جنګ که څه هم د انسان د ژوند يو دردناک حقيقت دی، خو داسې ښکاري چې انسان تر اوسه پورې ترې بشپړ خلاصون نه دی موندلی. جګړه له ځان سره درد، وراني، بېکوري او ډېر مصيبتونه راوړي. عام خلک عموماً جګړه نه خوښوي، ځکه چې د جګړې تر ټولو لوی زيان همدوی ته رسېږي. څه به کړې چه جګړه خپله د خلکو تر دروازې راشي او انسان اړ شي چې ورسره مخامخ شي. د روسي انقلابي مفکر ليون ټراټسکي يو مشهور قول دی: “تاسو ښايي جګړه خوښه نه کړئ، خو جګړه په تاسو کې دلچسپي لري ” . يعنې که انسان جګړه نه هم غواړي، بيا هم سياسي او تاريخي حالتونه کله کله جګړه په انسان مسلط شي .
که د نړۍ تاريخ ته وګورو، نو وينو چې جګړو هم تاوانونه راوستي دي او کله کله يې بدلونونه هم رامنځته کړي دي. جګړې له يوې خوا تباهي او مرګ راوړي، خو له بلې خوا کله کله د نوو بدلونونو سبب هم ګرځي. له همدې امله ځينې مفکران جګړه د تاريخ يوه تل پاتې برخه بولي. حتی کله چې سوله وي، ځينې خلک دا سوله يوازې د دوو جګړو تر منځ يوه لنډه وقفه ګڼي. له همدې کبله فلسفيانو تل د جګړې د علتونو او مانا په اړه فکر کړی دی.
د لرغوني يونان فيلسوف هېراکلیټس د جګړې په اړه يو مشهور نظر لري. هغه وايي: “جګړه د ټولو شيانو پلار او باچا ده ” . د ده مطلب دا دی چې د نړۍ بدلونونه د مخالفو قوتونو له ټکره پيدا کېږي. لکه شپه او ورځ، ګرمي او يخني، ژوند او مرګ. همدا تضادونه د نړۍ حرکت او بدلون رامنځته کوي. د هېراکلیټس په نظر جګړه ځينې خلک لوړ مقام ته رسوي او ځينې نور کمزوري کوي. دغه فلسفي وايي جنګ ځينې خلک خدايان ګرځوي ،ځنې انسانان ; ځنې غلامان ګرځوي او ځينې ازاد .
بل يوناني فلسفي افلاطون جګړه ښه کار نه ګڼي. د هغه په اند جګړې اکثر د طمع، واک غوښتنې او ناپوهۍ له امله پيدا کېږي. افلاطون باور درلود چې ژوند او جګړه سره يو ځايي روان وي . وايي صرف مرګ د جګړې احتتام لري . يو ښه او عادلانه دولت بايد هڅه وکړي چې جګړې کمې کړي او د سولې فضا رامنځته کړي.
د افلاطون شاګرد ارسطو وايي چې جګړه بايد هدف نه وي. د هغه په نظر جګړه کله کله د سولې د ساتلو لپاره يوه وسيله ګرځېدای شي. يعنې اصلي مقصد بايد سوله وي، نه چه جګړه.
انګليسي فيلسوف توماس هابز وايي که قوي قانون او حکومت نه وي، نو انسانان به د خپلو ګټو لپاره يو د بل سره جګړه کوي. هغه دا حالت د ” هر انسان د بل انسان پر ضد جګړه ” بولي. له همدې امله هغه د قوي دولت ملاتړ کوي تر څو د انسانانو تر منځ دا شخړې مهار کړي .
جرمن فيلسوف نېچې وايي چې مبارزه او مقابله د انسان د ځواک سبب ګرځي. د ده په نظر انسان د ستونزو او مقابلې له لارې قوي کېږي. که په ژوند کې مبارزه نه وي، نو انسان کمزورې کېږي .