Skip to content
پښتو ژباړه: ګل اکبر خان
ناول: بدلون
د نهم باب دريمه برخه
“تا ته ښه پته ده چې دا څه دي ؟ تا چرته په زمکه کښې ښخه کړي ده چې ته مړه شې او بيرته راشې او مور بيا تنګه کړې “
ايزنما خپلې مور پله وکتل د چا چې سترګې د غم او الم نه تکې سرې وې او په ايزنما ښخې وې .
” شابه کنه زر کړه جواب ورکړه کنه ” اوکونکو وغريدو څوک چې نزدې ولاړ و ټول ټبر هلته موجود و د نزدې ګاونډيان هم ولاړ و .
” دا ما ته حواله کړه او ته ئي پريږده ” حکيم په يخه او نرمه لهجه کښې ووئيل او بيا ئي ايزنما ته مخ کړو .
” وايه ! تا خپله آئي وا کوم ځاے ښخه کړي ده ؟؟”
” هم هلته کوم ځاے چې واړه ماشومان ښخولې شي ” هغې جواب ورکړو او خاموش تماشبينو په خپلو منځ کښې ګړه بړه شروع کړل .
” ښه ! نو بيا ما ته هغه ځاے وښايه ” حکيم وئيل او خلک ايزنما پسې روان شول .
اوکاګبوے هغې سره نزدې ولاړ و ، ورسره خوا کښې اوکونکو او ورسره خوا کښې ايګويفي ولاړه وه . ايزنما چې څنګه په منځه لاره روانه شوه نو لږ ساعت پس ګس لاس ته واوړيده لکه چې چينې پله ځي .
خو تا خو وئيل چې هغه ځاے چرته چې ماشومان ښخيږي .” حکوم ووئيل . “نه” ايزنما په نه کښې جواب ورکړو او په داسې چلن روانه شوه چې ښه برابر شوخي ئي لرله . هغې به کله منډه کړه او کله به ودريده او ټول خلک ورپسې ښه په خاموشۍ سره روان وو . د چينې نه د اوبو منګي ډکونکي ښځو او جينکو چې دومره لوے رش وليده نو حق دق اريان دريان شول خو چې په اوکاګبوے ئي نظر پريوت نو پوهه شول چې معامله د اوګبانے ده او ټولو ايګويفي او د هغې د بچو نه ښه خبردار وو . هغوي چې کله هغه لويو بوټو ته ورسيدل نو ايزنما په هغې کښې ورننوته. د ورکوټي قد له کبله هغې په بوټو کښې منډې وهلې شوې . د اوچو پاڼو او خرانګو اوازونو په ځنګل کښې خاموشي ماتوله. هغه نوره هم ونو بوټو ته ورننوته او نور خلک هغوي پسې ورننوتل . بيا ناګاهانه هغه واپس سړک پله ووتله خلکو هغه همغسې پریښودله او خپله هم ورپسې شول .
“که ته مونږ هم دغسې چورلوے را چورلوے نو عقل به درته وښايم.” اوکونکو ايزنما ته ګواښ ورکړه .
“ما درته وئيل کنه چې دا ما ته پريږده چې دې سره به څه کوے؟؟” اوکاګبوے ووئيل
ايزنما په سړک بيرته راغلي وه هغې اخوا ديخوا وکتل او بيا په ښي لاس روانه شوه او دغسې هغوي ټول بيا کور ته ورسيدل .
“تا خپله اي آوا کوم ځاے ښخه کړي ده ؟؟” اوکاګبوے د ايزنما نه هغه وخت پوښتنه وکړه چې هغه کله د خپل پلار اوبي مخې ته ودريده . د هغې په لهجه کښې ډير اعتماد و .
“هغه نارنجي بوټي سره خوا کښې” ايزنما ووئيل
“نو مخکښې دې ولے نه وئيل به بختې د اکالوګولي لورې؟” اوکونکو د غصې نه تک سور شو خو حکيم د هغه خبره نظر انداز کړه او هغې ته ئي ډير په نرمۍ سره وئيل
” هله شابه ما ته سم سم حال ووايه هغه ځاے راته وښايه”
“دلته” هغې يو بوټي ته اشاره وکړه . “ورشه شابه ګوته پرې کيږده” اوکاګبوے وئيل او هغې د زمکې په يوه ټوټه ګوته کيښوده . اوکونکو غصه ولاړ و او اوکاګبوے د کدال راوړلو حکم وکړو . تر څو چې ايګويفي کدال راوړلو هغه د چيلۍ څرمنې جوړه تيلۍ په زمکه کيښوده هغه ځان سم کړه د بدن خپله لويه کپړه ئي اخوا کړه صرف لاندې پاجامه ئي پاتي شوه او چې کدال راورسيد هغه سمدستي زمکه کنستل شروع کړه .
error: Content is protected !!