خاموشي حاکمه وي، خو دا خاموشي خبرې کوي. باد نغمه شي، سیوری خوځېږي، او د سپوږمۍ له نور سره هر څه ته یو ناويلي ژوروالے ورپېښ شي. دا لحظه د محبوب سترګو ته کتل وي، بې له دې چې یو لفظ ووايي، هر څه وایي.
په دا رنګه شپې کښې، د انسان زړونه نرمېږي، شاعري پیدا کېږي، یادونه راژوندی کېږي، او هغه مینه چې شاید د ورځو شور کښې ورکه وي، بیا راژوندۍ شي. دا د فطرت شاعرانه ساعتونه وي، چې رومان پکښې نه یوازې احساس کېږي، بلکې تنفس کېږي.
کنې تياره د دې خلکو د پاره يوه مبهمه ويره وه . . . عن تر دې چې ښه مضبوط نه مضبوط او زړه ور نارينه به هم ترې يو ډول ژوره بې باوري محسوسوله . ماشومانو ته به خپلو ميندو او پلرونو وئيل چې په شپه کښې شپيلي مه وهئ بيا بد روحونه راپاڅي . هغه حيوانات چې د انسان نه د ويرې له کبله به د ورځې منډې وهل چې خپلو سوړو ته ورسي ، هغوي به هم د شپې لا ویرونکي ، لیونیان او پټ پټ اسرار ښکاره شول .د شپې مار ته به چا د “مار ” په نوم د رابللو جرات نه شه کولے او که چا به د مار ذکر کول غوښتل نو د مار په ځاے به ئي لفظ د رسۍ کارولو ځکه چې خلکو باور لرلو چې که د شپې ئي څوک نوم واخلي نو مار به خپل نوم واوري او را به شي .
يوه شپه چې د سپوږمۍ رڼا په هر لور خوره وه او هر څه ئي بيخي بدل کړي وو . د ماشومانو په لوبو لوبو کښې د خوشالۍ نارې په کهلاو ځايونو کښې اورېدې شوې نو بل طرفته ځوانان هم جوړه جوړه په کهلاو ميدانونو کښې لوبې کولې او مشرانو سړيو او ښځو د دوي په ليدو خپلې خپلې ځوانۍ يادولې لکه څنګه چې د ايګوبو خلک وائي چې
کله چې سپوږمۍ ځليږي ، شل ګوډ هم د قدم وهلو تمنا کوي .خو د تور تم دغه شپه بيخي خاموشه وه . د تورتم توره شپه له پامه غورځېدلی راز دے، یوه داسې پرده ده چې تر شا ئي د کایناتو ژورې خاموشي ، ناویلي اسرار، او د زړه نا معلومې خبرې پټې وي. دا شپه، چې نه سپوږمۍ لري، نه ستوري، یوازې تورتم لري، د اسرار، ویرې، او تفکر یوه ژوره منظر جوړوي .
هر څه خاموش دي، خو دا خاموشي د خاموشو چغو غوندې ده — داسې غږ چې اورېدلے نه شي، خو زړونه ئي احساسوي. دا شپه، د انسان د باطن عکس ګرځي؛ هر څوک پکښې خپل سیوری ویني، خو نه شي وئيلے چې دا سیوری د ویرې دے، که د انتظار، که د امید ؟؟؟
باد هم دلته احتیاط کوي، لکه له کوم پټې ژورې وېریږي. د ونو سیورې د پردیو نقشو په شان پاشل شوي وي. هر ګام، هر شور، د موجوداتو په زړه کښې درز جوړوي. شپه داسې ښکاري، لکه وخت ودريدلے وي، یا لکه فضا د تنفس نه وي.
دا شپه، د رازونو شپه ده — د هغو یادونو، خیالونو، او دعاو چې نه ویل کېږي، نه لیکل کېږي. دا د عاشق زړه ته نزدې ده، د دروېش مراقبې ته نزدې ده، د شاعر خاموش فکر ته نزدې ده.
ځینې خلک ترې وېرېږي، ځینې ورته دعا کوي، او ځینې ئي خپل کتاب بولي — کتاب چې پاڼې نه لري، خو هر څوک پکښې خپل داستان لولي.
نو د تورتم دغه شپه بيخي خاموشه ؤ واقعي که دغه اعلان کونکي پکښې اعلان نه وې کړې .
ناول په خپل ځائے ښه دے او د ماحول لکه شپه ، خاموشي ، ويره چه بيان کوي نو خپل يو تاثر پريږدي . ګل اکبر خان صيب يې په حقه د ژباړه حق ادا کړے . ډير ښه .
ډېره ښکلې او روانه ژبه کښې مو ترجمه کړے ده ـ لوستلو کښې خوند لري او انسان مزید لوستلو ته تیاروي
ډېره ښکلې او روانه ژبه کښې مو ترجمه کړے ده ـ لوستلو کښې خوند لري او انسان مزید لوستلو ته تیاروي