Things Fall Apart  – Chinua Achebe  – Chapter Eight

ناول: بدلون
د اتم باب دوهمه برخه

“هو خير دے ! نن زما د لور خبره کيږي له خيره سره . هيله لرم چې د هلک کور والا به د مهر په حق نن خبره پخه کړي . زه غواړم چې ته هم راسره شے ” اوبيريکا په يوه ساه خبره وکړه . په دې مهال ډ اوبيريکا زوے مدوکا هم د بهر نه اوبي ته را ننوت او په روانه روانه ئي په اوکونکو سلام واچوه ‌.

” راشه کنه ما سره خو لاس ميلاو کړه ” اوکونکو مدوکا په دې خبرې سره را ټينګ کړو .

” هغه ورځ مې چې ستا کشتي وکتله نو ډير خوشال شوم ” هلک د اوکونکو سره د لاس د ميلاوهلو په مهال ډير په خندا رويه وئيل او لاړو بهر ووت .

” دا هلک به ډير ستر کار کوي له خيره سره. که چرې ما سره داسې يو هلک وې نو زه به ډير خوشال وم او ما به پرې ډير وياړ کولو . ما سره خو د نواے ډير فکر دے . ډير سپک دے په  کشتۍ کښې ئي معمولي سړے هم را ګوذارولے شي . ورپسې دوه وروڼه ئي ښه تکړه هلکان دي . اوبيريکا که رښتيا راباندې واې نو زما بچي ما ته نه دې تلي . که د زړې کېلې بوټے وچ شي نو نورې کېلې به د کومه ځايه وشي . که ايزنما هلک وې نو زه به ډير خوشال وم . په هغې کښې هم هغه جذبه ده د کومې چې نن سبا ما ته ضرورت دے . “

” ته هسې چټي په چټي فکر وړې ئي . ماشومان دې لا واړه دي يار ” اوبيريکا د اوکونکو د زړه ساتلو د پاره تسلي ورکړه .

” نواے اوس دومره دے چې ښځه بلاربه کولے شي . د هغه په عمر کښې به ما خپله روزي په خپله را پيدا کولے شوه . نه دوسته نه ! هغه ورکوټے چرته دے . کوم چرګوټے چې چرګ جوړيدو والا وي نو د هغې اثرات د اولې ورځې راهسې را څرګنده شي . ما ډيره هڅه کړي ده چې نواے يو تورزن سړے شي خو ولے په هغه کښې د مور د فطرت اثرات ډير واضحه ښکاري . ” اوکونکو ډير په تاسف سره وئيل لکه چې ډير مايوسه وي .

” په هغه کښې د خپل نيکه فطرت ډير واضحه دے ” اوبيريکا دا خبره په زړه کښې وکړه چې د ژبې په سر ئي رواستله چې د صبر نه ئي کار واخيست . هم دغه خيال د اوکونکو په زړه کښې هم راغی خو ولے هغه خپل دغه خيال په زوره سره د خپل زړه نه وويسته. هغه ته به چې کله هم د خپل پلار ژوند را مخې ته شه نو د پلار ناکامي او کمزوري به هغه ډير دردمن کولو او د خپلې کاميابۍ لامله به ئي د پلار بابله خيال له ديکه ورکړه . نن هم هغه هم دغسې وکړه . د هغه پام خپلې مردانګۍ پله لاړ .

” زه نه پوهيږم چې ته د هغه هلک د وژلو په مهال مونږ سره ولے را نغلے. . ؟؟؟ ” هغه د اوبيريکا نه ناڅاپه پوښتنه وکړه .

“ځکه چې ما درتلل نه غوښتل ” اوبيريکا لږ په سختۍ سره وئيل “ما سره د هغې نه غوره کار وه “

“ستا د خبرو نه خو داسې معلوميږي لکه چې ته د خدايانو په پريکړې اعتراضونه کوې چا چې حکم کړے وه چې دغه هلک دې ووژل شي “

” زه به ولے اعتراض کوم ؟؟؟ ولے خدايانو ما ته خو هيڅ حکم نه وه کړے چې د هغه هلک په وژلو کښې برخه واخلم “

” څوک خو به دا کار کوي کنه ! که مونږ ټول د وينې نه ويريږو نو دا کار به څوک کوي ، او بيا دا چې خدايان به څه کوي ؟؟”

” تا ته ښه پته ده اوکونکو چې زه د وينې نه نه ویریږم. که څوک وائي چې زه د وينې نه ويره کوم نو هغه دروغ وائي خو يوه خبره مې واوره . . . که زه ستا په ځاے وم نو هم په کور دننه به ناست وم . تا چې څه وکړل کنه نو د ځمکې خډايګڼه دا نه خوښوي . دا هغه عمل دے چې ددې لامله خډايګڼه پوره پوره نسلونه تباه کوي “

“خدايان ما ته هيڅ کله زيان نه شي رسولے ولے چې ما د هغوي د استازو خبره منلي ده ” اوکونکو ووئيل ” مور چې د بچي په لاس کښې کوم وريت کړے الو کيږدي هغه د هغه لاس کله هم نه سوزوي “

” دا خبره دې سمه وکړه خو که خدای ووائي چې د هغه زوے دې مړ کړې شي نو زه به پرې هيڅ بحث و نه کړم خو ولے پخپله به ئي کله هم و نه وژنم . ” اوبيريکا وئيل

بايد د هغوي دغه بحث نور هم اوږد شوے و خو هم په دغه مهال اوفوايدو را ورسيد . د هغه ځلا وهونکي سترګو نه داسې معلومېده لکه چې ضرور څه اهم خبر ئي راوړے وي . خو د هغه نه پوښتنه کول هغوي مناسب و نه ګڼل بايد پخپله خله وسپړي او ووائي چې چهل شوے وه . اوبيريکا په هغه خوړه وکړه او هغه هم ښه په ناز او مکيز وخوړه او په قلار قلار ئي د ملخانو په بابله خبرې کولے چې خوړه پوره شه نو خپلې مدعا پله راغلو .

“نن سبا څه عجيبه عجيبه خبرونه راځي ! “

” ولے څه وشو ؟؟؟ ”  اوکونکو وپوښتل .

” تاسو اوګبيفي ندولو پيژنئ کنه ” اوفوايدو وپوښتل .

” د اېرے کلي هغه ندولو ؟؟؟ ” اوکونکو او اوبيريکا په يو ځاے وپوښتل .

” هغه نن سحر مړ شو ” اوفوايدو ووئيل ” هو ! دا څه د تعجب خبره نه ده . هغه د ډير عمر څښتن بوډا سړے وه ” اوبيريکا سر وخوزولو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!