يوه ورځ ئي يو ګاونډي اوکوے د هغه ليدو له راغلے . اونوکا په هغه وخت کښې د خپلې کچه جونګړه کښې د خاورو جوړ کړي چپرکټ باندې پروت وه او شپېلۍ ئي غږوله . د اوکوے په ليدو سمدستي د چپرکټ نه پاڅيده او ورسره ئي ستړي مه شي وکړ . د مصافحې نه وروستو اوکوے د ترخ نه د چيلۍ د څرمنې جوړ بالښت راويست او د پاسه پرې کيناست. اونوکا د کچه جونګړې يوې کوټې ته ننوت او د لږ ساعت نه پس ئي د لرګي جوړه کړي يوې مجمعې کښې کوله ، مګرمچ ، مرچ او د سپين چاک ټوټې راوړې .
” ما سره کوله ده . ” کيناستو سره ئي هغه ته ووئيل او مجمع ئي هغه پله وړاندې کړه .
” تشکر . چا سره چې کوله وي ، هغه د ځان سره ژوند راوړي . خو زه وايم تا له پکار دي چې دا ته ماته کړې “
اوکوے مجمع د هغه طرفته بيرته ديکه کړه .
” نه ! دا هم ستا ده . دا زما د طرفه “
او دغسې ډ يو څو لحظو د پاره د دواړو په منځ کښې هم دغه تکرار وچليده . عن تر دې چې اونوکا دا خپله عزت افزايي وګڼله او قبوله ئي کړه چې کوله به هغه ماتوي . هم په دغه وخت کښې هغه د چاک ټوټه پورته کړه ، په زمکه ئي يو څو کرښې ووهلې او بيا ئي په خپله کټه ګوته سپينې نښې وکړې . کله چې اونوکا کوله ماتوله نو د خپل ابا او نيکونو نه د خپل ژوند ، صحت او د دښمنانو نه د حفاظت دعا هم وغوښتله . د خوراک څښاک نه وروسته په مختلفو موضوګانو خبرې اترې وکړې. د تيز بارانونو چې د شکر قند فصلونه ئي بربادول . په راتلونکي وخت کښې د پلرونو د روحونو د ميلې متعلق او د هغې جنګ ذکر سره چې د مباينو کلي سره بس ډير زر دے ، چالو کيدو والا ؤ خو ولے هغه ته د جنګ بابله خبرې اترې بيخي خوند نه ورکاوه ځکه چې هغه يو ډير ويره اخيستونکے انسان وه د چا چې وينه ليدلو نه سخته کرکه کيده ځکه هغه خبره بدله کړه او د موسيقۍ خبره ئي را واچوله چې ورسره ئي په مخ څه عجيبه شانې مسکا راغله . هغه د خپل ذهن په غوږونو د اکوی اودو او اګيتي نومې د سازونو سره د وينې ګرمولو پيچلي نغمو غږونه اورېدل خوښ ؤ چې په منځ منځ کښې ئي پکښې خپله شپيلۍ هم غږوله . په هغوي ئي يوه خوږه خو غمجنه ترانه واو روله. دا ټول غږونه د يو بل سره ګډوډ شول
دا مجموعي تأثر زړه راښکونکے او تيز وه خو که څوک د شپيلۍ غږ بيل واوري بغير د څه نورو آلاتو نه څنګه چې هغه ښکته پورته کيږي او بيا په وړو وړو ټوټو کښې تقسيم شي نو په هغې کښې يو ژور غم او درد پټ وي چې څوک څوک ئي محسوسولے شي .
اوکوے هم پخپله يو ښه موسیقار وه .
هغه به د اوګيتي نومې يو دوديز ساز غږولو خو د اونوکا پشان يو ناکامه سړے نه وه . هغه د خوږو کچالانو يو لوے ګودام لرلو او درې ئي ښځې وي . او اوس خو د ايډميلي نومې يوه خطاب هم ورته ميلاويدونکے وه کوم چې د خپلې علاقې دريم لوے اعزاز ګڼل کېده . دا يو ډير ګران او مشکل رسم وه او ددې د پاره هغه خپله ټوله سرمايه راټولوله . په حقيقت کښې هغه هم ددې غرض د پاره اونوکا له راغلې وه . هغه مرۍ صفا کړه او ګويا شه :
د کوله د پاره تشکر ! بايد تا اوريدلي وي چې ډير زر ما ته يو اعزاز ميلاويدونکے دے .
تر اوسه هغه سپينې خبرې وکړې اوکوے باقي نورې خبرې په متلونو کښې وکړې . په اګوبو قبيله کښې خبرې کول يو لوې فن او مهارت ګڼل کېده او متلونه خو د تيلو او روغن پشان تصور کيده چې په هغې کښې لفظونه هضمولے شي . اوکوے يو ډير چرب زبان سړے وه او هغه تر ډيره وخته خبرې وکړې د خپلې موضوع نه ګير چاپيره تاويده را تاويده او په آخره کښې ئي خپله مدعا بيان کړه اونوکا نه هغه خپلې هغه دوه سوه کاوري سکې و غوښتلې کومې چې هغه ، هغه له دوه کاله مخکښې د قرض په توګه ورکړې وې . اونوکا ته اندازه ولګيده چې د هغه دوست څه غواړي نو په زوره زوره ئي خنده شروع کړه. د هغه آواز لکه د اوګيتي د آواز پشان لوړ وه عن تر دې چې د هغه په سترګو کښې اوښکې راغلې . د هغه ميلمه حق دق اريان دريان پاتې شه . په آخره کښې اونوکا د خنده په منځ کښې د جواب ورکولو کوشش وکړه .
