Things Fall Apart – Chinua Achebe -Chapter 9

ناول : بدلون
د نهم باب څلورمه برخه

“ماله يو رمبے راوړه” اوکاګبوے وئيل.کله چې ايګويفي رمبے راوړو نو هغه لا له مخه خپله د چيلي د څرمنې کڅوړه او لوے څادر يوه خوا ته ايښې وه او يوازې په خپلو جامو کښې پاتې و . يو اوږد او نرے ټوکر ئې د کمربند په شان د ملا نه تاو کړی و بيا ئې د پښو تر منځ تېر کړی و او شاته ئې په هم هغه کمربند پورې تړلے و.

هغه سمدستي هلته ځمکه کنستل شروع کړه کوم ځاے ته چې ايزنما اشاره کړې وه.

ګاونډيان خواوشا ناست وو او کتل ئې چې کنده ورو ورو ژوره کېده.

د ځمکې پاسنۍ تورې خاورې ژر ځای پرېښود او لاندې هغه روښانه سره خاوره را څرګنده شوه چې ښځې ورسره د کوټو فرشونه او دېوالونه صفا کوي.

اوکاګبوے بې له تم کېدو په خاموشۍ کښې کار کولو . شا ئې د خولو نه ځلېده.

اوکونکو د کندې ترڅنګ ولاړ و.

هغه اوکاګبوے ته وييل چې را وخېژه او لږ دم واخله زه به ستا په ځاے لږ کار وکړم خو اوکاګبوے وئيل چې لا ستړی شوی نه دے .

اکوېفي خپلې کوټې ته لاړه چې يام پاخه کړي.

ايزنما هم ورسره لاړه چې د پوروونکي په تيارولو کښې مرسته وکړي .

د هغې مېړه د معمول نه زيات يامونه راوړي وو، ځکه چې د حکيم ميلمه پالنه ضروري وه.

“سبزي ډېره زياته ده،” ايزنما ووئيل.

“ته نه وينې چې لوښی د يامونو نه ډک دي؟” اکوېفي وئيل. “او تا ته دا هم معلومه چې پاڼې د پخېدو نه پس لږې شي.”

“هو،” ايزنما وئيل، “همدا وجه وه چې مار-ښاپېره خپلې مور ووژله.”

“بالکل رښتيا،” اکوېفي وئيل.

“هغه خپلې مور ته د پخولو لپاره د پوروونکي اوه ټوکرۍ ورکړې وې، خو آخر کښې يوازې درې پاتې شوې نو ځکه ئې هغه ووژله،” ايزنما ووئيل.

“دا د کيسې آخر نه دے،” اکوېفي وئيل.

“اوهو!” ايزنما وئيل. “اوس مې ياد شول. هغه بيا يو بل هم راوړ او هغه ئې پخپله پاخه کړه خو بيا هم يوازې درې ټوکرۍ پاتې شوې. نو بيا ئې ځان هم ووژلو.”

د اوبي نه بهر، اوکاګبوے او اوکونکو کنده کنستله چې هغه ځاے پيدا کړي چرته چې ايزنما پکښې خپله ايي‌اُوا ښخه کړې وه.

ګاونډيان شاوخوا ناست وو او تماشه يې کوله. کنده دومره ژوره شوې وه چې کنستونکي پکښې نه ښکارېدل او يوازې به ئې هغه سره خاوره ليدله چې پورته ئې غورځوله او لا لوړه کېدله.

د اوکونکو زوے نواے  د کندې څنډې ته ولاړ و ځکه چې هغه غوښتل چې هر څه په خپلو سترګو وويني.

بيا اوکاګبوے يو ځل بيا له اوکونکو نه رمبے واخيست او پخپله ئې کنستل پيل کړل.

لکه تل هغه په خاموشۍ کښې کار کولو ‌. ګاونډيان او د اوکونکو ښځې اوس په خبرو بوختې وې. ماشومان ستړي شوي وو او لوبې ئې کولې.

ناڅاپه اوکاګبوے د پړانګ په شان په تيزۍ سره د کندې نه را وخوت.

“اوس ډېر نزدې دے،” هغه وئيل، “ما ته اندازه  ولګيده”

سمدستي خوځښت او شور جوړ شو.  څوک چې ناست وو، ټول په پښو ودرېدل.

“خپله ښځه او ماشوم راوغواړه،” هغه اوکونکو ته وويل. خو اکوېفي او ايزنما شور اورېدلی و او پخپله راوتلي وو چې وګوري څه روان دي.اوکاګبوے بېرته کندې ته کوز شو  او تماشبين چاپېره  شول.

