ماته غوږ شه

يؤحسرت، يؤ تصور يؤ تأثر

تصور:

دويمه برخه

زما ډرامه نګار حسرته…!!

مونږ دَ شاعرۍ پۀ لاره ډرامې ته تلی وو، الله دې محب الله خان شوق وۀ بخښی، مونږ ته يې دَ رېډيو پۀ کنټرکټ کښې دَ ډرامه رائيټر پۀ حېث انټری وۀ کړه اؤ تۀ ډرامه نګار شوې، پخوا به دَ رېډيو ډرامه، چې دَ ماسخوتن پۀ وخت به کېده، دَ هر چا پۀ برخه دغه ځائې نۀ رسېدو، تا دغه ځائې هم وۀ موندو اؤ بيا دَ رېډيو اېکسيلنس اېوارډ دپاره ستا نامينېشن هم يؤ اعزاز دے کۀ ايوارډ يافته نۀ شوې، خو دَ مقابلې پۀ قطار کښې ودرېدې،

تۀ کۀ روستو دَ نورو نثری ليکونو اؤ دَ تعليمی مصروفياتو پۀ وجه مستقل ډرامه نګار نۀ شوې، خو دَ ډېرو ورکو ډرامه نګارانو «تماشې» دې راغونډې کړې، دا دَ خدائی خدمتګارانو دَ 1926ء هغه سکرپټونه دی، چې ورک وو، دا ورک تاريخ چې څوک مومی، نو يا محقق وی، يا ډرامه نګار اؤ يا يې ډرامې سره شوق وی، تۀ هم ډرامه نګار ،هم محقق اؤ هم دې دا يؤ شوق وۀ،

دلته دَ تاريخ سازۍ پۀ جامه کښې تاريخ کُشی کېږی لکه چې پۀ ادوارو څوک بُزکشی کوی اؤ ښنې ښنې يې کړی، ستا دَ ډرامه نګارۍ برکت دا دے، چې تا دَ پښتنو ورک تاريخ وۀ موندو اؤ هغه ډرامه نګاران دې راژوندی کړل چې چا دَ خدائی خدمتګارانو دپاره دَ ټولو نه اول پۀ پښتونخوا کښې دَ تهېټر ډرامې بنياد اېښي وۀ اؤ بيا پۀ دغه لار پښتو ډرامه رېډيو ، ټېلی وژن، او بيا سټيج ته راغله، نن دا نوې نوې لوبې دَ هغه ډرامه نګارانو دَ ډرامو برکت دے، تا ورله «تماشې» «د خدائی خدمتګارانو د زړو ډرامو کتاب» جوړې کړې، دا په تا کښې د ډرامې اؤ دَ محقق ګډ وډ جزبات وو،

دَ پښتو افسانې حسرت..!!

څۀ عجيبه عجيبه ضدونه دې ليک سره کړی دی، کۀ چا افسانه ليکله، نو تا کښې افسانه نګار پۀ ډډه واؤړېد، چې زۀ افسانه ليکم، «دَ ژوندون ښاريه» کښې دې «قيصه خانه» وۀ لټوله، ځکه چې دغه وخت ستا تعلق ريسرچ سره وۀ اؤ پۀ ريسرچ کښې دَ پښتو ادب واړه صنفونه ستا دَ مطالعې، مشاهدې اؤ تجربې وو، تا دَ محترم قلندر مومند افسانې  کتلی هم وې اؤ پۀ دغه مکتب کښې دَ خپل تنقيدي شعور سره پۀ اشنايۍ کښې دَ ټولو اصنافو سره هم دومره نزدی وې، چې په دغه تنقيدي اجلاسونو کښې دَ غزل، افسانې، مقالې، تکل، خاکې، اؤ هر ليک سره پۀ بحث اؤ بيا دَ بحث پۀ روداد ليکلو کښې هم تر لرې لاړې، نو پۀ داسې حال کښې چې دَ داسې مکتب نه ښۀ شاعر ،ډرامه نګار ، افسانه نګار، نقاد اؤ محقق نۀ راوتلې، نو څۀ به کېدل، هم دا به کېدل چې پروفېسر ډاکټر زبېر حسرت به درنه جوړېدو.

