اوکونکو سره د کور د انګړ د احاطې دېوال باندې لګيا ؤ ، کار ئي کولو . کله به چې فصلونه ورېبلے شو نو دا به تر ټولو سپک او اسان کار وه چې هغوي به کولو . په دېوالونو د نوي او غټې کجورې د شاخونه او پاڼې ايښودل ددې خلقو عام معمول وه چې د بارانونو په موسم کښې به ئي د حفظ ما تقدم په توګه کار کولو . اوکونکو د دېوال نه بهر کار کولو او دواړو هلکانو دننه . د دېوال په برنۍ برخې د يو اړخ نه بل اړخ پورې واړه واړه سوري ؤ چې په هغې کښې به اوکونکو پړي اچول چې مضبوط شي . دا پړي به هلکانو واخيستل او د لرګي جوړې ستنو پورې به ئي ښه مضبوط وتړه او د پړي بل سر به ئي هغه له بيا ورکړه چې ورسره به دېوال نور هم مضبوط شه .
ښځې د خشاک جمع کولو د پاره ځنګل پله تللي ؤ او واړه ماشومان د يو بل کورونو ته د لوبو د پاره راغونډ شوي ؤ . په يخه وچه هوا ( هرمېټن ) کښې په خلقو کښې ډ خوب راتله سبب جوړيده . اوکونکو او هلکانو ډير په چوپتيا سره کار کولو . اواز به هله پورته کيده چې کله به د بلې کجورې پاڼې په دېوال اېښودلے شوې يا به چې چرته يوې چرګې د خوراک په تکل وچې پاڼو لره الټه پلټه کولے . په دې دوران کښې ناڅاپه په ټوله نړۍ يو سيورے خور شه او نمر د ګورې وريځې په شا پټ شه . اوکونکو سر پورته کړه او په سوچ کښې لاړو چې دا څه وخت دے چې باران به وشي . ليکن سمدستي په چاپيريال کښې د خوشالیو غږونه پورته شوي او اموفيا چې د غرمې په سکوت کښې پروت وه ، د ژوندون ډک شه . “ملاخان راغلل” نر ښځې ماشومان بوډاګان ټول بهر راووت او کارونه او لوبې ئي مؤخر کړل چې دا غير مانوس منظر په خپلو سترګو و ويني ځکه چې ډيره موده پس ملاخان راغلي ؤ چې ددې نه مخکښې سېوا د بوډاګانو مشرانو چا هم نه ؤ ليدلي .