د تیراه د کډوالئ په حواله د وفاقي حکومت په بیان د بې‌کوره خلقو مایوسی

 د وفاقي حکومت له لوري په خپاره شوي بیان کښې ویل شوي دی، چې د تیراه په دره کښې د روان سېکيورټی اپريشن پر مهال پوځ یا کوم بل دولتي ادارې ځایي خلکو ته د کډوالۍ (نقل مکاني) هېڅ ډول هدایت نه دی ورکړی. په حکومتي بیان کښې راغلي، چې عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنياد په ځانګړو سیمو کښې ترسره کېږي او د اولسي وګړو تحفظ ته ترجيح ورکول کېږي. د بیان له مخې، ځینو کورنیو د امنیتي اندېښنو له امله په خپله خوښه سیمې پرېښې دي، خو حکومت او امنیتي ادارې هڅه کوي چې ښاریان په خپلو کورونو کښې پاتې شي او د ورځني ژوند چارې روانې وساتي.

دا بیان په داسې حال کښې مخې ته راغی، چې د تیر کال د نومبر له وروستیو څخه د تیراه له درې څخه د خلکو د کډوالۍ لړۍ روانه ده. خو د بې‌کوره شویو کورنیو د رسمي ثبت بهیر د جنورۍ له پنځمې نېټې پیل شوی او تر دې دمه د نهو زرو کورنیو رجسټريشن کاروای شوې ده

  او شاوخوا دېرش زرو کورنیو ته ټوکنونه هم ورکړل شوي دي. نن هم په باړه کښې په بېلابېلو ځایونو کښې د تیراه د بې‌کوره شویو کورنیو د رجسټريشن

لړۍ روانه ده، خو وفاقي حکومت بیا په خپل بیان کښې ویلي چې د تیراه د ممکنه پوځي عملیاتو لپاره پوځ ځایي خلکو ته د کډوالۍ هېڅ ډول امر نه دی کړی. له همدې امله متاثره خلک ډېر مایوسه او په غصه ښکاري.

بې‌کوره ذاکرالله وئيلی دی چې مونږ د هدایت او حکم له مخې کورونه پرېښي دی،

له تیراه څخه بې‌کوره ذاکرالله وویل، د وفاقي حکومت وروستی بیان ډېر د مايوسئ  دی، ځکه د هغوی د هدایت او حکم له مخې مونږ له خپلو کورونو بې‌ځایه کړل شو. هغه وویل، د تیراه په لویو تجارتي مرکزونو لرباغ او پیرمیله کښې رسمي اعلانونه چا وکړل چې ژر تر ژره دوکانونه وتړئ او سامان نورو سیمو ته انتقال کړئ؟

هغه زیاته کړه، مونږ د خپلې سیمې د مشرانو پر ۲۴ کسیزې کمېټې د هدایت له مخې کډه کړې ده. د نوموړي په وینا، کمېټې ورته ویلي وو چې د کډوالۍ په اړه له امنیتي چارواکو سره رسمي تړون شوی او د جنورۍ له پنځمې تر پنځه ویشتمې پورې د وتلو موده ټاکل شوې ده. هغه وویل، په زرګونو خلک په دې سخته یخنۍ کښې له خپلو کورونو وویستل شول او خلکو ته جاني او مالي زیانونه اورسېدل ذاکرالله وویل، د دې ټول عملياتو باید نتيجه مخې ته راشي، او تر هغې چې مونږ متاثره کورنۍ پوره ډاډمنې نه شو، بېرته ستنېدو ته تیار نه یو.

ایم‌پي‌اے عبدالغني آفریدی:

د وفاق بیان ردوم

د صوبایي اسمبلۍ غړي عبدالغني آفریدی د مرکزي حکومت دا بیان  رد کړو او ویې ویل، چې د تیراه د درې د کډوالۍ سلسله د ۲۴ کسیزې کمېټې سره د شوې موافقې له مخې پیل شوې ده. هغه وویل، ډېر ژر به د تیراه د ۲۴ کسیزې کمېټې او د مشرانو په ګډون یوه جرګه راوبلل شي، چې په هغې کښې به هغه تړون قوم ته وړاندې کړل شي، چې د هغې له مخې ځایي خلک له خپلو سیمو بې‌ځایه کړل شول.

هغه وویل، دلته موجود ټول بې‌کوره خلک پوهېږي چې چا هغوی له خپلو سیمو د کډوالۍ لپاره مجبور کړل. د هغه په وینا، د څو وفاقي وزیرانو بیانونه په ريکارډ دي، چې پکې یې ویلي وو چې مونږ به پوځي عملیات کوو. هغه وویل،  وزیر اعلی هاوس کښې د صوبې د ۱۵ سیاسي ګوندونو په ګډه پرېکړه کښې هم دا خبره شوې وه، چې پوځي عملیات د مسئلو حل نه دی او ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي. هغه وویل، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا څو ځله ویلي چې عملیات د ستونزو حل نه دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کښې نوموړي وویل، راتلونکو یوه  دوو ورځو کښې به ۲۴ کسیزه کمېټه د مطبوعاتي کنفرانس له لارې هغه تړون قوم ته وړاندې کړي، چې د هغې له مخې د تیراه خلک بې‌ځایه کړل شوي دي.

