پښتنو ته د پنجاب پېغور

یو څو ورځې مخکښې اېمل ولي خان په سېنټ کښې چې څۀ ووئيل ، د هغې د ردعمل په طور طلال چوهدري د خپلو مشرانو له خوا په عوامي نېشنل ګوند او اېمل ولي خان مختلف الزامونه ولګول ـ دا الزامونه په عوامي نېشنل ګوند څۀ نوې خبره نۀ ده ـ د دې نه مخکښې هم د پنجاب بالادستو قوتونو د پښتنو په مختلفو مشرانو په مختلف وختونو کښې داسې نيوکې کړې دي ـ سوچ هم هغه دے ، پښتون قام سره رويه هم هغه پخوانئ  ده ، څۀ الزامونه هم هغه افغانستان سره تړلي او د غدارۍ دي ـ فرق صرف دا دے چې د حکمرانانو په جامه کښې ناستې څهرې بدلې دي ـ خو د دوي ملا ټپولو والا اصل کښې هغه خلق دي د چا په لاس کښې چې د اختيار واګې دي ـ د طلال چوهدري کردار صرف د شاه نه زیات د شاه د وفادار والا دے ـ

د طلال په خبرو کښې د اے اين پی د دور د کرپشن پېغور ؤ ــــ  په اېمل ولي بل اواز د انډر نائنټين ؤ ـ او د ټولو نه غټ پېغور دا ؤ چې:

“خپله علاقه کښې د کونسلر سيټ هم نۀ شي ګټلې او په نورو ذريعو او د چا په مرسته ورته د سېنټ دا ممبري ملاؤ شوې ده ـ”

طلال چوهدري دلته د عوامي نېشنل ګوند د موجوده سياسي مقام متعلق چې کومې خبرې کړې دي نو  پنجاب نعره زور کښې عزت دے ، په آئينه کښې دې وګوري ټيټ عزت خو د بوټ شو  بوټ او پنجاب چرې نۀ غواړي چې د پښتنو ووټ دې عزت واخلی  ـ 

د پنجاب خلق او د طلال چوهدري پشان مهرې دې دا ياد وساتي چې تاسو کله هم ځان مظلوم کړے دے نو پښتونخوا ته راغلی يئ او دا زمونږ روايت دی چې پښتنو د مظلوم ملګرتيا کړې ده خو پنجاب هغه سياسی مکرجن دی چې بيا ې د پښتنو نمک حرامی کړې ده اوس اوس پی ډی ایم ې ښکاره ثبوت دی، نېشنل ګوند ته زيات نقصان د ملک د مفاد د پاره غېر فطري اتحاد رسولې دے ـ او دا غېر فطري اتحاد ولي خان د نواز شریف سره کړې ؤ ـ دې اتحاد کښې نواز شریف د ولي خان د سیاسي تدبر په وجه ډېر څۀ حاصل کړل خو په بدله کښې ئې  د عوامي نېشنل ګوند نظرياتي سیاسي امېج ته نقصان ورکړو ـ د پښتون قام پرستۍ هغه د عروج دور او “دا خاوره انقلاب غواړي” ،  “را واخلۍ بیا د انقلاب سرۀ نشانونه” والا رومانوي فضا چې هر پښتون پکښې د پښتون او پښتونخوا د ترقۍ او پرمختګ خوبونه ليدل هغه کېفيت ئې ورله بلکل ختم کړو ـ او چې کله بیا د صوبې د نوم خبره راغله نو د غېرت او د دوستۍ په مېدان کښې دې پنجاب سياسی کم اصلتوب  وښودلو ـ

د عوامي نېشنل ګوند سیاست نه د مفاداتو دے او نه د الېکشن ګټه ئې مخې ته وي ـ بلکې خپل موقف او خپله نظريه ګټي ـ د ۱۹۹۰ الېکشن کښې خلقو مولانا حسن جان صرف د يو عالم دين په حېث د خان عبدالولي خان په مقابله کښې کامياب کړو ـ چې د سياست په مېدان کښې ئې د ولي خان په مقابله کښې هېڅ وزن نۀ لرلو ـ د ۲۰۰۲ الېکشن چې څۀ وخت کېدو نو د افغانستان د حالاتو په وجه ټول پاکستان او خاص کر د پښتنو په علاقو کښې د امريکې خلاف سخت د نفرت فضا خوروه وه او د طالبانو سره ئې همدردي لرله ـ په داسې موقع هم ګوند د خپل موقف پالنه وکړه ـ د تيارو او وحشت په ځائے ئې د رڼا خبره کوله ـ د خودکش حملو مذمت ئې کولو ، د ښځو په تعليم د پابندۍ ئې غندنه کوله او افغانستان کښې د نورو مذهبونو د مذهبي جذباتو د احترام خبره ئې کوله نو نتيجه دا شوه چې خلقو ووټ د عوامي نېشنل ګوند خلاف استعمال کړو ـ

طلال چوهدري ولې ستا څۀ خيال دے چې تا الېکشن ګټلې دے ـ نا ــــ تۀ خو دا فارم سېنتالیس پېداوار ئې ـ ستا هغه مشر نواز شریف هم د ياسمين راشد نه شکست خوړلې وۀ ـ خو شپه په شپه چې کومه لوبه وشوه هغه ټولې دنيا ته پته ده ـ

