Skip to content
پښتو ژباړه : ګل اکبر خان
ناول : بدلون
پينځم باب دوهمه برخه
خو ښه ده هغه بچ شوي وه . د ټوپک ګولۍ د هغې سره په خوا کښې تېره شوه خو د نېکه مرغه هغه بيخي د مرګ ژوبلې نه بچ شوه . د ټولو په ساه کښې ساه راغله . د دې پېښې نه باوجود هم د نوي يامونو جشن کښې د اوکونکو ټول ټبر ښه په جوش او جذبې سره وخت تېر کړه . په هغه سحر هغه خپلو مړه شوي مشرانو په روح د نوي يام او کجورو د تېلو قرباني وړاندې کړه او دعا ئي وغوښته چې نوې کال دې د هغه او د هغه د ټبر د پاره د خوشحالو وګرځي . څنګه چې سحر شه د هغه درې واړه سخرګنۍ را ورسيد او هر يوه سخرګنۍ د ځان سره د کجورو د شرابو يوه يوه چاټۍ راوړي وه د خوړې دا سلسله تر شپې پورې روانه وه بيا د هغه درې واړه سخرګنۍ خپلو خپلو کورونو ته بېرته لاړل .
د نوي کال په دوهمه ورځ د اوکونکو او د ګاونډي کلي د پهلوانانو تر منځه د لويه کشتۍ مسابقه وه . دا وئيل ډيره ګرانه ده چې د خلکو د اختر د خوړې اولنۍ ورځ ډيره خوښه وه او که د کشتۍ دوهمه ورځ ؟؟؟ څو ولے يوه ښځه په دې کښې داسې وه چې د هغې د اختر دوهمه ورځ ډيره خوښه وه او هغه د اوکونکو دوهمه ښځه اګويفي په کا چې هغه ډزه کړي وه او تقريبا وژلي ئي وه . هغې ته د کال په ټولو اخترونو کښې هم د کشتۍ دا ورځ ډيره خوښه وه . ډير وړاندې چې هغه د کلي يوه ښايسته ميرمنه وه اوکونکو په يوه مشهوره مسابقه کښې بلي نومې پهلوان ته ماتې ورکړې وه چې په ددې لامله هغه د هغې زړه ګټلې وه . په دغه مهال هغې د اوکونکو سره واده ځکه و نه کړې شه چې هغه دومره غريب وه چې د هغې د مهر حق ئي قدرې نه شه پوره کولې . خو ولے يو څو کلونه وروسته هغې خپل ميړه پريښود او اوکونکو سره ئي اوسېدل شروع کړه . دا د ډير وړاندې خبره ده . اوس د هغې عمر پينځه څلويښت کاله وه چا چې د عمر ډيره برخه په ډير کړاونو تېر کړے وه خو د کشتۍ سره د هغې مينه اوس هم هغه شان تازه ده لکه چې ديرش کاله وړاندې چې څنګه وه .

د نوي يام د جشن په دوهمه لا تر اوسه چې غرمه نه وه راغلي اګويفي او د هغې لور اېزېما د نغري په خوا کښې د اوبو د خوټکيدو په انتظار وو . هغې کورنۍ چرګه حلاله کړي وه او په کټوۍ کښې ئي اچولي وه چې اوبه وخوټکيدې نو هغې ډير په مهارت سره دغه اوبه په چرګې واچولې او کټوۍ ئي تشه کړه او د نغري په يو خوا کښې ئي کيښوده .لاسونه ئي تور شوي و نو هغې ته ئي لږ ساعت د پاره وکتل . ايزنما به مدام اريانه دريانه کيده چې د هغې مور په لاسونو سره تاوده لوښي څنګه د نغري نه راپورته کړي .
هغې ورته ووئيل
ايګويفي ! دا رښتيا دي چې خلک لوي شي نو اور هغوي ته هيڅ نه وائي ؟؟؟
ايزنما به مدام د نورو ماشومانو بر عکس مور ته په خپل نوم اواز کولو .
ايګويفي جواب ورکړه
هو !
لکه د خبرو اترو وخت نه و نو صرف په اثبات کښې ئي سر وخوزولو. هغه د لسو کالو ضرور وه ولے د خپل عمر نه زياته هوښياره وه . هغې ووئيل
د نواے مور خو هغه ورځ ګرم سوپ نه ډکه کټوۍ غورزولي وه او ماته شوه !
ايګويفي چرګه واړوله را واړوله او د هغې وزرې ئي ماتې کړې . ايزنما د مور دې عمل ته کتل او ګويا شوه
ايګويفي ! زما سترګه رپيږي . . .
د هغې مور په جواب کښې ووئيل
لکه ته ژاړے ؟؟؟

نه ! دا برنۍ باڼه دي هغه رپي !
د دې خو دا مطلب شه چې ته څه کتل غواړې !
زه له به څه ګورم ؟؟؟
ما ته څه پته ده !
ايګويفي د لږ سوچ نه وروسته ګويا شوه
ښه !
ايزنما وئيل
د کشتۍ مسابقه !
د چرګې ټولې وزرې کټ کړې شوې او ايګويفي د هغې مښوکه هم د کټ کولو کوشش وکړه خو هغه لږه سخته وه نو د يو څو لحظي ئي په نغري په اور ونيوله . بيا ئي چې پرې زور وکړه نو مښوکه ئي را وایستله .
ايګويفي! ايګويفي!
د يوې بلې جونګړې نه غږ پورته شه . دا د نواے مور او د اوکونکو مشره ښځه وه .
ما ته واے ؟؟؟ ايګويفي ورته آواز وکړ .
د بهر نه په غږ پورته کيده هم دغسې خلک جواب ورکوي کله هم هو نه وائي ولے چې خلکو توهم وه چې کېدے شي چې چرته بد روح غږ نه وي پورته کړے .
ته ايزنما ته لږ اور ورکولې شې ؟؟؟
ولے چې د هغې خپل زوے او ايکيميفونا په کور نه و او چينې له تلي و .
ايګويفي د خاورو په مات لوښو کښې بل شوي کويله کيښودل کوم چې ايزنما په صفا انګړ نه د نواے مور له يوړه .
شکريه ايزنما ! هغې نوي يامونه سپينول او ورسره په خوا کښې په ټوکرۍ کښې شنه سبزي پرته وه .
زه تا له اور بل کړم ؟؟؟ ايزنما د هغې سره د مرستې په انداز کښې ووئيل .
شکريه ايزګبو!
هغې به ايزنما ته مدام د ايزګبو په نوم بلل کول ددې لفظ معنا ده نېکه ماشومه .
ايزنما بهر ووته او د لرګو نه ئي يو څو لښتې راواخستل د خپلو پښو په تلي ئي ماتې کړې او د اور بلولو ډ پاره ئي په نغري کښې پوکي وهل شروع کړه .
error: Content is protected !!