پښتانهء په کلتوري توګه ډېر غني دي ـ د دوي د پاره پښتو تشه ژبه نهء وه بلکه د ژوند تېرولو د پاره یو پوره دستور هم وـ جرګه هم د پښتون کلتور یو جؤته برخه وه او غړي به ئې د وفا، تورې، ننګ، معاشرتي قدرونو او اخلاقي اصولو په بنیاد خوښېدل ـ د دې لوړو معیارونو د سوبه، د یو پښتون د خولې خبره به دومره باوري وه چې د زرګونو کالو تاریخ کښې، دې قام ته نهء چرته د لاسلیک شوې لیکلې پرېکړې ضرورت و او نهء به ئې چرې د یو بل نه داسې تقاضه کوله ـ د دې سوبه ئې د نورو قامونو برعکس نهء لیک لوست ته پام و او نهء خپل تاریخ لیکلو ته ـ د پښتو د نصاب فکر 1863-1879 کښې هغه راپېدا شو چې امیر شېرعلي خان د جمال الدین افغاني په نصیحت په مدرسه کښې تر درېم صنفه درسونه شورو کړل او استاد محمد هوتک ته ئې د نصاب جوړولو ذمه واري وسپارله ـ
د دومره غني کلتور باوجود، په کلتور لیکل هم د نیشت برابر ووـ د نړۍ د مواصلاتي نظام بې شانه تېز پرمختګ او ورسره د هغې نه هم تېزۍ سره راپېښو کلتوري بدلونونو دا ویره راپېدا کړه چې هسې نه دا نړيوال کلی هرڅهء دومره راجوخت کړي چې اصلي ځانګړي کلتورونه هم ځان سره یو کړي او بیا پښتانهء د خپل کلتور پېژندګلو او ورپسې د ځان پېژندګلو هم بائیلي ـ
د یو قام حال د تېر او راروان وخت په منځ کښې د پُل کار کوي او د قام ماضي مستقبل سره تړي ـ کهء دا پُل نهء وي نو د قامونو نه خپله ماضي هېره شي، حال سره په ضد کښې مزاحمت شورو کړي او مستقبل په تندر نهء ولي ـ دا رنګ رویې، کلتورونو ته زیان رسوي، د قامې ژوند تاریخ کښې خلاګانې پېدا کړي او د قامونو ملي روحیې ګډې وډې کړي او قام لکه د بې شپونکي د ګډو د کنډک په ورکو لارو سر شي او نهء ئې په ځان باور پاتې شي او نهء ورته د بل خبره باوري ښکاري ـ کوم قامونه چې لکه زمونږ د ګڼو قومیتونو په ټولګهـنیزو ریاستونو کښې اوسي هغوي دې په ازاد مټ عقل، وسیلې او اختیار شریکوي خو خپله ملي روحییه دې د لاسه نهء ورکوي ـ او دا هم چا سره د بدنیتۍ په غرض نه، بلکه د خپلې پېژندګلو خوندي ساتلو د پاره دې خپل کلتور او ځانګړي قدرونه نهء بائیلي ـ لنډ وخت کښې د دې اثر څوک نهء ښکاري خو د قامونو تاریخ او د کلتورونو جوړخت او بدلون کښې صدۍ لنډې مودې ګڼلی شي ـ
په داسې حالاتو کښې قامونه داسې مېړنو ته مختاجه وي چې نهء یوازې خپل کلتور په مخکښې بوځي بلکه د ژوندي او خوندي ساتلو هنر او توان ئې هم لري ـ نثارمحمدخان هغه یو څو پوهانو کښې و چې د رېډیو، ټېليوېژن او سنېما د لارې ئې د پښتون کلتور او لطیف فنونه مخ په وړاندې بوتللو کښې لوې لاس کړی وـ دا دې یاده وي چې پنیني چا چې د نړۍ تاریخ کښې په ړومبي ځل د یوې ژبې (سنسېکرت) ګرائمر لیکلی و او بیا قامونو د هغهء په لار خپلو خپلو ژبو له ګرائمرونه جوړ کړي وو او حافظ مرغزي چا چې د احمدشاه بابا یوازینۍ پښتو شاهنامه لیکلې وه هم د صوابۍ د دې سیمې وو کومې چې د نثارمحمدخان پېرزونه په پښتون قام کړې وه ـ
د پښتون کلتور پرمختګ له د ټول ژوند ورکولو نه پس، نثارخان د فنکارانو کارنامې او په خصوصي توګه د موسیقۍ د مېړنو مړانې په خپل کتاب سپين تمبل کښې د ژوندي ساتلو تابیا کړې ده ـ په دې کتاب کښې چاپ د فني پوهې معیار او مقدار دا ښائي چې هغوي په رېډیو، ټي وي او سنېما کښې تش روزګار نهء و کړی بلکه د یو داسې، په فن د مئن مجنون غوندې ماحول ئې فنکارانو، موسیقارانو، ادیبانو او شاعرانو له په هاغه ټولنه یا معاشره کښې ورکړی و کومه کښې چې خلق فن سره بې کچه مینه کوي خو فنکار ته سپک ګوري ـ
