Things Fall Apart  – Chinua Achebe  – Chapter Eight

ناول بدلون

اتم باب اوله برخه

د ايکيميفونا د مرګ نه وروسته اوکونکو تر دوو ورځو هيڅ خوراک څښاک و نه کړه . بس د سحر نه تر ماښامه به ئي صرف د کجورو شراب څښل چې ئي ورسره سترګې تکې سرې شوې او بنده ته به خونخوارې محسوسيدلې داسې لکه چې يوه مږه چا د لکۍ نه نيولي وي او په ځمکه ئي بې دریغه راګوذاروي .هغه خپل زوے نواے خپلې اوبي ته راوبلله چې د هغه سره کيني . خو ولے هغه ډير ويريدلے وه او چې څنګه ئي وليدل چې اوکونکو په خوب ورغلو نو هغه سمدستي د هغه د اوبي نه راپورته شه او بهر ووت .

اوکونکو د شپې اوده نه شه هغه د ايکيميفونا په بابله هيڅ سوچ او فکر کول نه غوښتل خو ولے چې څومره ترې ئي ځان بچ ساتلو هڅه کوله هغه هومره به ئي مخې مخې ته کيدو . د هغه خيال هغه خوب ته بيخي نه پريښودو . يو وارې هغه د خپلې بسترې نه پاڅيدو او يو خوا بل خوا په چکرو شو . هغه دومره کمزورے شوے وه چې د هغه پښو هغه ته په تلو کښې هيڅ کومک نه ورکولو او هغه داسې محسوسه کړه لکه چې يو غټ ديو د ماشو په پښو مزل کول غواړي . کله کله به ئي يوه يخه شان هوا په بدن کښې وزغليده او په ټول بدن کښې به خوره شوه . په دريمه ورځ هغه خپله دوهمه ښځه ايګويفي راوبلله او د خپلې خوښې خوړې غوښتنه ئي ترې وکړه هغه هم هغسې وکړه څنګه چې د اوکونکو خوښه وه ورسره ئي د کب او د تېلو قتلمې هم د هغه د پاره تيار کړل ‌.

” تا د تيرو دوو ورځو راهسې هيڅ نه دي خوړلي ” د هغې لور ايزنما په هغه مهال ووئيل کله چې ئي دغه خوړه د هغه مخې ته ايښودل . ” ته به اوس دا هر څه ختموے او دا ټول له خورے . ” هغه کيناسته او پښې ئي وغزولے. اوکونکو هم خوړه شروع کړه او خيال ئي چرته بل خوا و. سوچ ئي کولو چې دا جينۍ خو پکار ده چې يو نر ځوان وې او د خپلې لس کلنې لور پله وکتل او بيا ئي د کب يوه ټوټه هغې له ورکړه .

” ځه لاړه شه او ما له يو ګیلاس اوبه راوړه . ” ايزنما د کب ټوټی نه چک ووهلو او پاڅيده بهر ووته او سمدستي ئي د مور د اوبي نه د يخو اوبو ډک کنډول راوړه . اوکونکو هم په يو ګوټ سره ټولې اوبه وڅښلې او ورپسې ئي د خپلې خوښې خوړه وخوړه .

” ځه ورشه زما هغه تيلۍ راوړه ” هغه ايزنما ته حکم وکړه او هغې د اوبي د اخرې ګوټ نه د چيلۍ د څرمنې جوړه شوې تيلۍ راواخيسته او د اوکونکو مخې ته ئي کيښوده . هغه په دغه تيلۍ کښې د نسوارو يوه وړه شيشۍ لټوله . تيلۍ هم ډيره لويه وه او څيزونه پکښې هم ډير ؤ نو د يو څيز د لټولو د پاره به ئي ډيره خواري کوله چې په هغې کښې به ئي پوره لاس ورټومبلو نو هله به ئي ترې مطلوبه څيز راويستلو .

په دې تيلۍ کښې د نسوارو نه علاوه هم نور ډير څيزونه پراته ؤ لکه د څښاک يو ښکر او يوه پياله چې د يو بل سره په ټکر به ترې يو عجيبه شان غږ پورته کيده . د نسوارو يوه شيشه يز ډبلے ئي ترې بهر کړه او په خپله ګوډه ئي يو درې وارې ومږله او د ګس لاس په تلي کښې ئي څه لږ شانې نسوار نسکور کړل چې هم په دغه مهال ورته ياد شول چې هغه خو د نسوارو کاشوغه لا نه ده بهر کړي نو يو وارې بيا ئي په تيلۍ کښې لاس ور ننويست او کاشوغه ئي ولټوله اخر دا چې د اتي د غاښ جوړه يو کاشوغه ورله په لاس ورغله او هم په دې سره ئي نسوار واچول .

ايزنما د خوړې خالي تالے او پياله پورته کړه او د خپلې مور اوبي پله لاړه .

” پکار ده چې دا هلک وې ، جينۍ نه وې ! ” اوکونکو د ځان سره وغږیده او بيا ئي ذهن هم ايکيميفونا پله لاړ چې په دې خيال لږ شانې وبوږنيدو . ارمان چې څه کار وې چې هغه کولې او هغه پری هير شوې وې خو ولے موسم د ريبلو نه وروسته او د بل فصل په منځ کښې د کروندې د آرام وخت وه چې هيڅ کار پکښې نه وه . په دې موسم کښې سړي د خپلو پولو باندې د کجورو تازه زيلۍ د ايښودو باندې لګيا وي چې څه داسې څه خاص قسم کار نه وي . او اوکونکو دا کار په هغه ورځ کړے وه په کومه ورځ چې ملخان راغلي ؤ  او هغه د ديوال يو مخې ته ولاړ وه کار ئي کولو او نواے او ايکيميفونا بل اړخ ته ؤ .

” دا د تا نه ولے بوډۍ ښځه جوړه شوه هن ؟؟؟ ” اوکونکو ډ خپل ځان سره لګيا وه ” ته خو د نهو کليو د جنګ تورزن ياديږے. يو سړي چې په جنګ کښې پينځه ځوان مړه کړي وي ، هغه د يو ماشوم په وژلو دننه نه څنګه ماتيږي ؟؟؟ اے اوکونکو! ته خو لکه په رښتيا ښځه شوې ! “

هغه سمدستي ودريده د چيلي د څرمنې جوړه تيلۍ ئي په اوګه کړه او د خپل ملګري اوبيريکا پله روان شه . هغه د نارنج د بوټي د سيوري لاندې ناست وه د کجورو د پاڼو نه ئي د چت تيارولو . هغه د اوکونکو استقبال وکړه او خپلې اوبي ته ئي بوتلو .

” زه هم د خپل کار د ختمولو نه پس هم ستا پله درتلم چې هم ته راغلې ” هغه د پتون نه د شګو ذرې وڅنډلے.

” خير خو دے کنه ! ” اوکونکو پوښتنه وکړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!