ايران،امريکا اسرائيل ،جنګ پوښتنې راپېدا کړی

يوې خوا ته د نړۍ له تر ټولو عصري او پرمختللو جنګي وسايلو سمبال د امریکا او اسرائیل پوځونه دي، او بلې خوا ته هغه ایران دی چې د اقتصادي بندیزونو له امله له ستونزو سره مخ دی، خو په اسانه ماتې منلو ته تيار نه ښکاری

د امریکا اروپايي اتحاديان په ښکاره او څرګنده ملاتړ کولو کې له احتیاطه کار اخلي. هسپانیا خو د امریکايي بریدونو نیوکه کړې ده. جرمني، فرانس او انګلستان وایي چې له برید سره یې هیڅ تعلق نه لري. ډېر هېوادونه د جګړې د لا زیاتېدو پر ځای د تاوتریخوالي د کمېدو خبره کوي.

په دې اړه څو پوښتنې پېدا دي:

ایا په ایران کښې به اوسنی نظام بدل شي (رژیم چینج)، که به د امریکا او اسرائیل مقصد ناکام او  ناسم ثابت شي؟ په دې جګړه کښې به څوک بریالي شي: امریکا او اسرائیل که ایران؟ او که دواړه لوري به کمزوري شي؟

د جګړې د پراخېدو امکان څومره دی، په داسې حال کې چې ایران په خلیجي هېوادونو کښې پر امریکايي اډو بریدونه کړي او اسرائیل په عراق او لبنان کښې د ایران طرفدار ډلو پر مرکزونو بریدونه کړي دي؟ که ایران په خلیجي هېوادونو کښې پر امریکايي پوځي اډو بریدونه وکړي، د دغو هېوادونو د جګړې برخه ګرځېدو امکان به څومره وي؟

جګړه به پر سیمه، په ځانګړي ډول پر خلیجي هېوادونو، څه اثر وکړي؟ ایا دا جګړه به په خلیجي هېوادونو کښې اقتصادي او سیاسي بې‌ثباتي رامنځته کړي؟ او ایا دا به پر پاکستان په شان هېوادونو هم ولګېږي؟

د جګړې په ترڅ کښې د ایران د ايټمي ځواک ګرځېدو امکانات  څومره دي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!