رپورټ : اسلام ګل افريدی
د اکتوبر د يوولسمې او دولسمې نېټې ترمنځ شپه، کله چې افغان طالبانو د پاکستان پر امنيتي پوستو بريد وکړو، او پاکستاني ځواکونو ځوابي عمليات ترسره کړل، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې سختې خرابې شوې. د دغې کړکېچ په نتيجه کښې نه يوازې د تورخم دروازه بلکې د خرلاچي، غلام خان، انګور اډه او چمن پولې هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.
د اوسني تاوتريخوالي له امله د تورخم دروازه له تېرو څلورو ورځو راهيسې تړلې ده.
| تقريباً لس زره ځايي خلک د تورخم پولې له لارې خپل روزګار چلوي. د سيمې د خلکو د عايد ستره سرچينه د پاک افغان سوداګري ده. د پولې له تړل کېدو سره دا خلک بېروزګاره شوي، او د دې نيغ په نيغه اثرات د لنډي کوتل پر تجارتي مرکز دی |
د پاک افغان پر لويه لاره د جمرود او لنډي کوتل په سيمو کښې د افغانستان پر لور تلونکي باروړونکي موټرونه اوږدې ليکې جوړې کړي دي، چې ګاډو والا سختو ستونزو سره مخامخ دي.
وقاص، چې له پاکستانه افغانستان ته سيمنټ وړي، له تېرو پنځو ورځو راهيسې د لنډي کوتل پر غاړه ولاړ دی. هغه د ريړۍ نه يو کپ قهوه او کيک اخلي او ناشتې ته يې کاروي، ځکه نزدې کوم هوټل شتون نه لري. نوموړي وويل، دلته هېڅ اسانتيا نه شته، د بار دروندوالي له امله موټر ته تاوان رسېږي او د مال خرابېدو وېره هم ده. ده زياته کړه، تر اوسه هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي چې پوله به کله بېرته پرانيستل کېږي.
تقريباً لس زره ځايي خلک د تورخم پولې له لارې خپل روزګار چلوي. د سيمې د خلکو د عايد ستره سرچينه د پاک افغان سوداګري ده. د پولې له تړل کېدو سره دا خلک بېروزګاره شوي، او د دې نيغ په نيغه اثرات د لنډي کوتل پر تجارتي مرکز دی.

د لنډي کوتل د تاجرانو د اتحاد مرستيال فيصل ملوک وويل، کله چې د تورخم پوله وتړل شي، په سيمه کښې تجارتي فعاليتونه نزدې ختم شي. د ده په وينا د سيمې د خلکو يوازينئ غټه زريعه سرحدي تجارت دی، خو اوس په بازارونو کښې ګاهک نشته . ده وويل، ډېری غريب مزدوران هر سهار د روزګار لپاره تورخم ته ځي او ماښام د کور لپاره سامان اخلي، خو د پولې تړل کېدو د هغوی د کورونو انغری ساړه کړې دي. فيصل ملوک له دواړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي او د تګ راتګ لپاره د تورخم پوله پرانيزي.
| د تورخم پولې د تړل کېدو له امله له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهير هم اغېزمن شوی دی. له بلې خوا، د سند او پنجاب اعلا وزيرانو د کډوالو د ستنېدو بهير د چټکتيا امر کړی دی. |


