د کرم ضلعې په سنټرل کرم کښې د غیر اعلان شوي عملیاتو له امله زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې

اغېزمن خلک د انصاف او مرستې تمه لري
بې‌کوره کورنۍ وایي: مونږ د کډوالو په کیمپونو کښې نه، بلکې خپلو کورونو ته ستنېدل غواړو

د سنټرل کرم تحصیل درې دېرش کلن محمد اسلم، چې له یوې خوا د پوستکي د سرطان په خطرناکه ناروغۍ اخته دی، له بلې خوا د خپل سیمه ییزو خلکو سره یو ځای د پېښور پریس کلب مخې ته په احتجاجي ناسته کښې ګډون کړی، څو د خپل کلي خلکو ته د روانو پوځي عملیاتو له ممکنه زیانونو څخه د ژغورنې غږ پورته کړي.

محمد اسلم وایي چې څو کاله وړاندې هم د ناامنۍ له کبله له خپل کلي کډه شوې وه، او کور یې بمبارۍ کښې ویجاړ شوی ؤ. هغه زیاتوي ،

« د اکتوبر په اتمه مو پرېکړه وکړه چې د سیمې حالت نامعلوم دی، نو د کور ټول غړي مې نژدې خوندي ځای ته انتقال کړل. خو د شپې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د هوايي بریدونو غږونه د لرې لرې سیمو پورې رسېدل. سهار چې مې له کلیوالو سره اړیکه ونیوله، معلومه شوه چې زمونږ کور هم د بمبارۍ ښکار شوی دی. کله چې بېرته لاړو، کور مو په بشپړ ډول نړېدلی ؤ او ټول سامان له منځه تللی و.»

محمد اسلم وایي چې د ده کور په ۲۰۰۹ کال کښې هم د عملیاتو پر مهال وران شوی ؤ، خو په ۲۰۱۷ کال کښې د خلکو په مالي مرسته بیا جوړ کړی شو. اوسنی درملنه یې هم د خلکو په مرسته روانه ده، خو د ډاکټرانو له مخې باید اتلس انجکشنونه واخلي چې د هر یوه بیه شاوخوا اتیا زره روپۍ ده. ځینې یې اخیستي، خو د مالي ستونزو له امله پاتې نشي اخیستی.

د کرم په سیمه کښې په ۲۰۰۹ کال کښې د امن د ټینګښت لپاره پوځي عملیات پیل شول، چې په ترڅ کښې یې زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې. خلک په ۲۰۱۷ کښې خپلو کلیو ته ستانه شول، خو د سیمې خلکو په وینا د هغو کسانو لپاره چې کورونه یې ویجاړ شوي، یا قربانۍ ورکړي، تر اوسه هېڅ مالي مرسته نه ده شوې.

سږ کال د مې په میاشت کښې د لور کرم په بګن، اوچت او مندوري سیمو کښې یو ځل بیا عملیات ترسره شول، او سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې. وروسته په جون میاشت کښې خلکو بیرته ستنېدنه وکړه او سیمه د ترهګرو څخه پاکه اعلان شوه.

د سنټرل کرم ټولنیز او سیاسي فعال پټهان عبدالخالق، چې اوسنی د احتجاجي ناسته مشري کوي، وایي چې له پنځه زره زیاتې کورنۍ د خپلو کلیو پرېښودو ته اړې شوې دي او اوس د جوماتونو او میلمنو خونو کښې اوسیږي، خو حکومت له دوی سره هېڅ مرسته نه ده کړې. هغه وایي حکومت اوس د نورو کلیو د خالي کولو امر هم کړی دی.

عبدالخالق وایي ،
« تر اوسه د صوبایي حکومت هېڅ لوړپوړی

څوک زمه وار مونږ سره د خبرو لپاره نه دی راغلی. زمونږ غوښتنه واضحه ده — مونږ غواړو د وزیر اعلی خیبر پښتونخوا سره مستقیمې خبرې وکړو. که زمونږ غږ وانه ورېدل شو، نو زرګونه بې‌کوره خلک به د سپینو بیرغونو او د قرآن نسخو سره د وزیر اعلی کور مخې ته احتجاج وکړي، او که هلته هم حل رانه ووځي، نو مونږ به اسلام‌اباد ته لاړ شو، خو نور ظلم نه زغمو.»

د “وائس PK” تر لاسه شویو اسنادو له مخې، د کرم د پولیسو دفتر د اکتوبر په نهمه یوه اعلامیه خپره کړې، چې له مخې یې د یو میاشتې لپاره به د سنټرل کرم په ۲۱ کلیو کښې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کېږي. خلکو ته ویل شوي چې له کورونو مه ووځئ او مهمې لارې به تړلې وي.

تر اوسه د ۳۵ زره کسانو راجسټریشن شوی، خو ګڼ شمېر خلک د اورکزو او خیبر سیمو ته په غیر رسمي ډول کډه شوي، چې د هغوی هیڅ حکومتي ریکارډ نشته.