د سپین تمبل نومې کتاب په یو داسې عجیبه انداز کښې لیکلی شوی دی چې لکه ټوله دنیا اوده ده، نیمه شپه ده، نثارمحمدخان د دنګ غر په سوکه ناست دی او سپوږمۍ لکه د سپين تمبل د اسمان په تندي ولاړه ده او دهء ته د یو یو فنکار قیصۍ تېروي کوم چې دې سپوږمۍ د پخوانو زمانو راسې په دې خاوره لیدلي دي ـ دا کتاب ډېر په اخلاص د پښتون کلتور عکاسي کوي چې په ښائسته انداز خپله مورنۍ ژبه غني کوي ـ د هاغه پخوانو فنکارانو عکسونو دا کتاب نور ځلولی دی چې پښتنو ئې د زمانو راسې، نهء هېرودونکي خوږې سندرې او ډرامې اورېدلې خو د دوي مخونه ئې نهء وو لیدلي ـ دې کتاب کښې د هاغه ګلناربېګم عکس هم شته چې رېډیواو فلم له ئې په زرګونو ځانګړې سندرې وئیلې وې خو د درنو پښتنو پړده ئې خوندي ساتلې وه او د دې سوبه په ټېليوژن نهء وه راغلې ـ دې کتاب کښې د هاغه فنکارانو نایابه خپلې قیصې هم شته چې لوستونکي ورسره خپل تړون جوړولی شي او د کلاسیکي او نوې موسیقۍ او فلم فرقونه هم کتلی شي ـ
لیکونکي نهء د کتاب جامعیت قربان کړی دی او نهء ئې د پښتو شاعرۍ یو صنف پرېښی دی چې د هغوي د فنکار فطرت او مهارت یو ځانګړې نمونه ده ـ
ـ د کتاب د ټولو نه خوندور اړخ د یو څلوېښت قسمه اتڼونو بیان دی چې پښتو موسیقۍ کښې لویه برخه لري چې د دې نه مخکښې هیچا په داسې منظمه توګه نهء دي بیان کړي ـ خو کهء مونږ د پښتنو دوه پنځوس قبیلې نظر کښې وساتو چې د هرې قبیلې ځان له یو ځانګړی اتڼ و نو هغه نور یوولس اتڼونه څهء شول؟ دا خبره نورو څېړنو ته اړتیا لري ـ لیکوال د هاغه بهرنو فنکارانو حق هم ادا کړی دی چې دې سیمې ته وخت په وخت راغلي دي او زمونږ د وطني فنونو پرمختګ کښې ئې مرستې کړي دي ـ دا کتاب د پښتونخوا فني تاریخ کښې یو داسې ځانګړی کتاب دی چې نهء صرف د پښتون کلتور خوندوره قیصۍ ئې سپوږمۍ سره په خبرو کښې لکه د یو زړهء راښکونکې افسانې تر لوستونکو راوړې ده بلکه نورو قامونو ته هم د خپلو کلتورونو د خوندي ساتلو بلنه ورکوي ـ الله پاک دې د نثارمحمدخان روح له ټول عمري خوشالۍ ورکړي ـ آمین
3 thoughts on “سپين تمبل”
سر السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسو دې علمي ليک زه حيران کړم دا کتاب د اخيستو او لوستو وړ دے چې وا يي خلم او ولولم ئي
سر السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسو دې علمي ليک زه حيران کړم دا کتاب د اخيستو او لوستو وړ دے چې وا يي خلم او ولولم ئي
زما لیکلي لیک له د وخت ورکولو ډېره مننه. ستاسو ډاډ زما حوصله زیاته کړه. الله پاک مو ښاد او اباد لره. آمین
سر السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسو دې علمي ليک زه حيران کړم دا کتاب د اخيستو او لوستو وړ دے چې وا يي خلم او ولولم ئي
سر السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسو دې علمي ليک زه حيران کړم دا کتاب د اخيستو او لوستو وړ دے چې وا يي خلم او ولولم ئي
زما لیکلي لیک له د وخت ورکولو ډېره مننه. ستاسو ډاډ زما حوصله زیاته کړه. الله پاک مو ښاد او اباد لره. آمین