Things Fall Apart  –  Chinua Achebe – Chapter Four

ناول :  بدلون
څلورم باب دريمه برخه

بېشکه دا رښتيا دي» اوګبوئفي ازيودو وئيل. «په اوبودواني کښې دا دود شته. که يو سړے په دې وخت کښې مړ شي، نو د  ښخېدو وړ نه وي  بلکې د شيطاني ځنګل په غاړه غورځول کېږي. دا ډېر بد دود دے چې دغه خلک ئې د ناپوهۍ له امله عملي کوي. هغوي د ښځو او سړو ګڼ شمېر جسمونه بې له ښخولو غورځوي. او نتيجه يې څه ده؟ د هغوي ټبر د هغو نه ښخ شويو مړو له ناولو ارواحو ډک دي، چې د ژونديو د زيان لپاره تل وږي ګرځي.»

د امن هفتې وروسته هر سړي د خپلې کورنۍ سره ګډ د ځنګل پاکول شروع کړه، څو نوي کروندې ئي جوړې کړي. پرې شوي بوټي وچېدل او بيا پرې اور ولګول شو. کله چې لوګے د اسمان په لور پورته کېده، د آسمان د بېلابېلو خواوو مرغان راڅرګندېدل او د سوځېدلي کښت په سر خاموش ودرېدل، لکه د تېرېدو د رخصتۍ وروستے سلام. د باران موسم رانزدې کېده، او هغوی به د وچکالۍ تر بېرته راتلو پورې لادرکه کېدل.

اوکونکو په راتلونکو څو ورځو کښې د خپلو کښتونو لپاره د رالوېدونکو د يام ټوټې چمتو کول شروع کړل. هغه هره ټوټه په مشکل سره کتل، چې د کرلو وړ ده او که نه. کله کله به ئي ويل چې دا يوه ټوټه ډېره لويه ده، د يوه تخم په توګه نه شي ايېودلے، نو په تېره چاړه ئې په اوږدوالي وڅېرله. د هغه مشر زوی نواے او ايکيميفونا به ورسره مرسته کوله: له ګودام نه ئې په اوږدو ټوکريو کښې يامونه راوړل او چمتو شوي تخمونه يې په څلور څلورسوه شمېرل. کله ناکله اوکونکو هغوي ته هم څو ټوټې ورکولې چې پرې ئې کړي، خو تل ئې په هغوي نيوکه کوله او د سختو ګواښونو سره يې ورسره ويل.

ايا فکر کوې د پخلي لپاره ئې ټوټې کوئ؟» نواے ته ئې وويل. «که دې بيا داسې يوه ټوټه وڅېرله، دا خله به دې ماته کړم. ته ګمان کوے چې  لا اوس هم ماشوم ئې. ما ستا په عمر کښې خپله کرونده لرله. او ته،؟؟؟» بيا ئې ايکيميفونا ته مخ کړ، «تاسو په خپل ټاټوبي کښې يام نه کرئ څه چې سم چل نه درځي ؟؟؟»

په زړه کښې اوکونکو ښه پوهېده چې هلکان لا ډېر واړه دي او د تخم جوړولو د دې سخت هنر بشپړ درک نه لري، خو هغه به ويل چې د زده کړې پيل ډېر زر بايد وشي. يام د سړيتوب نښه وه، او هغه څوک چې کولے شي خپله کورنۍ له يوې حاصلاتو تر بلې پورې پرې وساتي، هغه به رښتينی ستر سړے ګڼل کېده. اوکونکو غوښتل چې زوے ئې ستر کروندګر او ستر سړے شي. هغه به د هغه د سستۍ هغه نښې له منځه يوسي چې د هغه د فکر مطابق هغه ئې پکښې ويني.

زه به هېڅکله داسې زوے ونه لرم چې د ټبر په غونډه کښې سر پورته نه شي نيولی. زه به تر هغې مخکښې خپله په خپلو لاسونو ګوګی کړم. او که داسې راته ودرېږي لکه اوس،» هغه سوګند وخوړ، «اما ديوارا به ستا سر په خپله درمات کړي!»

