د اسرائیلي فوځ ناکامی او که بې نظمی

د اسرائیلو د کورنیو ښارونو، په ځانګړي ډول د تل ابیب او حیفا څخه راتلونکې خبرونه اوس دې ته اشاره کوي چې هلته منظمه سول نافرماني (Civil Disobedience) او د فوځ نظم اوړ ډسپلین ماتېدو ته نزدی شوی دی.

کله چې له ۲۰۰ څخه زیاتې ودانۍ د خاورو سره خاورې شی او دفاعي نظام (Iron Dome) په غټه توګه ناکام شي، نو دا طبیعي ده چې خلک په دولت خپل باور له لاسه ورکړي.
د اوسني حالت له مخې د کورني ګډوډۍ څو مهم اړخونه دا دي:

۱. د فوځ او پولیسو ترمنځ تصادم..
د بغاوت بوی: د اسرائیلي رسنیو او ټولنیزو ايجنسو له مخې داسې راپورونه شته چې د ریزرو ځواکونو (Reservists) ګڼ شمېر سرتېرو د دندې لپاره حاضرېدو څخه انکار کړی دی. د هغوی دریځ دا دی چې کله مشرتابه (نتنیاہو او ولسمشر) خپله نه ښکاري، نو دوی ولې خپل ژوند په خطر کښې واچوي؟

د پولیسو تاوتریخوالی:
د تل ابیب په کوڅو کښې د خلکو او پولیسو ترمنځ نښتې شوي دي. خلک په بنکرونو کښې د اسانتیاو د کموالي او د حکومت د “چوپتیا” پر ضد احتجاج کوي.

۲. د بې‌ځایه شوو خلکو بحران (Internal Displacement)
له شماله تر مرکزه: د حزب الله د بریدونو له امله له وړاندې نه میلیونونه اسرائیلي د شمالي سیمو څخه کډه شوي وو. اوس چې په تل ابیب کښې ۲۰۰ ودانۍ ویجاړې شوې، نو د اسرائیلو هغه مرکزي سیمې چې محفوظې بلل کېدې، هلته هم بې‌ځایه شوی خلک کډوال ورغلی دی، چې له امله یې مقامی اداره مفلوج شوې ده.

۳. په بنکرونو کښې “نفسیاتي جګړه”
د سپاه پاسداران د اعلامیې نمبر ۸ کښې چې د “نفسیاتي بحران” یادؤنه شوې وه، هغه اوس په ځمکه ښکاره لیدل کېږي. د اسرائیلو تر ځمکې لاندې بنکرونو کښې د ګنجائش څخه زیات خلک دي، چیرې چې د خوړو او درملو سخت کموت راپور شوی دی. خلک یو پر بل بریدونه کوي او فوځ ته د دې بې‌نظمه ګڼې ګوڼې کنټرولول ډېر ستونزمن شوي دي.

۴. سیاسي خلا او د “ملیشیاو” راڅرګندېدل
د نتنیاہو د نه موجودیت له امله، په اسرائیلو کښې انتهاپسندو ډلو ځانونه وسله والو ځانونه مسلح کول پیل کړي دي. دا ډلې د حکومت پر ځای پخپله پرېکړې کوي، چې دا کار کولی شي اسرائیل د یوې داخلي کورنۍ جګړې (Civil War) پر لور یوسي.

اوس مهال اسرائیل په دوو محاذونو کښې جګړه کوي:
یو بهر له ایران او د هغه له متحدینو سره، او بل د خپل هېواد دننه له ماتېدونکي داخلي جوړښت سره. که فرانس او نور متحدین شاته شي، نو د اسرائیلو د خلکو لپاره به دا د مرګ معنی ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!