Things Fall Apart – Chinua Achebe – Chapter 10

ناول بدلون
لسم باب اوله برخه

لویې ګڼې ګوڼې به د کلي په ايلو (میدان) کښې هغه وخت راټولېدې چې د نمر تودوخه به لږه کمه شوې وه او نور به د بدن د پاره ځوروونکې نه وه. ډېر پروګرامونه به هم د ورځې په هم دې وخت کښې ترسره کېدل نو که څه هم ویل کېدل چې دا به “له غرمنۍ ډوډۍ وروسته” شروع کيږي خو هر څوک پوهه وو چې مطلب دا دے چې ډېر وروسته به هغه مهال چې د نمر تاوده نرم شوي وي کيږي.
د خلکو له ناستې او ولاړې نه څرګنده وه چې دا پروګرام د سړو لپاره وو. که څه هم ښځې ډېرې وې خو هغوی د لرې نه لکه د پردیو په شان کتل. مشران او سپين ږيري په خپلو کرسيو ناست وو او د مقدمې د شروع کیدو انتظار ئې کولو . د هغوی مخې ته د کرسیو یو قطار ایښی و چې هېڅوک پرې نه و ناست. هغه نهه وې. له دې کرسیو نه لږ واټن اخوا دوه وړی ډلې خلک ولاړ وو. د مشرانو په لور مخامخ په یوه ډله کښې درې سړي وو او په بله کښې درې سړي او یوه ښځه. هغه ښځه مګبافو وه او له هغې سره درې سړي ئې وروڼه وو. په بله ډله کښې د هغې څښتن اوزولو نومې او د هغه خپل خپلوان ولاړ وو. مګبافو او وروڼه ئې لکه د مجسمې غلي ولاړ وو . خو اوزووولو او خپلوان ئې سره پټ پټ غږېدل. داسې ښکارېدل لکه ورو ورو غږېږي خو په اصل کښې ئې په لوړ اواز خبرې کولې. په ټوله ګڼه ګوڼه کښې هر څوک په خبرو بوخت وو لکه بازار چې وي. له لرې نه شور یو ژور ګونګ اواز و چې باد به وهه.
ناڅاپه د اوسپنې جرس وټنګولې شو او په خلکو کښې د تمې یوه چپه خپره شوه. ټولو د اېګوګو کور خواته وکتل. ګومه، ګومه، ګومه، ګومه د جرس اواز پورته شو او یوه پیاوړې شپېلۍ تېز، نری غږ پورته شو . وروسته د اېګوګو غږونه راغلل ستغ او وېروونکي. دا چپه چې ښځو او ماشومانو ته ورسېده هغوی شاته وتښتېدل. خو دا تښتېدل يوه شېبه وو ځکه چې هغوی لا له وړاندې دومره لرې ولاړ وو چې که کوم اېګوګو د هغوی په لور ورمات شو نو د تښتېدو ځای به یې لرلو.


