سوشل ميډيا نه انتخاب
باخبره خبریالان او نړیوال ماهرين د اوربند (جګړې بندولو) په اړه د امریکايي چارواکو بې صبري او د سپینې ماڼۍ اندېښنه څرګندوي، د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، مارکو روبیو د عمان له لارې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره اړیکه نیولې او هڅه یې کړې ده چې هغه د هڅوونکې وړاندیز په ورکولو سره د اوربند په اړه خبرو ته چمتو کړي. په پیغام کښې یوازې یو مستقیم پوښتنه وه:
ایران د جګړې د ختمولو لپاره څه غواړي؟
تهران هېڅ ځواب ورنه کړ.
له لږ ځنډ وروسته، فرانسې هم دیپلوماتیکه لاره یو ځل بیا وازمایله او هماغه غیر معمولي وړاندیز یې بیا تکرار کړ.
دا ځل د تهران ځواب روښانه و:
“مونږ به تر هغو پورې د جګړې د ختمولو هڅه ونه کړو، تر څو چې خپل مهم اهداف ترلاسه نه کړو.”
سره له دې چې ډونالډ ټرمپ او د واشنګټن چارواکي په جګړه کښې د کاميابئ دعوې کوي، خو د پردې تر شا روانې خاموشه دیپلوماتیکې هڅې د ډېرو پېچلو حساب کتاب غمازی کوي.
داسې ښکاري چې امریکا باور درلود چې پرلهپسې فوځي فشار به بالاخره ایران دې ته مجبور کړي چې د شخړې د پای لپاره د واشنګټن په ګټه شرطونه ومني.
خو د امریکايي طممې خلاف، تهران د اوږدې جګړې لپاره چمتو ښکاري. داسې برېښي چې ایران اوس د وېرولو، هڅونې او نړیوالو دیپلوماتیکو فشارونو له پولو هم تېر شوی دی، او په حقیقت کښې دا د خپل ځان او د منځني ختیځ د بقا غوښتنه هم ګڼل کېږي.
تهران ښه پوهېږي چې دومره مناسب نړیوال حالت به بیا ورته په اسانۍ سره برابر نه شي؛ ځکه چې د څو قطبي نړۍ د راختو په دې پړاو کښې د امریکا د پخواني او اوسني مشرتابه یوه لویه برخه د اپسټین سکینډل په جال کښې راګیره شوې او د اخلاقي بحران او فکري زوال له ستونزو سره مخ ده.
له همدې امله جګړه اوس د ستراتیژیک زغم په سیالۍ بدله شوې ده؛ داسې ازموینه چې پکښې دا معلومېږي چې کوم لوری ډېر لګښت ورکولی شي، ډېر فشار زغملی شي او په پای کښې خپل مقابل لوری د تسلیمېدو ته اړ باسي.
په هر حال، د جګړې د میدان د افسانوي کیسو او د ټولنیزو رسنیو د بریا د اعلانونو تر شا روانه اصلي مبارزه ورځ تر بلې روښانه کېږي: دا نه ده چې څوک تر ټولو خطرناک بریدونه کوي، بلکې اصلي ازموینه دا ده چې څوک تر ټولو اوږده موده مزاحمت کولی شي.
داسې ښکاري چې د امریکا د زغم تارونه شلېږي؛ یا به د اسرائیل له لارې د ايټمی بریدونو په کولو سره ځان او نړۍ د تباهۍ تر پولې ورسوي، او یا به د یوې ماتې خوړلې سترې قوې په څېر د خپلې معنوي اولاد اسرائیل لاس ونیسي او له منځني ختیځ څخه به د تل لپاره ووځي.