همدارنګه د ډرامې هره برخه یا عمل باید تقریبا په مساوي وخت کښې وي مثلاً یو عمل باید نیمه ورځ ونه نیسي هم پداسې حال کښې چې نور عملونه ډیر لنډ وي او لږ وخت کښې وړاندې کړې شي دا به عجیبه وي که یو عمل د نورو په پرتله ډیر اوږد ښکاري حتی که خبرې او لیکنې ئي مساوي وي. نو لیکوال باید ډاډ ترلاسه کړي چې هیڅ عمل داسې ښکاره نشي چې د هغه وخت نه زیات وي چې په سټیج کښې اجرا کیږي. او د عملونو ترمنځ د وقفې یا وخت فرق باید د خلکو له خوا د وقفو په توګه درک شي.
د وحدت زمان د اصول لرغوني لیکوالانو څومره ښه رعایت کړے دے . د هغوی ډیری ډرامې ددې شاهد دي. تاسو به هغوی په تراجیدۍ کښې وینئ (چې د دې قاعدې په خپلولو کښې تر ټولو سخت وي چې د خپلې کیسې په اصلي یا اهمه برخه کښې ډېر نزدې ابتدا کوي او مخکېني برخې د روایت له لارې وړاندې کوي. په دې ډول، ډرامه کتونکي داسې ګڼي لکه چې د یوې سیالۍ په وروستۍ کرښه کښې وي یعنې د کیسې له ابتدا نه ئي په کتو نه ستړی کوي بلکې یوازې هغه وخت کتو ته راځي کله چې کیسه د اختتام خواته وي او هدف ته نزدې وي.
دويم وحدت چې وحدت مکان بلل کېږي د لرغونو علماوو په نزد دا معنا لري چې د ډرامې ټولې پېښې بايد هم هغه يو ځاے کښې ترسره شي چې په ابتدا کښې ټاکل شوي وي ځکه چې هغه سټېج چې ننداره پرې وړاندې کېږي په حقيقت کښې هم يو واحد ځاے دے نو دا خبره له طبعې سره سمه نه ده چې انسان هغه يو وخت ګڼ شمېر او يو له بله ډېر لرې ځایونه وبولي.
زه ددې څخه انکار نه کوم چې کله ناکله د رنګينو او انځور شوو منظرونو د بدلون له لارې د انسان خيال ، چې په دې ډول حالاتو کښې خپله د ځان په تېر ايستنه کښې مرسته کوي کولے شي څو بېل بېل ځایونه تصور کړي او دا تصور به د امکان يو څه رنګ هم ولري خو بيا هم د حقيقت احتمال هغه مهال زيات وي چې دغه ځایونه يو له بله ډېر نزدې وبلل شي لکه د يو ښارګوټي يا يو ښار دننه بېل بېل ځایونه ځکه دا ټول د “يو ځاے” تر پراخ نوم لاندې راتلے شي. خو که فاصله ډېره لويه ونيولې شي نو دا به د هغه لنډ وخت سره هېڅ تناسب و نه لري چې د نندارې په دوران کښې يو ځاے نه بل ځاے ته د تګ لپاره ټاکل شوے وي. د لرغونو وروسته فرانسوي ډرامه ليکوال تر ټولو د ستاينې وړ دي. هغوی د ځاے يووالي ته دومره کلک پابند پاتې شوي دي چې ته به د هغوي په هېڅ ډرامه کښې دا و نه وينې چې د يو پردې (Act) په منځ کښې دې منظر بدل شي. که پرده په باغ، کوڅه، يا کوټه کې شروع شي نو هم هغه پرده په هم هغه ځاے انجام ته ورسې. او د دې لپاره چې نندارچي پوه شي چې ځاے بدل شوے نه دے، سټېج تل له کسانو ډک ساتل کېږي څو هېڅکله تش پاتې نه شي: دويم کس چې را ننوځي نو د وړومبي کس سره کار لري او مخکښې له دې چې دويم کس ووځي دريم کس را څرګندېږي چې له هغه سره ئې کومه معامله وي.
دې ته کورنېل (Corneille) La Liaison des Scènes، يعنې د صحنو تړاو او تسلسل وائي او دا د يوې ښه جوړې شوې ډرامې څرګنده نخښه ده چې ټول کردارونه يو بل پېژني او هر يو له نورو ټولو سره کوم نه کوم کار او تړاو ضرور لري.
