Skip to content
ليک: نورالبشرنويد
د لطيف لالا د روح غږ
هاو داسې شوی دی
هاو داسې کيږی،،،، دا زما د وطن خونړے رسم دے.. ته به وای لکه چې د هابيل او قابيل،، د مقتول او قاتل ،، تسلسل هم په مونږ کښې دے،،
هاو داسې شوی دی،، هاو داسې کيږی،،،
٫٫هم مې ووژني پخپله هم پما باندې ژړا کا،،
زما په خاوره کښې د وينوخوند دے، مونږ د پخوا نه دغه خونړئ لوبه کوو، لوبې چا ګټلی نه دی، ځکه چې د دې لوبې ریفري ځانته نامعلوم وای، څه تعجب دے، د پښتنو قاتل په معلوم کښې اسم نامعلوم دے،
زمونږ د قبيلې خلقو ته د پخوا راسې ګمنام سپاهيان وئيلی شی،دا د پښتنو د ژوند قيصه ده،،
زلتون کے مارے لوگ،،،،
فيض لکه چې زمونږ د مرګونو په حقله وئيلی دی ،،،
دیکھ قائم رہے اس گواہی پہ ہم ہم جو تاریک راہوں پہ مارے گئے
اوس په رڼا ورځ د قانون په ميزان کښې قتل کيږي، بيا هم هاغه قانون ورته سياسی قتل ووای،، د لويو عدالتونو فېصلې سياسی قتلونه ګرځی خو د شاهی قلعې او د دې وطن د عقوبت خانو قتلونه نن هم د واجب القتل په زمره کښې راځي،،
هاو داسې شوی دی،، هاو داسې کيږی،،،،
ما بلها شهيدان خاورو ته په دغه غږ او هيله کوز کړی دی چې لکه د پښتو بانګ مې ورته داسې وئيلے دے،،،،
سبا چې دے، سبا چې دے زمونږه دے، زمونږه دے
خو،،،،،
نن اوسبا دواړه دروغژن وختل،، پرون،نن،او سبا د وينو په حمام کښې لمبيدلی دی، نن خپل پرون ته کنځل کړی دی، سبا يو دروغژن سراب ښکاری او مونږ د پښتو په ازار وايو،،،،
په ځنکدن دې زبان بند شه ماته دې ټول عمر دروغ وئيلی دينه
هاو داسې شوی دی،، هاو داسې کيږی،،،، د کابل دآريانا د مقتل نه راواخله د ټول پښتون افغان وطن د لارو کوڅو، غرونو او مېدانونو، عن تر د جومات د محراب او منبر نه راواخله د قانون د غېږ پورې پښتون افغان نامعلومه شهيد دے، نه مقدمه لری، نه دعوه لري او نه فېصله،،،
لکه چې ټول پښتون افغان ته د بالاحصار په سر د توپې خله دا دړکه ورکوی،،
نصرمن الله وفتح قريب او مونږ وايو،،،،
وختونه خپه نيولی شو تپوس کوی زما نه دے دور د مغلتيا کښې د پښتو ملګری شته،،؟؟ دا باد د زمانې چې مونږه چيړی هسې نه ده دا ګوری چې په مړو ايرو کښې سره بڅری شته،،؟؟؟؟
هاو داسې شوی دی،،، هاو داسې کيږی،، هاو زمونږه مرګونه هم داسې راځی، اوس د شهادتونو قيمت هم د طبقاتي نظام په شکل وی، باوردی شهيد ځانله قيمت ، د وفادارئ بهادرئ تمغې اعزازات،، د سرتورسرو پښتنو شهادت د مقتدره ادارو په عدسه ګوری،
شهيد پکښې مشکوک دے او غازی پکښې بدنام پښتون عجيبه جنګ ته دې راوتے په جنجال
هاو داسې شوی دی،، هاو داسې کيږی،،،،، نو ځکه ما خپل مرګ ته ووې،،،،
اے مرګه،،!!
خاموشی قامی جرم دے ما پخپل ژوند کښې چرے هم د خاموشئ غوندے قامی جرم کړے نه دے، نو ځکه تاته وايم،
لکه باز په لوے لوے ښکار زما نظر وی نه چې ګرځی ګونګټ نيسی باد خورک يم
اے مرګه،، زه د ساونډ پروف کمرو او ډرائنگ رومونو د مزمت سړے نه يم، د میدان د مزاحمت پښتون يم،او هميشه مې وئيلی دی،
د کوڅې ګټ به دې پرې نه ږدم رقيب ته اپريدے يمه مغل ته خېبر نيسم
او اے مرګه واؤره ما ځانته همېشه وئيلی دی،
څو دې توان رسی په لوے درياب کښې ګرځه په وياله کښې دې زوال وينم نهنګه
اے مرګه!!
ته راغلے، زه دې مړ کړم،
هاؤ زۀ مړ شوم، ستانه زما هغه ويره ختمه شوه، خو تۀ څۀ شوې!!؟؟
چې زۀ نۀ يم نو تۀ بغېر زما نه څۀ ئې!!؟؟ زما نه بغېر ستا څۀ حېثيت؟؟ چې زۀ نۀ يم نو تۀ به په چا ويره راولے؟؟ مړ تۀ شوې کۀ زۀ!!!؟؟
اے مرګه!!
زۀ به بيا ژوندے کېږم، د اسرافيل د شپېلۍ په پُوک به راپاسم، او تۀ به مړ شې–
مرګه زۀ ابد يم– تۀ زما پشان نۀ ئې– تۀ به په اخره کښې داسې مړ شې چې نۀ به دې نوم وی نۀ نشان، نۀ به دې رعب وی نۀ دبدبه نۀ غرور او نۀ ويره!! تۀ به نۀ ئې زۀ به ژوندے يم، ځکه چې زۀ ژوند يم تخليق يم ابداً ابدا– تۀ مرګ ئې تۀ فنا ئې– زۀ فنايم خو بقا يم–
تۀ د ادم سره د اسمان نه په زمکه ما پسې راغلے ې،،
زۀ د زمکې نه اسمان ته تاپسې راغلم !!
تا په زمکه مړ کړم، ته به په اسمان کښې مړ کيږے،،!!
تۀ به نۀ ژوندے کېږے!!
زۀ به د خاؤرو نه بيا پاڅم، تۀ به نۀ ئې، زۀ به نوم لرم د بشر د ادم–
مرګه ستا به نوم نۀ وی، نۀ به ستا ويره وی، تۀ به هيڅ نۀ ئې– چې څنګه دا ټول جهان دا ټول کائنات زما دے، هلته هغه ټول جنتونه د ناز ټالونه دغه هر څۀ زما دی–
اے مرګه اوس ووايه!!
تۀ ابد ئې کۀ زۀ!!
تۀ هېبت ئې نفرت ئې، ويره خطره او قدم په قدم تشويش ئې–
زۀ محبت يم، محبت چا وژلے نۀ دے–
زۀ په زمکه هم خپل رب ته د اويا مېندو نه زيات خوښ يم، زۀ به هلته هم د مينې استعاره يم– ځکه چې زۀ د مينې نه پېدا يم، مينه زما نه پېدا ده–
مرګه ووايه!!
زۀ د دواړو جهانونو ښکلے يم او کۀ نا!!؟؟
اے مرګه !!
ما په ټول ژوند هره لحظه لحظه رنګين رنګين عزاب کښې دا منلی دی،،،،
چې مرګ راشی بيا به مرګ سره هم لاړ شې چې ژوندے ې د ژوندو په لاره تله کا
ليکنه چليدنه
error: Content is protected !!