بيا ډرم وټنګولې شو او شپېلۍ وغږېده. د اېګوګو کور اوس د رپېدونکو غږونو یو ګډوډ شور و. “آرو اوییم دې دې دې دې!” فضا ډکه کړه لکه چې د نیکونو ارواګانې چې له ځمکې تازه راوتلې وې. په خپلې پټې ژبې سره یو بل ته سلام کوي. هغه د اېګوګو کور چې ارواګانې ترې راوتلې ځنګل ته مخامخ و، له خلکو نه شا اړولی. خلکو یوازې د هغه شا لیده چې په رنګارنګ نقشونو او انځورونو ښکلې شوې وه کوم چې ټاکل شوو ښځو به په ټاکلو وختونو کښې رنګول. خو دغو ښځو هېڅکله د کوټې دننه نه وو ليدلي. هېڅ ښځې به دننه نه کتل. هغوی به د سړو تر څارنې لاندې یوازې د باندې دیوالونه پاکول او رنګول. که ئې د دننه په اړه څه تصور کولو هم نو هغه به ئې له ځان سره ساته. هېڅ ښځې به د قبیلې د تر ټولو پیاوړي او پټ په پټه په دې اړه پوښتنه نه کوله.
“آرو اوییم دې دې دې دې!” د تړلې تورو تیارو ډکې کوټې چاپېره لکه د اور لمبې تاوېده. د قبیلې د نیکونو ارواګانې راوتلې وو
اوس د اوسپنې جرس پرله‌ پسې وهل کېده او شپېلۍ، چې تېزه او زوروره وه د ګډوډ شور په سر لکه یو نری خو تيز غږ پورته کيده .
او بيا اېګوګو راڅرګند شول. ښځو او ماشومانو په لوړ اواز چغه کړه او منډې ئې کړې. دا یو فطري کار و. کله چې به اېګوګو ښکاره شو نو ښځه به بې اختیاره وتښتېده. او هغه ورځ چې د قبیلې نهه ستر نقاب‌ لرونکي ارواګانې یوځای راووتلې نو دا یو وېروونکی منظر و. حتی مګبافو هم منډه کړه او وروڼو ئې په زور ودروله.
له دغو نهه اېګوګو نه هر یو د قبیلې د یو کلي نمايندګي کوله. د هغوی مشر ته “ایول فارسټ” وئیل کېده. د هغه له سر نه لوګی پورته کېده.
د اوموفیا نهه کلي د قبیلې د وړومبني پلار له نهه زامنو نه رامنځته شوي وو. ایول فارسټ د اوموئېرو کلي نماينده و، یعنې د اېرو د اولاد نمايندګي ئې کوله چې د هغو نهه زامنو مشر و.
“اوموفیا کوېنو!” مخکښې اېګوګو چغه کړه او د رافیا له بازوګانو سره ئې هوا ټېل وهله. د قبیلې مشرانو جواب ورکړ: “یاو!”
“اوموفیا کوېنو!” “یاا!”
“اوموفیا کوېنو!” “یاا!”
بيا ایول فارسټ د خپل شرنګېدونکي امسا تېره څوکه په ځمکه کښې وټومبله. ځمکه رپېده او شرنګېده، لکه کوم فلزي ژوندے شے چې پکښې خوځښت کوي. هغه له تشو کرسیو نه یوه ونیوله او نور اته اېګوګو د مشرتابه په ترتیب ورپسې کښېناستل.
د اوکونکو مېرمنو، او ښائي نورو ښځو هم، کېدای شي پام کړے وي چې دویم اېګوګو د اوکونکو په شان ټوپ وهونکی قدم لرله. کېدای شي دا هم ورته ښکاره شوې وي چې اوکونکو د هغه مشرانو او سپين ږیرو تر منځ نه و ناست چې د اېګوګو شاته پراته وو. خو که ئې دا خبرې په زړه کښې راوړې هم وې، له ځان سره ئې وساتلې. هغه اېګوګو چې ټوپ وهونکی تګ ئې لرلو د قبیلې له مړو پلرونو نه یو بلل کېده. هغه ډېر وېروونکی ښکارېده. د لوګیو تورې شوې رافیا جامې ئې اغوستې وې یوه لویه لرګینه څېره ئې لرله چې سپین رنګه شوې وه پرته له ګردو تشو سترګو او سوځېدلو غاښونو نه چې د سړي د ګوتو په اندازه لوے وو. په سر ئي دوه پیاوړي ښکرونه ولاړ وو.
کله چې ټول اېګوګو کښېناستل او د هغوی په بدنونو تړل شويو وړو زنګونو او شرنګېدونکو څيزونو اوازونه ورو ورو ودرېدل، ایول فارسټ د هغو دوو ډلو خلکو ته مخ واړولو چې ور مخامخ ولاړې وې.
هغه وویل: “د اوزولو بدنه، سلام درته وایم.” ارواګانې به انسانانو ته تل “بدنونه” ویل. اوزولو ښکته شو او د اطاعت په نخښه ئې خپل ښے لاس ځمکې ته ورسولوه.
هغه وویل: “زموږ پلاره، زما لاس ځمکې ته ورسېد.”
اروا وپوښتل: “د اوزولو بدنه، ته ما پېژنې؟”
اوزولو وویل: “زه څنګه کولے شم چې تا وپېژنم، پلاره؟ ته زمونږ له پوهې ماورا ئې .”
بيا ایول فارسټ بلې ډلې ته مخ کړ او د درې وروڼو له مشر سره ئې خبرې وکړې.
“د اودوکوی بدنه، سلام درته وایم.” اودوکوی ښکته شو او ځمکه یې لمسه کړه. وروسته اورېدنه شروع شوه.


اوزولو مخامخ شو او خپله دعوه ئې وړاندې کړه:
“هغه ښځه چې هلته ولاړه ده، زما مېرمن مګبافو ده. ما هغې ته په خپلو پیسو او خپلو یامو واده کړے دے . زه په خپلې خسرګنۍ هېڅ پور نه لرم. نه یام پرې پوروړی یم او نه څه کویام. یوه سحر درې تنه ترې زما کور ته راغلل، زه ئي ووهلم او زما مېرمن او ماشومان ئي بوتلل. دا پېښه د بارانونو په موسم کښې وشوه. ما بې ګټې انتظار وکړ چې مېرمن مې بېرته راشي. بالاخر زه خپلو خسرګنۍ له ورغلم او ورته ومې ویل: ‘تاسو خپله خور بېرته بوتلي ده. ما نه ده شړلې، تاسو خپله بوتلي ده. د قبیلې قانون دا دے چې تاسو باید د هغې ولور بېرته راکړئ.’ خو د مېرمنې وروڼو راته وویل چې موږ درته څه نه لرو. نو ځکه مې دا قضیه د قبیلې پلرونو ته راوړې ده. زما خبره خلاصه ده. سلام درته وایم.”
د اېګوګو مشر وویل: “ستا خبرې ښې دي. اوس به اودوکوی واورو. کېدای شي د هغه خبرې هم ښې وي.”
اودوکوی لنډ قد او غوښن سړی و. هغه مخې ته راغی، ارواګانو ته ئې سلام وکړ او خپله کیسه یې وکړه:
“زما خسر تاسو ته وویل چې مونږ د هغه کور ته لاړو، هغه مو ووهلو او خپله خور او د هغې ماشومان مو راوستل. دا خبره رښتیا ده. هغه دا هم وویل چې د خپلې خور ولور بېرته اخیستلو ته راغی او مونږ ورنه کړ. دا هم رښتیا ده. خو زما خسر، اوزولو، یو ځناور دے. زما خور نهه کاله له هغه سره ژوند وکړ. په دې کلونو کښې داسې یوه ورځ هم نه ده تېره شوې چې هغه ښځه ئې نه وي وهلې. مونږ بې شمېره ځله هڅه کړې ده چې د هغوی شخړې هوارې کړو او هر ځل اوزولو ګناهګار و—”
اوزولو چغه کړه: “دا دروغ دي!”
اودوکوی خپله خبره جاري وساتله: “دوه کاله وړاندې، کله چې هغه امېد واره وه، هغه دومره ووهله چې ماشوم ئې ساقط شو.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!