درجه لري . د کومو قبيلو چې ته خبره کوے هلته دا خطاب ډير سپک شوے دے چې سوالګري فقيران ئي هم اخلي نو ” اوکونکو ووئيل .
“ما خو ټوکه کوله مړه . په امابے او اننتا نومې قبيلو کښې خو دا خطاب د دوو پېسو هم نه دے . هر سړے ئي په پښه تړي که په غلا ئي ولے نه وي موندلے ” اوبيريکا ووئيل.
” هغوي په رښتيا د اوزو نوم خراب کړے دے ” اوکونکو د پاسيدو په مهال وئيل .
” زما سخرګنۍ هم را روانه ده ” اوبيريکا ووئيل.
“زه بس ډير زر بيرته راځم ” اوکونکو نمر پله وکتل.
error: Content is protected !!