اجمل اؤ قلندر د ادب د اسمان دوه مضبوطې ستنې وې اؤ دی اؤ تا دَ دواړو سره دَ مشرانې کشرانې يا دَ استاد شاګرد حق پۀ ډېره پښتو اؤ پت پاللو وۀ پاللو، کۀ پۀ قلندر مومند دې۰ دَ پی. اېچ. ډی تحقيقیاؤ تنقيدی مقاله وۀ ليکله، نو پۀ اجمل خټک دې تحقيقی کتاب « دَ وروستی سپرلی نرګس» وۀ ليکلو اؤ بيا دې دَ هغۀ خورې ورې افسانې دَ خپل تحقيقی بصيرت اؤ تنقيدی شعور پۀ جذبه د اما کما نه دَ « پښتو » پۀ نوم راټولې اؤ چاپ کړې، چې ډېرو شاعرانو اديبانو ترې پۀ خپل خپل نوم کتابونه چاپ کړل اؤ چا ترې پی. اېچ. ډی وۀ کړې، چا اېمفلونه اؤ چا دَ بی. اېس مقالې کړې.

خاکه نګار حسرته..!!

ستا د خاکو درز د مردان نه خپور ؤ، چې اوس ترې رنګ محل جوړ شو، زه نه پوهېږم چې د خاکو معيار څه وی، نه پرې بحث کولې شم، دا د نقادانو عالمانو کار دی چې هغوی درله جنرل انستهيزيا باندې اپريشن کوی که لوکل نشه درکوی، خو ماته د مشتاق مجروح د خلې خبره رایاده شي چې خپل ځوی سرير يوسفزی ترې د نن دور د خاکو په حقله پوښتنه کړې وه نو هغه وئيلی وو،

٫٫ دا  شخصيت نګاري ده، لکه څوک چې په چا مضمون ليکی،،

ماته د پخوانی دور يوه سلسله رایاده شوه چې دا ليک به په دې يو عنوان کېدو،،. فلانکے زما په نظر کښې،، په جواب کښې د لفظونو د احسان په بدله کښې به جوابی ليک هم په دغه عنوان راتلو،

اوس حالات بدل شول، د ليکلو او ليکوالانو انداز هم عالمانه شو، نو که خبره د نسوارو او سګرېټو او نورو نزاکتونو پورې بوځی، نو چې هر خوا ې يوړې،

زمانقاد ، محقق حسرته …!!

ستا د ريسرچ انداز هم اوس هاغه د ځوانئ پشان ګستاخ نه دے، ډېر مؤدبانه دے، ځکه چې د محترم قلندر مومند په تنقيدي مکتب کښې دې تنقيدي شعور موندلی دے، وړومبے خو به دا ووايم چې زمونږ په قبيله کښې تنقيد هم لکه د املاګانو تقسيم در تقسيم د پيرئ مريدئ يو تسلسل دے، که املا هر څو د هرچا ځان ځان له خپل دليل او موقف دے ، نو ناقدانه راې هم خپله خپله وی،

تاته به ياد شی چې په تنقيدي اجلاسونو کښې به غزل تنقيد ته پېش شو نو تنقيد کښې به ې ورله بيا رنګ روغن وکړو، او هغه غزل به پاس شو، اوس د  نقادانو نه د بنده ويره وشی، ،تاسو اپريشن وکړئ خو د اپريشن پرهر ګنډل نه کوئ، نو بيا په هغه پرهر مچان بنګيږی او کېنسر ترې جوړ شی،

که زمونږ پشان په داسې عمر کښې ستاسو پشان سرجنانو اوړيدو نو بنده له اخره خاتمه خرابوئ، خو ستا ناقدانه تربيت باندې زما ډېر باور دے ، چې نه به دومره جارح يې چې دَ ژبې نه به دې څوک زخمی شی، نۀ به دومره ګُستاخ يې چې څوک به خفه کړې.

نور بيا

2 thoughts on “ماته غوږ شه

  1. د بشر صاحب نثر هم د شعر خواږۀ او تخلیقیت لري.دا ئې کمال دے چې غېر افسانوي اصناف هم لکه د افسانوي اصنافو دومره په ادبي اسلوب کښې تخلیق کړي چې لوستونکے په خپل سحر کښې بېخي ورک کړي او بیا چې موضوع ډاکټر زبېر حسرت صاحب وي نو خوند ئې نور هم سېوا شي.ښکلے او زړۀ راښکونکے ليک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!