د رمبي له څو نورو ګوزارونو وروسته، رمبے د ايي‌اُوا سره ولګېد. هغه ئې په احتياط سره د رمبي په څوکه راپورته کړه او پورته ئې وغورځوله.

ځينې ښځې د وېرې نه وتښتېدې کله چې هغه وغورځولې شوه خو بيا زر بېرته راغلې او ټولو د لرې فاصلې نه هغه ټوټه ټوکر ليډل.

اوکاګبوے را وخوت او بې له دې چې يوه خبره وکړي يا تماشبينو ته وګوري د خپلې د چيلۍ څرمنې کڅوړې ته ورغلو دوه پاڼې ئې راوويستلې او ژوله ئې جوړه کړه او تېرې ئي کړې هغه ټوټه ټوکر ئې په ګس لاس واخيسته او خلاصه ئې کړه. بيا يو هوار او ځلېدونکی کوت کاڼے ترې را ولوېد هغه يې پورته کړ.

“دا ستا دے؟” هغه ايزنما ته وويل.

“هو،” هغې جواب ورکړ.

ټولو ښځو د خوشحالۍ نه چغې وهلې ځکه چې د اکوېفي ستونزې بالاخره ختمې شوې وې.

دا ټول څه د يو کال نه زيات وخت مخکښې شوي وو او ايزنما تر هغې وروسته ناروغه نه  شوه . خو بيا ناڅاپه يوه شپه هغه يو ځلې بيا ناروغه شوه .اکوېفي هغه د اور ځاے ته راوړه، د هغې چپرکټ ئې پر ځمکه وغوړولو او اور ئې بل کړ.

خو ناروغي ئې لا زياته شوه.

اکوېفي د هغې تر څنګ زنګانه وهلې وې د لاس په تلۍ ئې د هغې لوند او سوځېدونکی تندی لمسوه او زرګونه ځله ئې دعا کوله.

که څه هم د مېړه نورې ښځې ويل چې دا يوازې اييبا ده خو هغې د چا خبره نه اورېدله.

اوکونکو د ځنګل نه راوګرځېد، د ګسې اوږې په سر ئې د بوټو، پاڼو، ريښو او د درملو د ونو د پوستکو يو لويه ګېډۍ راوړې وه. هغه د اکوېفي کوټې ته ننوت بار يې کېښود او کښېناست.

“ما ته يو لوښی راوړه،” هغه وويل، “او ماشوم يوازې پرېږده.”

اکوېفي لوښی راوړ او اوکونکو د خپلې ګېډۍ نه غوره بوټي په مناسب تناسب واخيستل او پرې ئې کړل. هغه ئې لوښي ته واچول او اکوېفي ورباندې لږې اوبه واچولې.

“دا کافي دي؟” هغې وپوښتل. کله چې ئې د کاسې خواوشا نيمايي اوبه واچولې.

“لږې نورې… ما ويل لږې نورې! ايا ته کڼه ئې ؟”

اوکونکو پرې په غصه ورغږ وکړ.

هغې لوښی په اور کېښود او اوکونکو خپله چاړه واخيسته چې خپل اوبي ته ستون شي.

“لوښی په احتياط سره وګوره،” هغه د تلو په وخت وويل، “مه پرېږده چې راوخوټېږي؛ که راوخوټېږي، نو طاقت به ئې ختم شي.”

هغه خپلې کوټې ته لاړ او اکوېفي د درملو لوښي ته داسې پاملرنه کوله لکه چې پخپله يو ناروغ ماشوم وي.

د هغې سترګې به تل له ايزنما نه لوښي ته او بيا له لوښي نه ايزنما ته ګرځېدې.

کله چې اوکونکو احساس وکړ چې درمل ښه پخې شوي دي، بېرته راغلو. هغه ئې وکتل او وې ويل چې بيخي تيار دي.

“ايزنما ته يو وړه څوکۍ راوړه،” هغه وويل، “او يو غټ پوزي هم راوړه”

هغه لوښی له اوره ښکته کړ او د څوکۍ مخې ته ئې کېښود.

بيا يې ايزنما راپاڅوله او په څوکۍ يې کښېنوله، داسې چې د تاوده لوښي په سر پښې ايښي وي. يو غټ پوزی ئي  په دواړو واچول شو.

ايزنما هڅه کوله چې د تودو او تنګې بخارونو نه وتښتي خو نيولي شوې وه. هغه په ژړا شوه . کله چې پوزی اخر لرې کړې شو نو هغه په خولو لونده وه. اکوېفي هغه د ټوکر په ټوټه پاکه کړه بيا ئې په وچ پوزي څملاوله او لږه شېبه وروسته هغه اوده شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!