رښتيا رښتيا دي!

په پاکستاني سياست کښې ډېر نوموړي سياستمداران په قول فعل کښې ډېر ډېر تضادات لري چې له امله ئې په ټولنه کښې ذهني انتشار او دوه رنګي خوريږي.دا هم قدرتي امر دے چې کله لوې لوې خلک په دروغو وئېلو او بې ايمانۍ کولو نه شرمېږي نو سړے به د وړو وړو نه څه ګيله وکړي. په دې کچ ما يو ولي خان ليدلے چې په دواړو توکو پوره ختلے دے. چې څۀ ئې په تقريرونو کښې وئېلے دي هم هغه ئې ښه په خلاص مټ ليکلي دي…. او چې څه ئې ليکلي دي نو هغه ئې بيا عملي کړي هم دي.

که ډېر لرې نه ځو او په خپل خواو شا نظر واچوو نو داسې ډېر شخصيات به مو په نظر راشي چې نن يو څه وائي سبا بل څه…. ننے نمونځ ئې په نمرخاتۀ وي نو سبا په نمر پرېواتۀ…په دغسې شخصياتو کښې بيا عمران خان د صف اول “رهنما” دے. درې کروړه نوکريانې …او په عمل کښې شتۀ ملازمين تنخوا پسې ړندول.د شلو لکهو کورونو اعلان کول او خلک دومره مجبورول چې د بجلۍ او ګېس بلونو د پاره خپل کورونه هم ګاڼه کړي.دا وېنا چې پاکستان ته به د بهر ملکونو نه خلک مزدورو پسې راځي خو حقیقت دا دے چې د پاکستان زيات تره خلک په خپل ملک کښې په مزدورۍ پسې تړتکې وهي.

د هر رياست يا نظام حکومت په شا يو نه يو بيانيه يا نظريه ضرور موجوده وي. او رياست يا نظام حکومت کوشش کوي چې هغه عملي کړي . ولې کله چې په پاکستان کښې عمران خان د رياست مدينه غږ پورته کړو نو پکار خو دا وه چې هغه ټول خلک ورسره ملګري شوي وے کوم چې په حقيقت د دې خبرې خواهشمند وو چې په دې ملک کښې دې د مدينې رياست او نظام حکومت وي. خو د بدقسمتۍ نه د وخت پايه انساني مفاداتو په بل اړخ تاو کړه او د مدينې د رياست قايمولو د پاره يو داسې ټيم رامخې ته کړے شو چې په هغوي چا په خپله کوڅه کښې هم اعتماد نه کولو. دا داسې د پرېوتي کردار سياسي رهبران وو چې ټول عمر ئې بارانونو پسې خپل پټي ګرځولي وو.

د‌دې‌عمل به څه نا څه ردعمل خو ضرور راتلو. او هغه داسې راغلو چې نن د پاکستان بچے بچے د پاپولزم د دېو په پنجو کښې داسې راګېر دے چې خپل رهنما ورته د پلار نه هم غوره او خوږ دے.د هغۀ په هره جايزه ناجايزه ئې ړوند ايمان دے. د هغۀ هره خبره ورته د کاڼي کرښه او د تنقيد نه بالاتر ښکاري. په سوشل مېډيا د لېونو يو داسې لښکر همه وقت تيار وي چې د يو شپېلي اشاره ورله پکار ده بيا قام هم کنځي قامي مشران هم .اوس سوال دا دے چې د دې ځوانانو د دې وحشيانه عملونو ذمه وار څوک دي؟ هغه نام نهاد ليډران چې کله خپل ورکران د ټايګر غوندې بې رحمه ځناور په نوم بلي او کله ښه په کهلاو مټ او دنګه غړۍ وايي چې په دنيا کښې دوه قسمه مخلوق دے يو انسان او بل پټان؟ او کنه د دې ذمه وار هغه قوتونه دي چا چې په ټولو سياسي ليډرانو د لښتي تورې خټې ومږلې او صرف يو مخ ئې صفا سوتره تسبې په لاس د “امت مسلمه” آخري نجات دهنده ظاهر کړو؟اوس هر هغه بشر چې دغه نجات دهنده سره ولاړ دے صفا سوتره او سپېځلے دے او چې څوک په دۀ تنقيد کوي د دۀ غلطو ته ګوته نيسي هغه غل، بې ايمانه او کرپټ دے.