سترګې به نه پټوؤ د اېمل ولي خان ګټه ډېره اسانه وه ـ خو کۀ هغۀ د صوبائي خودمختارۍ خبره نۀ کوله ، د اتلسم ترميم خبره ئې پرېښې وه او ستا د پارټۍ اصلي واکدارانو ته ئې د وسائلو د لوټلو اجازت ورکړے ؤ ، نو بیا به د کونسلر سيټ ګټل څۀ چې د ټولې صوبې کنګ مېکر به ؤ ـ

ستا د پیغورونه شا ته دا خبره هم ده چې تا نه خپله مکروه ماضي هېره نۀ ده ـ خپله غلامي درنه هېره نۀ ده ـ د لوديانو او خلجیانو د تورو ګذارونه اوس هم تاسو خوبونو کښې یره وي ـ د غوري او شېر شاه غړمبېدلو په دې دور کښې هم درنه خوبونه تختولي دي ـ د احمد شاه بابا یرغل اوس هم ستاسو پرتګونه په خوب کښې لوندوي ـ او اې! د ډاکټر نجيب الله هغه څپېړه چې د حميد ګل مخ ئې پرې سور کړې ؤ ، د هغې نشان ستاسو په مخونو اوس هم ليدې شي ـ

زۀ به درته نور څۀ ووایم خو د مشهور وکيل وهاب الخیري هغه انټرويو خو به درنه هېره نۀ وي کنه ـ په غوږونو کښې ګوتې مه ورکوه واؤره چې څۀ وخت ستاسو حکومت ؤ نو وئيلي ئې وو چې:

پاکستان باندې د هغې اقتدار پرستو ټوله قبضه لري چې مخکښې د انګرېزانو غلامان وو او اوس د امريکې ـ دا ملک د قائد اعظم د جېب د کهوټه سکو جاګير دے ـ”

داسې نور ډېرې خبرې دي چې ستاسو بدرنګه څهرې به نورې هم بربنډې کړي ، خو د فارم سېنتالیس پېداوارو مازغۀ ډېر کمزورې دي ـ د اسمبلو سیاست عوامي نېشنل ګوند کۀ کول غوښتل نو بیا به ئې خپل آواز غلې کولو ـ نظريه به ئې ښخوله ـ ورشه د خپل مشر نه دې تپوس وکړه چې داسې نۀ ده ـ او کۀ زۀ ئې درته ووایم:

د 1990 انتخاباتو کښې چې ولی خان له خپلو پښتنو د ملا حسن جان په مقابله کښې شکست ورکړو نو ملا سره ټول سيکولر قوتونه بشمول د قومی انقلابی پارټئ ملګري وو ـ

نوازشريف ولی خان ته آفر کړې ؤ چې زۀ درته د لاهور خپل سيټ پرېږدم ، ستا نه بغېر به د ايوان خوند نۀ وي ـ خو ولي خان انکار وکړو ـ د پارټئ ځينې ملګرو د ولي خان فيصله نه خوښوله خو ولي خان ووې:

“زه پښتنو ته د پنجاب پيغور نه جوړوم چې سبا به وائي پښتنو شکست ورکړو او پنجاب درله ليډر کامياب کړو ـ”

او  نن د ولي خان هغه خبره رښتيا شوه چې پنجاب د بلوچستان پېغور هم وکړو ـ حالانکې بلوچستان او ولي باغ په ماضي کښې کلک تړون لري ـ

دا به درته هم ووایم چې خلقو له په غړېدلو سترګو ګوتې منډې ، پیغورونه کوې ، اسټېبلشمنټ چې څنګه پنجاب کښې په فارم سېنتالیس ستاسو مسلم ليګ کامیاب کړو نو په پښتونخوا کښې ئې هم دا لوبه کولې شوه ـ خو نۀ ، ځکه نۀ چې بیا به د صوبې د حقوقو محافظ او دعوېدار جماعت د صوبې د وسائلو لوټ مار کښې دوي ته غټ رکاوټ وۀ ـ

پښتنو تاسو ته هم وايم چې طلال چوهدري به ضرور پېغور ورکوي چې د کونسلر سيټ هم نۀ شي ګټلې ـ ځکه چې زمونږ په ذهنونو هغوي د عمران په شکل کښې خپله یوه مهره داسې مسلط کړې ده چې مونږ ئې صرف په نعرو دهوکه خوړلې ده ـ خپل ځان نۀ پېژنو په خپل قام او د قام په مشرانو غېرت نۀ کوؤ ـ خو ماته اوس هم کله کله هغه نر پنجابی حبیب جالب یاد شي چې د اصولو په سیاست کښې تر مرګه غېرتي ؤ ـ د باچا خان او ولي خان مريد ؤ ـ او کۀ ژوندې ؤ نو په خپلو پیرانو به ئې غېرت کولو ـ او د نن سبا ګل خان ته به ئې هم وئيلي وو چې:

د طلال چوهدري پېغور صرف اېمل خان ته نۀ دے دا مونږ ټولو پښتنو ته پېغور دے ـ او د باچا خان بابا وارث سیاسي جماعت ته اوس داسې خلق هم پیغورونه ورکوي چې خپل سیاسي قد قامت ئې د بل محتاجه دے او پلار نيکۀ به ئې د انګرېزانو سپي لامبول ـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!