هغه ديوال ته لږ وګوره ! ” د خپلې جونګړې هغه ديوال ته ئي اشاره وکړه چې د سرې خاورې ليو پرې شوے وه او د نمر د رڼا له کبله ښه روښانه ښکاريده . ” ددې چاک کرښو ته وګوره ” اوکوے په چاک جوړ شوي کرښو ته وکتل . څه پکښې وړې وړې نيغې کرښې وې چې په کوټڼو کښې بندې وې او دا په تعداد کښې پينځه وې . په دې کښې د ټولو نه ورکوټي کوټڼۍ کښې لس کرښې وې . اونوکا په خبرو کښې ښه چرب زبان وه او خبره ئي ښه مږلې را مږلې شوه نو سمه ئي ومږله . دا هنر په هغه کښې قدرت اچولے وه نو هغه ځکه يوه لحظه غلے وه . د نسوارو يوه چونډۍ ئي جوړه کړه او يو اوږد پرنجې ئي وکړه بيا ګويا شو .
دلته هره خانه يو پور دے او هره يوه کرښه يوه کاوري سکې لره ظاهروي . ته دا وګوره زه دده د زرو کاوري مقروضه يم خو ولے بيا هم هغه روزانه هر سحر ما د خوبه نه راپاڅوي. .زه به ستا پور هم خلاص کړم خو نن نه .
زمونږ مشران وائي چې نمر اول په هغه خلکو خپلې وړانګې غورځوي څوک چې نيغ ولاړ وي ، په هغه خلکو خپلې وړانګې نه غورځوي څوک چې هغوي ته ټيټ پراته وي . زه به اول لوې پورونه خلاصوم بيا به واړه . ” هغه يو ځل بيا د نسوارو چونډۍ جوړه کړه لکه چې هم دا د لوې پور ادا کول وي . اوکوے د چيلي د څرمنې جوړ کړے بالښت را ونغښتل ، په ترخ کښې ئي ونيوله او لاړو .
کله چې اونوکا مړ شه نو د هغه په نصيب کښې هيڅ کوم يو خطاب نه وه رسيدلے . هغه تر مرۍ مرۍ د قرض پوره ډک وه . نو څه تعجب دے چې د هغه زوے اوکونکو په هغه شرمنده وه ؟ د خوش قسمتۍ خبره دا وه چې د هغوي په دود دستور کښې د هر وګړي قدر عزت د هغه د خپل ذات سره کيده . هر وګړي خپل حيثيت لرلو نه چې د هغه د پلار يا بل مشر د کارونو په سبب . دلته اوکونکو په يقين سره د لويو لويو کارنامو د پاره پيدا شوے وه . هغه لا ځوان وه او په نهه کليو کښې يو لوے پهلوان په حيث مشهور شه . هغه يو شتمن زميندار وه . هغه سره دوه ګودامونه ډک ؤ او کور ته ئي دريمه ناوي هم راوستي وه او په تيره تيره دوه اعزازونه ئي هم په خپل نوم کړي ؤ او د دوو قبيلو تر منځه په جنګونو کښې ئي هم ښه ميړانه ښودلي وه . که هغه لا ځوان وه ولے بيا هم خپل قسمت ترې يو لوے انسان جوړ کړے وه . د هغه په قوم کښې د عمر په لحاظ سره عزت ضرور کيږي ولے بيا هم کامران انسان لره د قدر په سترګه کتل کيږي او هغه دغه قدر او احترام ګټلے وه . د مشرانو خبره چې
ډیره خواری دې کړې ده وروره. الله تعالی دې توان زیات او قلم تاند ساته. آمین
د لیکوال د مدیر صیب مننه چې نه یوازې لیکنې په ښه املا او انشا کښې لیکي بلکه ورسره د لیک مطابق عکسونه هم پېدا کوي .
سر جهان عالم صاحب او سر فيروز افريدي صاحب ستاسو د داد او ډاډ ډيره ډيره مننه کوم ستاسو ډاډ او داد به مې قلم تاند ساتلو ته هر وخت چمتو ساتي
ډير زبردست خو چې دا لړۍ دوامداره اوساتې نو ــــ ځماپه خيال چې پښتو کښې د داسې قسمه ژباړو ضرورت زيات دے ــنور هم اوځليږي ـ👍
ډير زبردست خو چې دا لړۍ دوامداره اوساتې نو ــــ ځماپه خيال چې پښتو کښې د داسې قسمه ژباړو ضرورت زيات دے ــنور هم اوځليږي ـ👍