Things Fall Apart – Chinua Achebe  – Chapter Five

ناول :  بدلون
پينځم باب دريمه برخه

” سترګې به دې وسوځي ! “
د نواے مور ايزنما ته د مينې په انداز کښې د يام سپينولو نه سر اوچت کړه او لږ په سخته ووئيل ” پکې ورته ووهه کنه ” هغه پاسیده او د چت د تير نه ئي ببوزې راکوز کړ . هم په دغه مهال يوه چيلۍ لګي شوه او د يام په پوستکو ئي خله کيښوده او د ځاے د ځاے نه ئي خوړلو باندې ئي شروع وکړه او د ځان سره ئي يوړه او د نورو چيلو په منځ کښې ودريده او شخوند ئي وهل شروع کړ . د نواے مور د چيلۍ په دې حرکت غصه شوه او بيا د يام سپينولو د پاره کيناسته .

د ايزنما د اور نه اوس لوګے په بره روان شه . هغې ورته ببوزې وهلو عن تر دې چې شغلې ئي په بړکيدو شوې . د نواے مور د هغې شکريه ادا کړه او ايزنما د خپلې مور جونګړې ته پستنه شوه .

هممهاله چرته د لرې نه د ډولونو غږ پورته شه . دا غږ د ايلو (د کلي پخوانے لوے مېدان ) نه راتله . د افريقې په هر کلي کښې همدغسې ايلو ؤ او د هر ايلو لرغونتوب د کلي د لرغونتوب برابر وه . دلته به کلي هر تقريب او د هر قسم ګډا ګانو انتظام کيده چې د ژوندون نه به ډکې وې او چرته به چې ژوندون ښه په جوین کښې شه .

اوکونکو مرۍ صفا کړه او پښه ئي د ډول په غږ خوزيده را خوزيده . د هغه په رګونو کښې د ځوانۍ وينې ټوپونه وهل د چا په زړه کښې چې بريا او د نورو خلکو د قابو کولو خواهش هغسې سر پورته کولو لکه چې يو ځوان په سينه کښې د يوې پېغلې د لمس تصور سر راپورته کيږي .

” مونږ به کشتۍ له کله ځو ؟؟؟ ” ايزنما د خپلې مور نه پوښتنه وکړه .
” لا اوس نه . . .  هغه د نمر پريواته نه وروسته شروع کيږي . “
” هغوي د اوسه ځايه ډولونه ډنګوي “
” هو ! ډولونه خو د غرمې راهسې ډنګولے شي ولے کشتۍ د نمر پريوته نه وروسته شروع کيږي . ځه ته لاړه شه پلار دې د ماښامي يامونه رېبلي دي که نا “
” رېبلي ئي دي مورې ! ډ نواے مور ئي همدا مهال پخوي “
” ښه ځه بس مونږ له ئي هم راوړه زر کړه شابه چرته نا وخته نه شي ! “

ايزنما په منډه منډه لاړه او يو دوه يامونه ئي مور له را ورسول . ايګويفي زر زر ترې پوستکي لرې کړل يوه چيلۍ ورسره نزدې اخوا ديخوا کيدله او پوستکي به ئي هم خوړل . . هغې د يامونو وړې وړې ټوټې راغونډې کړې او پورونکے ئي ترې پوخ کړه .

همدغه مهال بهر په انګړ کښې د چا د ژړا غږ پورته شه. غږ د اوبېجيلي معلوميده.

” دا اوبېجيلي نه ژاړي ؟؟؟ ” ايګويفي د نواے مور نه پوښتنه وکړه .

