Skip to content
پښتو ژباړه : ګل اکبر خان
ناول : بدلون
شپږم باب اوله برخه
ټول کلے په ايلو ( ميدان ) کښې را غونډ شوې وه . نر ښځې ماشومان ټول په يوه دايره کښې ولاړ ؤ او منځ ئي د لوبې د پاره خالي پروت وه . د کلي مشران زبرګان په خپلو خپلو کرسو په احترام سره ناست ؤ کوم چې د هغوي زامنو يا غلامانو د هغوي د پاره په ترتيب سره ايښي ؤ . په دوي کښې اوکونکو هم موجود وه باقي نور خلق شا ته ولاړ ؤ سوا د هغه خلقو نه کوم چې د وخت نه مخکښې راغلي ؤ او د ځان د پاره ئي د لرګيو په تختو ځاے نیولے وه او ناست ؤ پرې . پالوانان لا تر دې مهاله نه ؤ راغلي او لا ميدان د ډول غږونکو په ولکه کښې وه څوک چې تماشه کونکيو مخې ته په دايره کښې ناست ؤ . د هغوي په شا د ريښمو سپېځلي بوټي ولاړ ؤ . وئيلے شي چې په دې بوټو کښې د هغه نېک ماشومانو پاک روحونه اوسي کوم چې لا تر اوسه زيږيدلي نه دي . په عامه ورځ کښې هغه ځوانې واده کړي ښځې دلته ددې بوټي لاندې کيني کوم چې د اولاد خواهش لري .
اووه ډولونه ؤ کوم چې د يوې اوږدې او پلنې ټوکرۍ کښې په ترتيب سره پراته ؤ . درې سړي لګيا ؤ او د لرګيو د چوکيو په مرسته ئي غږول . دا چوکي به دومره په تيزۍ سره هغوي خوزولے چې ډولونو به د ساز غږ په خپل ترتيب سره غږوه چې فضا به ورسره مسحوره شوه .

ځوانانو او زلمو په دې مهال د نظم و نسق ساتلو د پاره اخوا ديخوا په منډه ؤ . کله به په خپلو کښې په مشوره ودريدل او کله به ډ پالاوانۍ د لوبډلې غړيو سره په خبرو اترو شول څوک چې لا تر اوسه د دایرې نه بهر ولاړ ؤ . دوه ځوانان لګيا ؤ او د کجورو ښاخونه په لاس نيولي تماشايان د دايره د کرښې نه اخوا کول چې د لوبې په مهال په نظم و نسق کښې خلل رانشي . هغوي به په عمومي توګه د کجورو ښاخونه په ځمکه را پريښودل خو که کله به چا نه منل او د کرښې نه به دننه کيدل نو د هغوي په پښه به ئي ورو شانې ګوذار وکړه ددې د پاره چې نظم و نسق بحال شي .
اخر دا چې دوړه لوبډلې د ګډا په منځ کښې په ميدان کښې ننوتل په رد عمل کښې خلقو شور جوړ کړه او يو چغار شه او چړچکې شوې . د ډولونو غږونه پورته کيدو سره د جنون څه حد نه وه او خلق راوړاندې شول . د نظم و نسق ډلې انتظاماتو ته نوره هم پاملرنه وکړه چا چې څلورو اړخونه سمبال کړي ؤ . مشرانو د ډول په غږ سره سرونه خوځول او خپل تير شوي ورځې ئي يادولې چې هغوي به څنګه پهلواني کوله .
مسابقه د شپاړلسو پينځلسو کلونو د عمر د هلکانو په مابين کښې شروع شوه .په هره لوبډله کښې درې درې کسان داسې ؤ چې هغوي پهلوانان نه ؤ بس هسې ميدان ئي ګرمولو . په درنګ ساعت کښې دوه مسابقې اختتام ته ورسيدی خو ولے دريمه مسابقه داسې وه چې د هغې په کتو مشران سپين ګيري هم اريان دريان شول چا چې چرته د دومره جوش اظهار نه وه کړے . دا مسابقه هم ډير زر ختمه شوه بلکې د هغه نورو دوو نه ډير زر ختمه شوه خو ولے په دې مسابقه کښې داسې داو چا نه وه چلولے چې څوک حيران کړي . کله چې دواړو لوبغاړو مسابقه شروع کړه نو يو پکښې ناڅاپه داسې داو وچلولو چې د بيان وړ نه دے . هغه لکه د بجلۍ په تيزۍ سره خپل مد مقابل په ځمکه څملولے وه . خلقو شور پورته کړه چړچکې ئي ووهلې او د يو څو لحظو د پاره د ډولونو غږونه په دې شور کښې ډوب شول . اوکونکو هم يوه لحظه د خپلې کرسۍ نه پاڅېده او بيا کيناستو . د بريالي لوبډلې دريو غړيو خپل ملګرے په اوګه کړه او د ډيرې خوشالۍ نه د خلقو په منځ کښې ورننوتل . ډير زر خلقو ته معلومه شوه چې دا هلک څوک وه او هغه ماشوم واقعي چې د اوبيريکا زوې ماډوکا وه .

ډولونه غږوونکيو د اصل مسابقې نه مخکښې لږه شان وقفه وکړه . د هغوي جسمونه د خولو نه پړکيدل. هغوي اوبه او خوراک وکړه او لکه د عامو خلقو پشان ئي د يو بل سره خبرې وکړې او په خندا او خوشالۍ ئي دغه وقفه پوره کړه . د جوش فضا هم لږه سړه شوي وه داسې معلومېده لکه چې په ډول چا اوبه توې کړې وې . اوس خلقو يو خوا بل خوا کتل را کتل او د پيژندګلو خلقو سره ئي ستړي مه شې کول .
” ما ته خو اډو پته نه وه چې دا ته ئي ؟ “
ايګويفي هغې ښځې ته مخامخ شوه کومه چې د ډيره وخته د هغې په اړخ کښې ناسته وه .
زه په تا تور نه لګوم ” هغه ښځې په جواب کښې ووئيل ” ما په خپل ژوند کښې چرته دومره خلق نه دي ليدلي . دا رښتيا دي چې ته اوکونکو په ټوپک ويشتلي وې خو ته د نېکه مرغه بچ شوې ؟؟؟ “
” هو ! دا بالکل رښتيا دي زما خوږې ملګري ! دا رښتيا دي خو ما سره دومره لفظونه في الحال نشته چې ټوله قيصه تاسو ته تېره کړم “
” ستا چي او قسمت ويخ دے زما ملګري او هن زما هغه لور ايزنما څنګه ده ؟؟؟ “
” هغه ډيره ښه ده هغه اوس زمونږ سره اوسيږي “
“ما ته هم داسې لګي د هغې عمر څه دے ؟؟؟ “
” تقريباً لس کاله “
هغه به ډير عمر ولري کومې جينکۍ چې د شپږو کلونو نه مخکښې مړې نه شي هغوي ډير عمر لري “
” خدای دې وکړي چې ډير عمر ولري ” ايګويفي يوه اوږده ساه راښکله
کومې ښځې سره چې هغې خبرې کولې هغه چيلو وه .
error: Content is protected !!