څو ورځې وروسته، چې ځمکه د دوه ـ درې درنو بارانونو په واسطه لونده شوه، اوکونکو د کورنۍ سره کروندې ته لاړ او د تخم ټوکرۍ، دالونه او تورۍ ئې يوړې او د کرلو پيل وشو. هغوی د مټو په اوږدو کښې اوږده غونډۍ جوړې کړې او تخمونه ئې پکښې کېښول

يام، چې د ټولو فصلونو باچا ګڼل کېده، ډېر سخت غوښتنې لرونکې باچا وو. درې ـ څلور مياشتې يې له سحره تر ماښامه سخت کار غوښته . نازک ټوټکۍ يې د ځمکې له تودوخې څخه د ونو پاڼو په کړيو ساتل کېدل. کله چې بارانونه زيات شول، ښځو د يام غونډيو تر منځ جوار او لوبيا کېښودلې. وروسته يام ته د وړو لرګيو ملا تړل کېده، او بيا د لويو ونو ښاخونو. ښځو کرونده په دقيقو درې وخته پړاوونو کښې له واښو پاکوله، نه زر او نه ناوخته .

اوس بارانونه په رښتيا دومره ووريده او پرله پسې شول چې د کلي د باران کيدو نور د مداخلې دعوه نه کوله. دی نور باران نه شو درولی، لکه څنګه چې په وچکالي کښې ئي د باران راوستلو جرات نه کولو.  د داسې سختو هوائي ځواکونو مقابلې ته دومره شخصي زور او ځواک پکار وو چې د انسان بدن يې نه شي زغملے .

نو د باران په منځ کښې طبیعت ته څوک لاس نه ور وړ. کله کله دومره درانده ورښت کېده چې اسمان او ځمکه يوې خړې او لوندې پردې ته ورته کېدل. نه معلومېده چې د اماديوارا د تندر غږ له د پاسه راځي او که له ځمکې لاندې. په همدې وختونو کښې، د اوموفيا د بې شمېره واښو ـ پرېوتو کوټو دننه ماشومان د خپلو ميندو د پخلي اور خوا شا کېناستل او کيسې يې کول، يا به د پلار په کوټه کښې د لوګي په اور ځانونه تاوده کول او جوار به يې پخول او خوړل. دا د کرلو د سخت موسم او د حاصلاتو د خوښۍ موسم و  خو پرله پسې موسم تر منځ د لنډ آرام وخت وو.

ايکيميفونا ورو ورو ځان د اوکونکو د کورنۍ غړی ګڼلو. هغه به لا هم د خپلې مور او درې کلنې خور يادوله، او کله کله به خفګان ورسره هم کېده. خو هغه او نواوې دومره نزدې سره وتړل شو چې اوس د وو د بله جدائي نه سوه زغملې. ايکمنفونا د ولسي کيسو بې پایه زېرمه لرله. حتا هغه کيسې چې نواوې مخکښې اورېدلې وې، ده به په نوي خوند او د بل ټبر د ځايي رنګ سره بيانولې. نواوې دا وختونه د خپل ټول ژوند تر پايه په ژوندۍ توګه په ياد ساتلي وو. هغه به تل ياداوه چې څنګه يو ځل ډېر وخندل کله چې ايکيميفونا ورته وويل چې د لږو دانو لرونکي د جوارو غوټه ته د ايبو په ژبه «د زړې ښځې غاښونه» ويل کېږي. د نواوې ذهن سمدستي د نوايکي خواته ولاړ، هغه زړې ښځې ته چې د اودالا ونې ته څېرمه اوسېده. هغې درې غاښونه لرل او تل به يې پيپ څکولو.

ورو ورو باران په وريدو شه . ځمکه او آسمان بيا سره بيل شول. باران به د لمر او نرم باد په منځ کښې د نرۍ چپه ورښت په ډول کېده. ماشومان نور په کورونو کښې نه پاتې کېدل، بلکې په کوڅو کښې به ئې سندرې ويلې:

«باران پرېوځي، لمر ځلېږي،
يوازې ننادي دے چې پخلي او خوړلو ته ناست دی.»

نواوې تل حيران وو چې ننادي څوک دی او ولې بايد يوازې پخلے او خواړه وکړي. په پای کښې يې پرېکړه وکړه چې ننادي ښايي په هغه جادويي ځمکه کښې اوسېږي چې د ايکيميفونا د خوښې کيسه پکښې روا کېږي ـ کوم ځای چې مچۍ محکمې کوي او د شګو دانې تل نڅا کوي.

نوربيا


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!