” هو لګي خو هم هغه . داسې معلوميږي لکه چې د هغې بيا منګے مات شوے دے . “

اوس د ژړا غږ نزدے شو . هم دغه مهال ټول ماشومان په قطار کښې دننه راغلل او د هر يو په سر منګے پروت وه . د ټولو نه اول ايکيميفونا را ننوت د چا په سر چې غټ منګے پروت وه ، هغه پسې نواے او د هغه دوه واړه وروڼه ؤ او په ټولو کښې اخري اوبېجيلي وه د چا په اننګو چې د اوښکو يوه لړۍ لکه د باران د څاڅکو راروانه وه د منګي منجيله د هغې په يو لاس کښې وه په کومه به چې هغې منګې په سرولو ‌

څه وشو درباندې ؟؟؟ ” اوبېجيلي د مور په پوښتنه ټوله پيښه بيان کړه . مور ورته تسليت ورکړه او د نوي منګي د اخيستو لوظ ئي ورسره وکړه . د نواے ورکوټي ورور خپله اصل قيصه تېروله چې ايکيميفونا ورته بد بد وکتل لکه چې منع کوي ئي او په رد عمل کښې هغه غلے شه . په اصل کښې اوبېجيلي د سترو ښځو نقل کولو چې منګے ئي د سره پريوته . منګے ئي پريښود او دواړه لاسونه ئي په نرۍ ملا او تشي کيښوده او په دغه مهال منګے ئي د سره پريوته ‌ نو کړس کړس په خندا شوه خو چې کور ته ورسيده نو وير ژړا ئي شروع کړه .

د ډول غږونه په تسلسل سره روان و . دا اوس صرف د يو ډول غږ نه وه بلکې د ټول کلي روح وه ، د زړه درزا وه کومه چې په زړه کښې ، په هوا کښې ، په رڼا کښې او په ونو بوټو کښې تاويده را تاويده او ټول کلے پرې ګرم وه . ايګويفي د خپل څښتن د برخې پورونکے په يوه غټه پيالۍ کښې واچوه او پټ ئي کړ او ايزنما هغه د اوکونکو حجرې ته يوړ چا چې د چيلۍ د څرمن نه جوړه شوي پوزي باندې ناست د مشرې ښځې د لاس ډوډۍ خوړله . اوبېجيلي چې کوم پورونکے راوړ ، په فرش ناسته انتظار ئي کولو ، ايزنما د خپلې مور پخ کړے د هغه مخې ته کيښود او د اوبېجيلي سره خوا کښې کيناسته ‌ .

” لکه د ښځو په شانې کيښنه کنه ” اوکونکو هغې لره ورټله او په رد عمل کښې ايزنما دواړه پښې را يوځای کړې او سمه کيناسته .

” بابا ! ته به کشتۍ له ځې ؟؟؟ ” ايزنما ډير په نرمه ووئيل .
” هو ! ولے ته به ځې ؟؟؟ ” اوکونکو وپوښتل نو هغې ووئيل
“هو ! زه ستا کرسۍ يوسم ؟؟”
اوکونکو منع کړه
” نه ! دا ستا کار نه دے ، دا د هلکانو او زلمو کار دے “
د اوکونکو ايزنما ډيره خوښه وه . هغه بيخي مور ته تلي وه څوک چې د کلي يوه ښايسته پيغله ياديده .
” اوبېجيلي منګے مات کړے دے تاسو ته پته ده ؟؟؟ ” ايزنما ووئيل
” هو ! راته ئي وئيلي دي ” اوکونکو د نمړۍ د تيرو په مهال وئيل .
” بابا د خوړې په مهال خبرې کول نه دي پکار کنې په بده به دې ورشي ! ” اوبېجيلي ووئيل
” بالکل سمه دې ووئيل تا واوريدل ايزنما ؟؟؟ ته د اوبېجيلي نه په عمر کښې مشره ئي خو په عقل کښې در نه هغه پوهه ده .”
بيا هغه د دوهمې ښځې لوښي پرانستل او خوړه ئي شروع کړه . اوبېجيلي خپل لوښي پورته کړل او مور له لاړه . ورپسې نيکيچي دريم لوښے په لاس کښې نيولي دننه راغله څوک چې د اوکونکو د دريمې ښځې لور وه .
لرې د ډول غږ ورو ورو په زياتيدو شه او ډول لکه د يو ژوندي زړه پشان درزيده ‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!