پښتو ژباړه : شاه نواز خټک
کاظم خان شېدا
د ايچ .جي راورټي کتاب( سيليکش فرام پشتو پوئيټري ) چې په 1880 ميلادي کال کښې په وړومبي ځل چاپ شوې ؤ بيا په 1978 کښې چاپ شو د کاظم خان شېدا په اړه څو پاڼې ليکلې چې د ھغه د ژوند په حقله ترې څرګندونه کيږي چې د يو تاريخي سند حيثيت لري . ورسره يې د ھغه ځنې کلام په انګليسي ژبه کښې هم ژباړلي .دې کتاب کې د کاظم خان شېدا د ژوند په اړه چې څه ليک شوې دې د ھغې ژباړه لاندې اولولئ .
کاظم خان د محمد افضل خان چې د خټکو قبيلې مشر ؤ زوی و، او د پښتو ژبې د څو پراخو او ارزښتناکو نثري آثارو ليکوال ؤ. محمد افضل خان د شاعر اشرف خان زوی ؤ، او له همدې امله کاظم خان د خوشحال خان خټک کړوسی ؤ . هغه د هجري ۱۱۳۵ کال (ميلادي ۱۷۲۲) نه پنځه کاله روستو موده کښې زېږېدلی ؤ. د پلار تر مړينې وروسته د قبيلې مشري د کاظم خان مشر ورور، اسدالله خان، ته ورکړې شوه او ھغه لکه د ختيځ ملکونو په دود دا ټيک ګڼله چې روڼه او نزدې خپل خپلوان په دباو کښې اوساتې .
| دا شاعر تر حسن ابدال پورې، چې له اټک ختيځ ته څو ميله لرې ده، د سيل لپاره راغلے ؤ، هلته د خپلو خپلوانو او دوستانو سره يو ځای شو، خو بيا هم د اباسين نه اخوا خپل د خټکو وطن ته ستون نه شو، او بېرته رامپور ته ولاړ |
کاظم خان لا ځوان ؤ د خپل مشر رور د جبر په ضد غلے ؤ خو د ھغه نه يې ځان بئېل کړو تر دې چې د خپلې برخې جاګير يې ورته ھم پريښودو . اسدالله خان د نورو روڼو په نسبت کاظم خان په ظاھره ځان ته د راجوختولو هڅه کوله چې د ھغه په حقله کاظم خان کومه ويره يا خدشات لرل ھغه لرې کړې شي . کاظم خان ته يې اضافي جاګير ھم ؤمنلو او د يو تره د لور سره يې د رشتې خبره هم وکړه . کاظم خان چې د خپل نيکه د ھغه ځامنو تر ميځ د دشمنۍ او تربګنۍ او قيصې اوريدلي او کتلي وي د ده شک د خپل مشر رور د عناياتو په وجه د مخکې نه هم سېوا شو او په خاموشۍ سره له خپل کوره وتښتيدو .ځينې وايي چې ده ته د تره لور چې په نامه کړې شوي وه خوښه يې نه وه او نه يې غوښتل چې واده ورسره وکړي . ھغه خپل رور ته ھم وويل چې دا رشته ؤنشي . د ده رور اسدالله خان په ھر صورت دا غوښتل چې دا رشته وشي او کاظم خان ته يې د تره لور د نکاح د پاره په نوم کړه . هر صورت چې ؤ، کاظم له کوره ووت او سرګردانه شو . څو کاله يې کشمير کښې تير کړل چې ھلته ده کافي ذدهکړه وکړه . د دغه ځايه سرھند ته لاړ . هغه په هند کښې ډېر کلونه تېر کړل او بيا د رامپور ښار ته ولاړ، چيرې چې پاتې شو او د خپل عمر زياته برخه يې هلته تيره کړه.

د هغه ورور، اَسدالله خان، څو ځله خپلو باور وړ ملګرو ته وويل چې کاظم خان دې بيرته خپل وطن ته راولي، خو دا هڅې بېنتيجې پاتې شوې. يو ځل دا شاعر تر حسن ابدال پورې، چې له اټک ختيځ ته څو ميله لرې ده، د سيل لپاره راغلے ؤ، هلته د خپلو خپلوانو او دوستانو سره يو ځای شو، خو بيا هم د اباسين نه اخوا خپل د خټکو وطن ته ستون نه شو، او بېرته رامپور ته ولاړ.
| دا شعرونه په ابجدي ترتيب سره په يو جلد کښې ، د هجري ۱۱۸۱ کال (ميلادي ۱۷۶۷) په کال کښې راغونډ شوي . دا باور شته چې دا هماغه يوازينۍ نسخه ده چې کله هم ليکل شوې وي |



وی ډیر ښکلے لیک چي د تاریخ یوه پانړه ئ پړکوله. کاظم خان شیدا د پښتنو نه ګیله من لاړ وو خو د دغه رنګ لیکونو په وجه به پښتانه ورته توجه وکړي . د تاریخ دا پانړه په ډیر ادبي انداز کې محفوظه شوه
ډير بشپړه معلومات