د تېرو څو ورځو راهیسې د سنټرل کرم په بیلابیلو سیمو کښې د احتمالي عملیاتو له امله سخت اضطراب خپور دی. د مسوزي او علي‌شرزي قبیلو له سیمو لکه جوګۍ، تور غر، جودرې او علي‌شرزي کلیو خلک خپل کورونه قلف کړي او خوندي ځایونو ته تللي دي.

د ضلعې یوې ادارې چارواکي وایي چې د بې‌کوره شویو خلکو د مرستې لپاره د ډپټي کمشنر په مشرۍ غونډه شوې، چې پکې PDMA، نادرا او نورو ادارو ګډون کړی. پرېکړه شوې چې د صدې بازار ته نژدې خارکلي سیمه کښې به د اکتوبر له شلمې د راجسټریشن عمل پیل شي، او هرې کورنۍ ته به د موبایل سم له لارې ۱۱۸ زره روپۍ ورکړل شي.

حکومت وايي چې د بې‌کوره شویو خلکو لپاره په ټل کښې کیمپ جوړ شوی، خو تر اوسه هېڅ کورنۍ هلته نه ده تللې، ځکه خلک غواړي د خپلو خپلوانو سره میشت پاتې شي، نه په کیمپونو کښې.

د سنټرل کرم بې‌کوره شوې کورنۍ وایي چې حکومت تر اوسه د دوی د مرستې لپاره هېڅ عملي ګام نه دی پورته کړی، او ټل ته د تګ لپاره ټاکل شوی کرایه یوازې ۸ زره روپۍ ده، حال دا چې حقیقي لګښت له ۱۷ زرو زیات دی.

ځوان عاطف رشید، چې یو ټولنیز فعال او د احتجاج برخه‌وال دی، وایي:،

حکومت خلکو ته د کډې مخکې هېڅ خبر نه ؤ ورکړی، او نه د راجسټریشن، خوراکي توکو او طبي مرستې لپاره کومه تیاري شوې وه. خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.»

د مسوزي تور غر د یو متاثره کس سرفراز له قوله:

«زمونږ ډېری خلک د حکومتي مرستې تمه نه لري، بلکې د خپلوانو یا خالي کورونو کښې میشت دي. تر ټولو لویه ستونزه د څارویو ساتنه ده. ډېرو خلکو خپل څاروي په څړځایونو پرېښي، ځینو بیا په مجبوري خرڅ کړي دي.»

په ډوګر سیمه کښې، چې د مسوزي قبیلې مرکز بلل کېږي، د قبایلي مشرانو لویه جرګه وشوه. جرګې پرېکړه وکړه چې د امن لپاره به د خبرو او مفاهمت لاره غوره کوي، او د سپینو بیرغونو سره به د دواړو لوریو نه د سولې غوښتنه کوي.

وروسته د کرم له بیلابیلو سیمو — لکه صدې، ډوګر، او نورو — د امن لاریون ترسره شو، خلکو سپین بیرغونه پورته کړي وو او د سولې شعارونه یې ورکول. دوی غوښتنه کوله چې نه ترهګر دې پاتې شي او نه عملیات وشي.

د ډوګر اوسېدونکي اعجاز خان وایي چې تر اوسه هېڅ کورنۍ د کیمپ لور ته نه ده تللې، ځکه هلته د ژوند اسانتیاوې، د ښځو لپاره مناسب ځایونه او د حکومتي ژمنو باور کم دی. د ده په وینا، دا د خلکو د خاموش احتجاج یو ډول دی.

پټهان عبدالخالق په یوه پوښتنه کښې وویل:

«ناامني یوازې د کرم نه ده، دا د ټول هېواد مسئله ده. مونږ دایمي امن غواړو. د امنیتي ځواکونو تلفات هم د اندېښنې وړ دي، خو د هر ډول عملیاتو نه مخکې باید له خلکو سره مشوره وشي، څو ولس ته زیان ونه رسېږي. موږ مخکې هم د سولې لپاره اته کاله د کډوالۍ سخت ژوند تېر کړی، خو اوس بیا هماغه حالت تکرارېږي.»

په تېرو کلونو کښې د کرم سیمه د شیعه ـ سني نښتو له امله له درنو جاني او مالي زیانونو سره مخ شوې. د پاراچنار ـ پشاور سړک باندې ګڼ بریدونه وشول. وروسته حکومت د لارې د امنیت لپاره سخت اقدامات وکړل، دواړه اړخونه یې د سولې تړون ته راوستل او له خلکو یې دروند وسلې ټولې کړې، همدارنګه د جګړو مورچې ونړول شول.

په پېښور کښې د احتجاجي ناستې برخه‌وال په دې خبره ټينګار کوي چې مونږ به وړومبے پېښور کښې وزيراعلا ته احتجاجي ناسته کوو او که زمونږ غوښتنې پوره نشوې نو اسلام آباد ته به احتجاجي سلسله اوږدوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!