د اسراییل سرکشه او یو اړخیزو پرېکړو او اقداماتو د ټرمپ لپاره ستونزې او اندېښنې زیاتې کړې دي. اسرائیل د ټرمپ لپاره د ستوني هډوکی ګرځېدلی او دا جګړه ورته ستر سرخوږی جوړ شوی دی. د جګړې اثرات اوس په امریکا کې هم محسوسېږي.
ایران په خلیج کښې د امریکا دفاعي سیستم ګډوډ کړی او امریکا یې مجبوره کړې ده چې له خلیجي هېوادونو څخه ووځي. همدارنګه ایران د امریکا سیاسي، فوځي او استخباراتي اهداف په دوامداره ډول په نښه کوي.
د اسرائیل پلوه پالیسیو له امله د خلیجي متحدو هېوادونو ترمنځ له امریکا څخه بېزاري مخ په زیاتېدو ده. امریکا پر ایران برید کړی او خپل متحد هېوادونه یې له خطر سره مخ کړي، خو بیا یې هغوی یوازې پرېښي دي.
په خلیجي هېوادونو کښې د امریکا فوځي شتون د ګټې پر ځای د زیان لامل ګرځېدلی دی. دا فوځي اډې د دغو هېوادونو په دفاع کښې پاتې راغلی دي او برعکس یې هغوی له نورو خطراتو سره مخ کړي دي. ایران د امریکا د موجودیت له امله پر دغو هېوادونو پرلهپسې بریدونه کوي. له همدې امله په دغو هېوادونو کښې د امریکايي فوځ د شتون په اړه بېلابېل شکونه او پوښتنې راپورته کېږي او مخالفت ورځ تر بلې زیاتېږي.
په دغو هېوادونو کښې سخت اضطراب، خپګان او غصه زیاته شوې ده. په خلیجي هېوادونو کښې د امریکا او اسرائیل ضد احساساتو یو لامل دا هم دی چې هلته د اهل تشیع د خلکو د پام وړ نفوس شته. په بحرین کښې اکثریت، په کویت کښې نزدې یو پر درېیمه برخه، په سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر کښې شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ سلنه، او په عمان کښې نږدې ۵ فيصد دي.
د امریکا ولسمشر Donald Trump له سختو کورنیو او بهرنیو فشارونو سره مخ دی. د جګړې پایلې د امریکا او اسرائیل د طمعو خلاف روانې دي. د لومړنیو اټکلونو برعکس، د امریکا او اسرائیل تاوانونه زیات شوي او د جګړې د اوږدېدو احتمال هم ډېر شوی دی.
د کارپوهانو اکثریت پر دې متفق دي چې امریکا د اسرائیل د هڅولو له امله جګړې ته داخله شوه او د جګړې په اړه یې اندازې غلطې ثابت شولې. له همدې امله له یوې خوا د امریکايي پالیسي جوړونکو ترمنځ ناامیدي زیاته شوې او له بلې خوا د اسرائیل او امریکا ترمينځ اختلافات ورځ تر بلې ښکاره او زیاتېږي.
که څه هم د اسرائیل او امریکا هوايي ځواک د ایران پر فضا برلاسی لري، خو د ایران توغندي او ډرونونه پرته له جدي خنډه اسرائیل او خلیجي هېوادونه په نښه کوي او پراخه وراني رامنځته کوي.
د جګړې له امله په نړۍ کښې اقتصادي بحرانونه رامنځته شوي او اثرات یې د نړۍ په هر ګټ کښې احساس کېږي.
جګړه پراخېږي او دا وېره هم څرګندېږي چې ښايي د درېیمې نړیوالې جګړې خدشات څرګنديږی .
د جګړې مخالفت ورځ تر بلې زیاتېږي او په ځانګړي ډول پر امریکا فشارونه زیات شوي چې اوربند ته غاړه کېږدي.
د جګړې د اهدافو په ترلاسه کولو کښې له ناکامۍ وروسته، د ایران د سختو بریدونو او قوي مزاحمت ، او امریکا او اسرائیل ته د اوښتو درنو زیانونو په نظر کښې نیولو سره، ټرمپ هڅه کوي چې د جګړې له دې دلدل څخه د باعزته وتلو لپاره کومه لاره یا بهانه پیدا کړي.
د ټرمپ د غیر ثابت مزاج او بدلېدونکي چلند له امله، له هغه څخه هر وخت د هر ډول اقدام طمعه کېدی شي.