ايکو ٫٫انګازه،،

ليک:  سليم شاه کاکاخېل

دا د يونان د متهالوجی ٫٫مزهب،، بله قيصه ده چې يوه جينئ خدايانو څنګه سزا کړه او دا سزا تراوسه د انګازې په شکل کښې  روانه ده، اصل کښې د ښځې د اظهار په حق پابندی ده، چې زمونږ ټولنه کښې موجوده ده، ښځه به څه نه وای،بس خو څه وای زمونږ خبره به انګازه کوی،


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نړۍ د غرونو، ځنګلونو او پټو درو کې نيمفی وادئ ابادی وې  هغه نه خدایان وو او نه انسانان، خو د سيندونو، ونو، ډبرو او بادونو روحونه ؤ. د فطرت د نغمو سره به يې خوځښت کوو، ښکلي،  او لنډه شېبه ښکاره کېدونکي، خو له ځمکې سره تل تړلي. له بهېدونکو اوبو سره به يې خندا کوله، د سيورو سره به يې ګډا وه، او د پاڼو د شرنګ سره به يې پټې خبرې کولې.

په دوی کې، اېکو ، چې کله هم بلل کېده ، د ښکلا له امله نه، که څه هم هغه ښکلې وه، او نه د زور يا تېزۍ له امله، که څه هم هغې د سيورو په څېر تند حرکت درلود — بلکې د خپل غږ له امله مشهوره وه. د هغې له خولې به خبرې لکه اوبه بهېدې. غږ به يې غونډۍ، درې او ځنګلونه ډک کړل. د هغه غږ کې د زمکې کيسې وې، د باد اوبو قیصې، د خندا او غم سندرې. ژبه د هغې نعمت، د هغې شوق او د هغې ازادي وه.

د ټولو نه پورته د آسمان او طوفان بادشاه، زيوس واکمن و. هغه به زمکې ته راکوزېدو، د نيمفانو او د انسانانو ښځو په تکل کې به ؤ، د مينې، شوق او خوښۍ پسې به لېواله ؤ د هغه د بې وفايۍ قيصې ډېرې مشهورې وې او د هغه مېرمن، هېرا، د خاوند په بدکارئ پوهه وه، هغه د غصې او حسد څخه ډکه ملکه، تل د هغه شا ته ګرځېده. چې هغه په دغه حرکت ونيسی

په همدې ګرځېدو کښې،يوه ورځ هغه په زمکه په ښکلې ښځه مئين شو،

 زيوس ځنګل ته راغلے ؤ، د هغو فاني ښځو د ښکلا لور ته، چې ژوند يې لنډ خو ځلا يې ډېره وه. هېرا شکمنه شوه، راغله چې زيوس ونیسي. هماغه وخت اېکو د خپل طبعيت سره سم خبرې پیل کړې — ډېرې خبرې. د غرونو قيصې يې وکړې، پوښتنې يې زياتې کړې، هره خبره يې اوږده کړه، تر څو هېرا د زيوس له نیولو پاتې شي. نه يې دروغ ووېل، نه يې د بد نيت کار وکړ — یوازې يې خپل صلاحيت پکار راوستو،چې دهېرا پام واړوي او زيوس بچ کړی ،خو چې هېرا حقيقت ته ورسېده، نو ډېره غصه شوه د خدايانوانتقام نرم ښکاری خو ډېر زخم درد ورکونکي وی او ژور وی.  هېرا د اېکو آواز باقی پاتی کړو خو اختيار ې ترې واخستو،

اېکو به نور هېڅکله د خبرو پيل نه شي کولی، هېڅکله به خپله خبره نه شي جوړولی. یوازې به د بل سړي وروستۍ خبرې تکراروي. ژبه چې د هغې ازادي وه، د هغې زندان شو. شعور پاتې شو، خو بیان ورک شو. هغه نيمفه چې ځنګلونه يې له غږه ډکول، يوې تشې انعکاس ته بدل شوه.

اېکو د شرم او ملامته احساس شو ، غرو، درېو او ځنګلونو ته پناه شوه. هر ځای چې غږ بېرته راګرځي، هغې ته هماغه ځای دی. څوک چې په دره کښې  چیغه کړي، ځواب واوري — نری، مات شوی، د پردو غږ. لږو کسانو پوهېدل چې دا ژوندۍ روح دی، چې يو وخت يې د خپل ځان غږ لرلو اوس ايکو ٫٫انګازه،، دے.

همدلته نارسیس٫٫ نرګس ،،راغی ښکلی، بې پروا، او یوازې د خپل ځان عاشق. اېکو پرې مئينه شوه. کله چې هغه خبرې وکړې، هغې د مجبورۍ له مخې د هغه وروستۍ خبرې تکرار کړې. زړه يې د مینې نه ډک شو، هغه پسې ګرځېده. تر څو چې مخې ته ورغله، غېږه يې ورکړه، ځان يې ورته په ټوله مانا وړاندې کړو. خو هغه شاتګ وکړ نارسیس ٫٫نرګس،، یوازې خپل عکس خوښولو، نه د بل ژوند، نه د بل زړه.

اېکو له غم او بې وسۍ ورو ورو له وجوده لاړه. بدن يې باد شو، هډوکي يې ټکړې ټکړې اورېژېدل. خو نه ورکه شوه، نه غلې. تر اوسه ژوندۍ ده — په غرو، په تشو درو، په غارونو کښې. هر غږ چې ستا خواته بېرته راځي — دا د ډبرو انعکاس نه دی، دا اېکو ده.

هغې ته لا هم د خبرو اجازه نشته، لا هم  اختيار نه لری، لا هم يوازې د بل انعکاس ده. دا اسطوره د غږ په نړۍ کښې ژوندی پاتې ده؛ هره بېرته راګرځېدلې کلمه مونږ ته وايي چې څنګه سزا کولی شي وجود خالي کړي، خو غږ پرېږدي. اېکو مونږ ته نه وايي چې څوک يو  بلکې زمونږ خپل غږ مونږ ته راګرځوي او مونږ ته دا حقيقت څرګندوي چې کله هم سزا بدن نه خالی کوي روح خالی کوی.  انګازه  باقی وی د اواز په صورت کښې ، د زمان او مکان نه لرې ،، يو عکس يو سېورے، زمونږ غږ هم مونږ ته واپس راتنبوی ،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!