د نفرت په سياست کښې دا هم يو مسله وي چې انسان پکښې يو داسې انتها ته ورسي که چرې دے بيا په دروغ او رښتيا کښې فرق معلوم هم کړي خو خپله انا ئې دې نظرياتي شکست منلو ته نۀ جوړوي. دے ټول عمر پړې پورې نښتے وي. او د څه معجزې په انتظار خپل او د خپلو خواخوږو وخت بربادوی. ځکه چې ليډر او رهنما پخپله په اوتو بوتو سر وي نن يوه وايي او سبا بله نو ورکر غريب ته خو ګناه نشته.

بل خوا هم په دې ملک کښې د خان عبدالولي خان غوندې زيرک پوهه او رښتوني ليډران او د هغوي نه راپاتې د سياسي تسلسل دا کړۍ هم د تاريخ يوه نه هېرېدونکې برخه ده. چې د هغوي نظر او نظريه فکر او موقف دومره واضحه وۀ چې د وخت د حاکمانو او زورواکو تورونو الزامونو او زندانونو په هيڅ حال هم بدل نه کړے شو.د باچاخان او خدائي خدمتګاري په نوم ئې د ملکي سياسي تاريخ د سمولو په لړ کښې د برټش ميوزيم ټول تاريخ کنګال کړو او تور او سپين ئې د اولس مخې ته جدا جدا کېښول. د وخت حاکم چې کله په همدغه تور زنداني کړو او د ډېر لاس پښه وهلو نه پس ئې هم په خان عبدالولي خان او د هغه په خپل کړے شوي موقف هيڅ دروغ ثابت نه کړل نو خان ئې باعزته بري کړو او يو بل ته ئې په سترګو سترګو کښې ووئېل چې هو! رښتيا رښتيا دي.

کم و زيات دوه ويشت کاله قېد يې د امن جمهوريت او ترقۍ په خاطر وخوړ خو نه ئې په زندان کښې د ځان د پاره څه رعايت وغوښت او نه پرې په زندان دننه د معمولي غوندې بد اخلاقۍ تور شته. څو ورځې وړاندې د اډياله جېل يو زوړ جېل سپرنډنټ انټرويو کښې وئېل چې د خان عبدالولي خان کردار او اخلاق د داسې اوچت معيار وو چې کله به هم د هغوي د پاره د کور نه چا په ملاقات کښې د خوراک څښاک يا نور د استعمال څيزونه راوړل نو د ملاقات نه پس به ولي خان نېغ خپل بارک ته لاړو او هغه څيزونه به ئې مونږ ته پرېښول چې مونږ ئې ښه په تسلۍ تالاشي واخلو. وائې چې يوه شپه ډېر باران وۀ. ولي خان چې د جېل په کومه احاطه کښې وۀ د هغې چت ډېر زوړ او خراب وۀ. سحر مونږ د جېل عمله چې په راونډ راووتو چې د حال احوال خبر واخلو نو څه ګورو چې د ولي خان سل کښې ګېر چاپېره د باراني اوبو ډنډونه ولاړ دي او د درشل د لاندې هغه بې غمه ځان نه يوه زړا کمبل تاو کړې ده پښې ئې د ديوال په يو تاخ کښې اډانه کړي دي او اودۀ دے. مونږ ترې تپوس وکړو چې خان صېب تاسو په وخت د جېل عملې ته ولې خبر ورنه کړو؟ ولي خان په جواب کښې موسکے شو وئېل ئې نو څه به شوي وو خو تاسو به څوک غريب قېدي يا بې وسه ملازم بره په باران کښې ورخېژولے وۀ هغه به اول شړق شېبې باران وهلے وۀ بيا به ئې نمونيا شوې وه او کېدے شي که خوار د دغه نمونيا نه مړ شوے وے نو ما به ځان چرې هم نه وۀ معاف کړے.

