Skip to content
پښتو ژباړه : ګل اکبر خان
ناول : بدلون
د نهم باب اوله برخه
د اوکونکو په دريو ښځو کښې صرف ايګويفي دا جرأت لرلو چې د هغه په دروازه قدم کيږدي .
” ايزنما مري ” هغې په ژړغوني آواز کښې ووئيل او په دې لفظونو کښې د هغې د ټول ژوند غم او غميزه راغونډه شوه . اوکونکو سمدستي د خپلې بسترې څخه راپاسيده . د دروازې کونډه ئي وسپړده او نېغ د ايګويفي جونګړې پله ئي ورمنډه کړه . ايزنما په يو پوزي پرته د يخنۍ له کبله رېږديده . د هغې په يو اړخ اور بل و کوم چې د هغې مور ټوله شپه هم بل ساتلے و .
” دا اېبا ده ” اوکونکو هم دا وئيلو سره سمدستي خپله توره راوايستله او بهر ونو بوټو له ورغے چې څه جرړے بوټي راټول کړي او د هغې د پوستکو نه د اېبا نومې تبې دوايي تياره کړي . ايګويفي بيمارې لور سر ته ناسته ګوډی په زمکه لګولې کله کله د خپل لاس او تلو په مرسته د هغې لوند خو تود تندي معاينه کوله چې تبه شته که کمه يا ختمه شوه که نه . ايزنما د خپلې مور واحده لور وه کوم چې د هغې ټول کائنات و . اکثر به هم هغې دا پريکړه کوله چې د هغې مور به نن څه پخوي . ايګويفي به هغې له هګۍ هم ورکولے ولے په عام دستور کښې ماشومانو له به مشرانو هګۍ نه ورکولې ځکه چې د هغوي د دود دستور مطابق داسې ماشومان د غله کولو عادت خپلوي .
يوه ورځ ايزنما هګۍ خوړه چې ناګهانه پرې اوکونکو راغلو هغه قسم وخوړ که بيا ايګويفي هغې له هګۍ ورکړه نو هغه به ئي ارومرو وهي خو ولے ايزنما لره د هيڅ قسمه يو څيز نه منع کول هم محال و . د پلار په منع کولو خو د هغې د هګو خوړلو آرزو لا زياته شوه او د ټولو نه زيات خوند به هغې په پټه خوړې ورکوله . د هغې مور به اوس د خپلې کوټې دروازه بنده کړه او په هغې به ئي هګۍ خوړې . ايزنما به د نورو ماشومانو په شان مور ته ننې (Nne) نه وئيل بلکې په خپل نوم ايګويفي به ئي رابلله ( لکه څنګه چې مونږ خپلې ميندو ته د مور په نوم رابلو) لکه څنګه به چې ئي پلار او د کور نور مشران رابلي . د دواړو رشته صرف د مور او لور نه وه بلکې د دواړو ترمنځه د دوستۍ تعلق و چې د برابرۍ په اساس و کوم لره چې د د وړو وړو دسيسو لکه هګۍ په پټه په رازدارۍ سره خوړلو سره به نوره هم مضبوطه شوه. ايګويفي په ژوند کښې ډير غمونه ليدلي و د هغې ژوند د غميزې ډک و لکه لس ماشومان ئي وشول خو نهه پکښې د دريو کلونو په عمر کښې مړه شول . د يو ماشوم د مرګ غم به لا تازه و چې بل ماشوم به ئي مړ شو نو اول خو ډيره مايوسه شوه بيا ئي زړه سخت د بې حسۍ نه ډک شه . د ماشومانو پيدايښت د يوې ښځې د پاره د وياړ لمحه وي خو ولے د ايګويفي د پاره د جسماني اذيت نه سېوا نور هيڅ نه و . د اوو بازارونو نه پس د بچي نوم ايښودلو رسم هغې د پاره هيڅ معنا نه لرله .

د هغې مايوسي د هغې د بچو د نومونو نه ظاهريده کوم به چې هغې په خپلو بچو ايښودل . په هغې کښې د يو ماشوم په نوم کښې دردناک فرياد و «اونومبيکو» و چې معنا ئي ده اے مرګه زه تا ته فرياد کوم . خو ولے مرګ ئي هيڅ فرياد وا و نه رېده او اونومبيکو پينځلسو کلونو په عمر کښې مړ شه . ورپسې بل اولاد ئي يوه جينۍ وه اوزوايمينا چې معنا ئي وه «کاش داسې بيا و نه شي» هغه د يوولسو مياشتو مړه شوه او هغې پسې دوه ماشومان نور هم دغسې مړه شول. بس ددې نه پس ايګويفي بغاوت وکړ او د يو ماشوم نوم ئي کيښود اونومه چې معنا ئې وه مرګ چې څه کول غواړي و دې کړي او مرګ واقعي هم هغه وکړل څه ئي چې غوښتل .
د ايګويفي د دوهم ماشوم د مړينې نه وروسته اوکونکو يو حکيم لره ورغلو څوک چې د افا نومې ديوتا غيب دان و ، چې ورنه پوښتنه وکړي چې مسله په کوم ځای کښې ده او علاج او درملنه ورته تشخيص کړي . هغه ورته ووئيل چې دا ماشوم اوګبانے دے کوم چې داسې وران کاري ماشومان وي چې مړه شي نو د بيا د مور په خيټه کښې پيدا شي او دنيا ته ژوند راوړي . هغه ورته ووئيل چې ستا ښځه بيا حمل ونيسي نو هغه دې په خپله کوټه کښې نه اوده ميږي بلکې خپل مور پلار کور ته دې لاره شي نو ددې عذابه به خلاصه شي او دغسې د پيدايښت او د مرګ دا شيطاني چکر به مات شي . ايګويفي هم هغسې وکړل هغه بل کلي ته د خپلې بوډۍ مور کره ميشته شوه چرته چې ئي دريم زوې پيدا شو او په اتمه ورځ ئي ورله ختنه وکړه او د نوم د ايښودو د رسم نه درې ورځې مخکښې خپل کور ته پستنه شوه او د زوي نوم ئي يو وارې بيا اونومبيکو کيښود .
error: Content is protected !!
شکريه سر