د دريم وحدت، يعنې د عمل د وحدت په باب
نو لرغونو علماوو ترې بل څه مراد نه دي اخيستلي مګر هم هغه چې منطق پوهان ئې غايت يا مقصد بولي يعنې د هر عمل وروستۍ موخه هغه څيز چې په نيت کې وړومبي وي او په ترسره کېدو کښې وروستی راڅرګندېږي. نو په شاعر لازمه ده چې د يو ستر، بشپړ او واحد عمل قصد وکړي او د خپلې نندارې ټول اجزا—آن خنډونه او ستونزې هم—د هم هغه عمل د پرمخ وړلو خدمتګار وګرځوي او د دې وجه دومره روښانه ده لکه د پخوانيو وحدتونو.
ځکه که ليکوال دوه عملونه په يوه شان زور او کوښښ مخ په وړاندې بوځي نو د نظم وحدت به شنډ شي دا به بيا هيڅ اثر و نه لري بلکې دوه بېلې نندارې به سره ګډې شوې وي. که څه
هم دا منل کېږي چې په يوه ننداره کښې ګڼ عملونه راتلے شي—لکه بن جانسن چې په خپل Discoveries کښې يادونه کړې ده—خو دا ټول بايد د هغه ستر او اصلي عمل تابع وي کوم ته چې زمونږ په ژبه د فرعي پلاټونو نوم ورکول شوے دے .
لکه د ټېرينس په يونخ (Eunuch) کښې د تاييس او فېدريا تر منځ شخړه او بيا پخلا کيدل چې د نندارې اصلي کار نه دے بلکې يوازې مرسته ورسره کوي ځکه د شاعر اساسي اراده د خایريا او د خريمې د خور نکاح ده.
کورنیلي وائي: بايد په ننداره کښې يو واحد او بشپړ عمل موجود وي داسې عمل چې د نندارچي ذهن په پوره سکون کې پرېږدي. خو دا بشپړتيا يوازې د هغو ګڼو نيمګړو عملونو له لارې تر لاسه کېدے شي چې ټول ورسره يوځاے کېږي او نندارچيان د راتلونکو پېښو په خوږ انتظار کښې ساتي.
که چرې مونږ خپلې اوسنۍ ډرامې د دغو اصولو په بنياد وازمويو (او هغه ډېر نور قواعد چې د قدماوو له نظريو او عملي تجربو راوتلي دي پرېږدو) نو ډېر احتمال شته چې له هغو نه به ډېرې لږې د ازموينې جوګه وګرځي. هغه چار چې د يوې ورځې کار وي، په ځينو ډرامو کښې د يو ټول عمر وخت نيسي . د يو واحد عمل په ځاے د انسان د ژوند لنډ تاريخ وړاندې کېږي او د يوې محدودې ځمکې په ځاے چې صحنه ئې بايد وګرځي . مونږ کله ناکله له دومره ډېرو وطنونو تېرېږو چې په نقشه کښې هم نه وي موجود .
خو که دا ومنو چې قدماوو خپلې ډرامې په ښه تدبير جوړې کړې دي نو اړ يو چې دا هم ومنو چې هغوی زمونږ نه غوره ډرامې ليکلي دي. بې شکه د يوناني شاعرانو له ډلې د مينانډر له ضايع کېدو سره او د روميانو له ډلې د کيکيليوس، افرانيوس او واريـوس د ورکېدو له امله زمونږ د ذهانت له يو ستر زېرمتونه بې برخې شوي يو. د مينانډر د کمال اندازه مونږ د ټيرنس له ډرامو لګولے شو ځکه چې هغه د هغه ځينې اثار ژباړلي ووخو بيا هم دومره ترې ټيټ پاتې شوے و، چې قيصر ورته «نيم مينانډر» وئيلی و. او د واريـوس عظمت مونږ د هورېس، مارشل او وېلېوس پېټرکولوس له شهادتونو پېژنو.
ډېر احتمال دے چې که دا ورکې شوې آثار يو ځل بيا راژوندي شي نو دا شخړه به په بشپړه توګه هواره کړي خو تر هغه چې د زړو کوميډي له ډلې اريسټوفېنيس، د نوې کوميډي له ډلې پلاوټوس، او د ټراجيدۍ په ډګر کښې د يوريپيډس، سوفوکليس او سينيکا اثار زمونږ په لاس کښې شته . زه داسې هېڅ نوې ډرامه نه وينم چې زما د قدماوو په وړاندې د تعظيم احساس دې زيات نه کړي.
خو دا هم بايد ومنم چې د قدماوو د ښې ستاينې لپاره اړ يو چې هغوی تر اوسنۍ پوهې ډېر ښه درک کړو. ډېر هغه څه چې مونږ ته نن بېخونده ښکاري د داسې دود، کيسې يا حالاتو په بنياد ولاړ وو چې زمونږ تر پوهې هېڅکله نه دي رسېدلي .