د عمل په لحاظ خان عبدالولي خان د خپل عظيم پلار خان عبدالغفار خان د نظريې يو مجسم تصوير وۀ. کله چې په پېنډۍ لياقت باغ کښې د ولي خان د تقرير په دوران کښې د هغه وخت حکمرانانو په جلسه د ګولو ناتار جوړ کړو نو هر سړي ځان ډډې ته کولو خو خان عبدالولي خان هم په هغه ځاے لکه د غر غوندې ولاړ وۀ چرته نه چې ئې خلکو ته تقرير کولو. پير پګاړا صېب د يوې ډډې نه ورغږ کړو ورته ئې وې ولي خانه! کښېنه ډزې دي. ولي خان مخ ورواړوۀ او په مطمئېنه لهجه کښې ئې ورته ووئېل: پير صېب په داسې حال کښې که ولي خان هم کښېني نو اودرېږي به څوک؟

که نور بېن الاقوامي حالات يو طرفته کړو او صرف د پاکستان او افغانستان په حالاتو او سياسي تغيراتو د ولي خان رايې او تاريخي موقف ته ځېر شو نو او به منو چې واقعي مور دې کښېني او د ولي خان پشان زوې دې راوړي. د پاکستان تقريباً ټول سياسي ګوندونه په افغانستان کښې د روس خلاف د امريکې په کلکه ملاتړ وو او دې جنګ ته ئې جهاد وئیل. ولې د ولي خان فکر و نظر دومره تېز او باريک بين و چې د هغۀداسې ليک داسې تقرير او داسې سياسي نشست نشته چې هم دې جهاد ته ئې سرعام فساد نه وي وئېلي. هم د داسې قسمه رښتيا وئېلو په بروقت اظهار پرې د هغه وخت د مذهب د ټېکدارانو له خوا کله د روس او کله د هندوستان د اېجنټ تورونه لګېدلي وو.خو د وخت دې انصاف ته ګوره چې پروني اتحادونه په مخالفتونو او مخالفتونه په اتحادونو کښې بدل شول. پيرخانې او استانې بدلې شوې.او مفادات نور نور شول نو نن :

نن هم د سياسي الغاو تلغاو او فکري انتشار په دور دوره کښې د ولي خان د فکر ونظر او قول وعمل ملګري ښۀ مطمئېن ، ويښ او بېدار دي. ولې بل طرفته د پاپولزم د دېو په پنجو کښې را ايسار توکليان د عمل او ردعمل د افاقي قانون بر خلاف د يوې داسې کرشمې په طمع ناست دي چې په طبيعي کايناتي نظام کښې ئې هيڅ ګنجايش نشته. يو خوا د ولي خان د معروضي تناظر د تجزياتي طريقه کار شاګردان او بل خوا د هېنډ سم او سمارټ سېلېبرټي نه ګېرچاپېره راغونډ ړاندۀ کاڼۀ توکليان………ګورو چې اوښ په کومه ډډه څملي؟ خو بحرحال رښتيا رښتيا دي!!!

2 thoughts on “رښتيا رښتيا دي!

  1. ډير حقيقت دې بيان کړے دے
    ما وليدل چې پښتانه په يو داسې سياستوال مئين شوي دي چې په قول او فعل کښې تضاد نه بلکې تضادونه لري . دا د پښتنو نفسيات دي چې ښکنځلې خوښوي هم او کوي هم . دروغجن مداري پسې ځي خو رښتوني ته سپک ګوري څنګه چې ئي نفسيات دي همدغسې سړي هسې روان دي نو نتيجه ئي تاسو ته معلومه ده نو
    شکريه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!