په تیراه کې د ۲۰۲۱ وروسته بیا ناامني زیاته شوه

په وادي تیراه کښې په ۲۰۲۱ کال کښې یو ځل بیا د وسله‌والو ډلو فعالیتونه پیل شول. د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په نښتو کښې ځایي خلکو ته درانه جاني او مالي زیانونه ورسېدل. د سیمې د امن لپاره پوځي عملیاتو په وجه خلکو ته د کډوالۍ ویل کېدل، خو د سیمې مشرانو او عام ولس بیا د کډوالۍ مخالفت وکړ. خو په سیمه کښې ناامني څو چنده زیاته شوه.

په صوبه کښې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف هم د کډوالۍ او پوځي عملیاتو سخت مخالفت کړی و. خو د عامو خلکو د زیانونو د مخنیوي لپاره، د ځایي مشرانو پر ۲۴ کسیزې کمېټې او امنیتي چارواکو ترمنځ د تېر کال د دسمبر په میاشت کښې له ۳۰ څخه زیات نکات لرونکی تړون وشو.

سماجي فعال نور حلیم  :

که د وفاق بیان رښتیا وي، کډوالي دې ودریږي

د تیراه د درې ټولنیز فعال نور حلیم وویل، د روانې ناامنۍ او کډوالۍ پر ضد په سیمه کې لوی احتجاجي مظاهرې وشوې، خو بیا هم د یوې معاهدې له مخې خلکو ته په رسمي توګه د کډوالۍ ویل شوي دي.

هغه وویل، که د وفاقي حکومت دا بیان رښتیا وي، نو دا ښه خبر دی او باید سمدستي د کډوالۍ لړۍ ودرول شي او بې‌کوره خلکو ته د زر ستنېدو لپاره ترتیبات ونیول شي. هغه وویل، مونږ بې‌کوره خلک حیران او پریشان یو، او الله دې وکړي چې دا بیان رښتیا وي، چې خلکو ته د وتلو لپاره نه دي ویل شوي. هغه زیاته کړه، بې‌کوره خلکو ته باید په څو ورځو کښې د ستنېدو بندوبست وشي، او د راستنېدو بهیر دې زر تر زره پیل شي، ترڅو نور خلک له سیمې ونه وځي.

د ۲۴ کسیزې کمېټې غونډه بې پایلې ختمه شوه

د وفاقي حکومت له بیان وروسته طمعه کېده چې د تیراه د مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټه به د امنیتي چارواکو سره د شوې معاهدې په اړه خپل دریځ وړاندې کړي، خو د سرچینو له مخې د کمېټې د تېرې شپې ناوخته غونډه بې له کومې نتيجې ختمه شوه. سرچینې وایي، د کمېټې غړي به  بیا غونډه کوي. د اوسني حالت تر ټولو لوی امتحان د همدې ۲۴ کسیزې کمېټې پیل شوی دی.

له تیراه او سنټرل کرم څخه کډوالي روانه ده

اوس مهال د ناامنۍ او ممکنه پوځي عملیاتو له امله د خیبر ضلعې د تیراه درې ترڅنګ له سنټرل کرم څخه هم د کډوالۍ  روانې دی، چې له امله یې بې‌کوره خلک د سختې یخنۍ او کمې اسانتیاوو له کبله له ستونزو سره مخ دي.

حمیدالله جان آفریدی:

حکومت دې د تیراه خلکو زر ستنېدل ممکن کړي

پخواني وفاقي وزیر او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر حمیدالله جان آفریدی وویل، له تیراه څخه بې‌ځایه شوي زرګونه کورنۍ د صوبایي حکومت له خوا مناسب امداد نه دی ترلاسه کړی او نه هم د هغوی لپاره کوم سم انتظام شته.

هغه وویل، د کډوالۍ پر مهال کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. نو مونږ غوښتنه کوو چې د تیراه د درې د ټولو خلکو زر ستنېدل ممکن کړل شي او نور خلک دې له وتلو منع کړل شي. هغه وویل، قبایلي ولس، په ځانګړي ډول د خیبر خلک، نور د بیا بیا بې‌کوره کېدو توان نه لري. لا مخکېني زیانونه نه وو ورکړل شوي چې بیا خلک د کور پرېښودو ته مجبور شول.

اوس مهال د ناامنۍ او ممکنه پوځي عملیاتو له امله له تیراه څخه تر دې دمه شاوخوا اووه نیم زره (۷۵۰۰) کورنۍ، او له سنټرل کرم څخه تر څوارلس زرو (۱۴۰۰۰) زیاتې کورنۍ ثبت شوې دي.

د سختې یخنۍ او واورې له امله د درې څخه د کډوالۍ سلسله متاثره شوی او ډېرې کورنۍ د لارې بندېدو له امله په خپلو کورونو کښې بندې پاتې دي. د ضلعي چارواکو په وینا، په تیراه درې کښې شل سلنه (۲۰٪) خلک لا هم موجود دي، د ضلعی حکام د وینا مطابق، شاوخوا پنځوس فيصده  خلک لا هم په درې کښې پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!