نن چې دنيا ته سړے ګوري نو داسې ښکاري لکه د بارودو يوه ډکه کوټه کښې چې چا بې وقوف سړي سګريټ بل کړے وي……… هر طرفته چې ګورې نو د لويو طاقتونو ترمېنځه انډوخر داسې تود دے چې هر لوے مهے پکښې وړوکے مهے لواړ تېروي، او هر وړوکے د بل د لمنې اور ته پکي وهي چې شايد خپل لاسونه تاوده کړي. خو څوک هم دا سوچ نه کوي چې دا اور به آخر د چا خونې سوځوي؟ دا بارود به د چا کور ورانوي؟ د دې نه باوجود هم ړنده کڼه
دنيا د بارودو په زهرژن ډهېري ناسته ده، او لا د پاسه
پرې تيلي هم بلوي، او بيا د مهذب توب دعوې هم کوي.
يو طرف ته د انساني حقونو نعرې او نغارې دي، او بل طرف ته د وسلو بازار ګرم دے. يو خوا امن کانفرنسونه دي، بل خوا د ميزائيلو ازمېښتونه……. دا کومه دوه مخې دنيا ده؟ دا کومه منافقانه سياسي اداکاري ده؟
پوښتنه دا ده چې په داسې الغاؤ تلغاؤ کښې انسانانو ته د پرون نه زيات نن د عدم تشدد ضرورت دے او کۀ نه دے؟ که پرون عدم تشدد يو اخلاقي فلسفه وه، نو نن د انساني بقا ضرورت نۀ دے؟ که پرون دا يو سياسي حکمتِ عملي وه، نو نن دا د انسانيت آخري سهارا ده او کۀ نۀ ده….؟
مونږه وايو چې پړه وړه وکړئ!
مکالمه وکړئ!
خبرو ته کښېنئ!
خو طاقتور وايې چې نه….. زما د سره تېره او خدايا مه کړې دنيا ډېره….. اول به زور آزمائي کېږي، بيا به جرګه کېږي…… هغه د مشرانو خبره : “کۀ يو سړے دوه سوه ککرۍ ورانې کړي خو آخر به جرګې ته کښېني.” خو سوال دا دے چې دا جرګه د دوه سوه ککرو نه پس ته کېږي او په دنيا کښې د کونډو رنډو او يتيمانانو شمېره زياتېږي نو ولې نه چې د دوه خبرو نه پس دې جرګې ته کښېني! چې سبا د ډېرې بربادۍ نه پس لاسونه مروړي او سرونه څنډي راڅنډي نو ولې نه هم نن هر زورور خپل خپل شېطان ته لاړې تُو کړي.
که چرې په عدم تشدد(د مکالمې د لارې)د دې غال غوبل اودرول ممکن نه وي، نو بيا به څه کوو؟ بيا بله لار څۀ ده؟ کۀ نا، هر دوئېم سړے به درئېم ته بډې راکاږي؟ هر ملک به خپله دفاع د بل په تباهۍ کښې لټوي؟ که داسې وي نو بيا دې دنيا د خپل مهذب توب اوور اېکټنګ بند کړي……. ښه په خلاص مټ دې ووائي چې مونږه لا اوس هم د ځنګل د قانون ببر پيروان،او سړي خوارۀ يُو.
.دا به کم از کم اخلاقي جرأت وي
خو اصل مصيبت دا دے چې د دې طاقتونو د خپل مېنځي خونړو لوبو قيمت پنځۀ اتيا فيصده خواره لغړه، او نهره عواميه ادا کوي. هغه عوام چې نه ئې ميزائيل جوړ کړے وی، نه ئې سنکشنونه لګولي وي، او نه ئې د وسلو سوداگرۍ نه ګټه اخستې وي. هسې خو عوام غريبانان سيند راوړي وي او پيربابا لوې کړي وي خو چې کله اور بل شي، نو بيا هم د دوي د کورونو نه لوخړې خېژي، هم د دوي غوښې سوځي، هم د دوي د بچي مکتب ورانېږي.
د سياسي طاقتونو په دې شطرنج کښې عام انسان صرف پېاده دے. چې څومره ډېر ډېر قربانېږي نو هم دومره لوبه چک اچئ. خو سوال دا دے چې تر کومې؟ تر کومې به دا دنيا د خپلو مفاداتو دپاره نسلونه قربانوي؟ تر کومې به انسان صرف په دې ګناه بل انسان وژني چې د هغۀ ژبه، عقيده، نظريه او مفاد ولې زما نه بدل دي؟ حالانکې د قدرت وېش ته وګورئ نو ټول کاينات د تنوع په بنياد جوړ دے. هر څيز د بل نه بدل او ځانګړے دے…..خو يو انسان دے چې همه وقت د خپل همجنس په بربادولو کښې خپله ابادي او وداني ويني.
پاتې شوه خبره د عدم تشدد! نو عدم تشدد کمزوري نه ده. دا د عقل، حوصلې او سياسي بصيرت نوم دے. دا خو د مينې رورولۍ او اخوت رشته پېدا کوي….. تشدد اکثر د هغه چا آخري حربه وي چې دليل ورسره ختم شي. طاقتور ملکونه که رښتيا هم ځان مهذب ګڼي، نو تاريخ په سوونو ځل دا ثابت کړي چې طاقت يواځې د بم او ټېنک نوم نه دے، طاقت دا هم دے چې د غصې په وخت کښې ځان قابو کړې…….د بل په بنيادي حقوقو تروړلو کښې ککړ نۀ شې…….
نن ضرورت دا نه دے چې نورې وسلې جوړې شي،
ضرورت دا دے چې د خبرو اترو جرات پيدا کړے شي.
دا اخلاقي جرات په ځان کښې پيدا کول پکار دي چې هر بشر په وخت دا ومنو: چې مونږه تېروتي يو، مونږه غلط حساب لګولے دے، مونږه د انسانيت د خدمت د پاره نه، بلکې د انسانيت د خدمت په نوم سياست کړے دے. نو پاتې دې راپاتې خو دا نورې نۀ کړې زياتې….!
که دا جرات پيدا نه کړےشو، نو دا د بارودو ډهېرے به يوه ورځ داسې بړق وکړي او داسې اور به واخلي چې بيا به نه لوے پاتې شي نه وړوکے، نه طاقتور نه کمزورے……. اور چې بل شي، نو بيا دې ته نۀ ګوري چې دا آقا دے کۀ غلام…….تور دے او کۀ سپين…. اور صرف سوځول کوي او بس….!
نو عقل دا وايي:
چې د دوو سوو ککرو نه مخکښې جرګه وکړئ!
د دوو ملکونو د تباهۍ نه وړاندې مکالمه وکړئ!
د پنځۀ اتيا فيصده بې وسه انسانانو د راتلونکي دپاره لږ سوچ وکړئ!
ګنې که داسې نه وي، نو بيا دې دنيا ښۀ په کهلاؤ مټ او واز ګرېوان دا اعتراف وکړي چې مونږه لا هم هاغسې د کاڼي د دور وحشيان او سړي خوارۀ يُو — صرف جامې او څهرې مو بدلې کړي دي.