Things Fall Apart  – Chinua Achebe – Chapter Four

ناول :  بدلون
څلورم باب دوهمه برخه

ايکيمیفونا د موسم په وروستيو ورځو کښې اوموفیا ته د اوکونکو په سفارتکارۍ راوستلو . دا هغه موسم وه چې د حاصلاتو له راټولولو او د کرلو له شروع کيدو تر منځ په خوشحالۍ، لوبو او بې‌فکرۍ تېرېده. هغه يو څو ورځې وړاندې له ناروغۍ روغ شوی و او د غسل صحت نه ئي فراغت موندلے وه  چې د امن مقدسه هفته ايله شروع شوي وه . دا همدغه کال و چې اوکونکو د امن سرغړونه وکړه، او د ځمکې د معبود کاهن، ايزېاني، د دود او دستور له مخې سزا ورکړه.

اوکونکو د خپلې کشرې ښځې د يو کار له کبله ډېر په قهر شو. هغه د خپلې ملګرې کور ته تللې وه چې د وېښتو غوټه وکړي، او دومره ناوخته راغله چې د ماسپښين ډوډۍ يې په وخت تياره نه کړې شوه .  په اول سر کښې اوکونکو ته معلومه نه وه چې د هغه ښځه په کور کښې نشته. هغه د ډوډۍ انتظار ته کښېناست، خو کله چې ډوډۍ ور ته کیښودل نه شوه نو د هغې جونګړې ته ورغلو ، ګوري چې څوک نشته او نغرے هم يخ پروت دے .

اوجیوګو چرته ده؟” هغه پوښتنه وکړه  په داسې حال کښې چې د هغه دويمه ښځه د انګړ له منځه، د يوې وړې ونې لاندې د لویې کوزې نه اوبه راویستلې.

هغې جواب ورکړ: “هغه د وېښتو غوټه جوړولو له ګاونډۍ له ورغلې ده.”
اوکونکو د غصې نه په شونډو کښې غاښونه ټينګ کړل.
ماشومان يې چرته دي؟ له ځانه سره يې وړي دي؟” هغه په غيرمعمولي ارامتيا او ځان‌ساتنې پوښتنه وکړه.
مشرۍ  ښځې، چې د نوايي مور وه، وويل: “نه، دلته دي.”

اوکونکو سر د هغې جونګړې ته ورښکاره کړ، او وليدل چې د اوجیوګو ماشومان د مشرۍ ښځې له ماشومانو سره خوړه خوري.
“هغې له تا نه وغوښتل چې دوی ته ډوډۍ ورکړې مخکې له دې چې ګاونډ ته لاړه شي؟”

“هو،” نوايي مور په دروغو وويل، ځکه يې غوښتل د اوجیوګو بې‌فکره توب لږ نرم ښکاره کړي.

اوکونکو پوهېده چې دا خبره رښتيا نه ده. بېرته خپل “اوبي” ته ستون شو او د اوجیوګو راتګ ته يې انتظار وکړه .  کله چې اوجیوګو راغله، نو اوکونکو په سختۍ ووهله. په دې غصه کښې يې هېر کړي وو چې دا د امن مقدسه هفته ده. د هغه اول دوه ښځې د وېرې او ژړا سره راووته او ورته يې زارۍ کولې چې: “بس کړه، دا خو مقدسه هفته ده!” خو اوکونکوا داسې سړی نه و چې په نیمه کښې وهل پرېږدي، آن که د خدایانو له وېرې هم وي.

د ګاونډيانو غوږ ته د مېرمنې ژړا ورسېده. ځينو د دېوالونو شا ته غږ وکړ، ځينو پخپله د ليدو لپاره ورغلل. دا خبره په کلي کښې بېخي نادره وه چې څوک دې د امن په هفته کښې ووهل شي.

تر ماښامه مخکښې، ايزېاني چې د ځمکې د معبود آني کاهن و، د اوکونکو اوبي ته ورغلو .  اوکونکوا د کولا مغز راوویست او د هغه مخې ته يې کېښود. خو ايزېاني په سخت قهر وويل: “خپل کولا لرې کړه! زه د داسې سړي په کور کې څه نه خورم چې زموږ د خدایانو او نیکونو درناوی نه کوي.”

اوکونکو هڅه وکړه چې هغه ته ووايي چې د ښځې تېروتنه څه وه، خو ايزېاني غوږ ورنه نيوه. هغه په لاس کښې د لرګې ډنډه نيولې وه او هر ځل يې پرې ځمکه ټکوله.

ته په اوموفیا کښې پردے نه يې، ښه پوهېږې لکه څنګه چې زه پوهېږم، زموږ پلرونو حکم کړے دے  چې مخکښې له دې چې د فصلونو کر شروع شي، بايد يوه هفته د امن تېره کړو. په دې هفته کښې څوک په خپل ګاونډي سختې خبرې نه شي کولے مونږ د ځمکې د معبود درناوی کوو، ځکه چې د هغې له برکته پرته زموږ فصلونه وده نه کوي. تا ډېره لويه ګناه کړي ده!”

بيا يې خپله لرګے په ټینګه په ځمکه ووهله: “ستا ښځه تېروتلې وه، خو آن که ته خپل اوبي ته راغلے وے او د هغې په سر دې يو معشوق ليدلے وے ، بيا هم تا د هغې په وهلو ستره ګناه کړې وه! دا ګناه ستا په کور پورې محدود نه پاتې کېږي، ټول کلي ته زيان رسولی شي. د ځمکې معبوده چې تا يې سپکاوی کړے دے کېدای شي زمونږ حاصل قبول نه کړي، او مونږ ټول تباه کړي ! “

بيا يې د قهر نه د حکم بڼه غوره کړه: “ته به سبا د آني معبد ته يوه چيلۍ ، يوه چرګه، يوه جوړه د کپړې او سل کاورۍ راوړې.” هم دې سره هغه پاڅېد او ووت.

اوکونکو د کاهن خبره ومنله. هغه د کجورو د شرابو لوښی هم ورسره يووړ. په زړه کښې يې پښېماني وه، خو داسې نه و چې خلکو ته ووايي: “زه خطا شوی يم.” نو خلکو ويل چې هغه د خدایانو درناوے نه کوي. دښمنانو يې ويل بخت يې سر تاو کړے دے، او ورته به يې ويل: د وړې مرغۍ “نزا” په شان دے، چې ډېر وخوري او بيا خپل نصيب ته چلنج وکړي.

د امن په هفته کښې هېڅ کار نه کېده. خلک يو د بل کره ورتلل، د کجورو شراب يې څښل او د اوکونکو سرغړونه يې کيسه کوله. ډېره موده تېرېده چې د امن مقدسه هفته دې چا ماته کړې وي. آن مشرانو يوازې يوه يا دوه پېښې د ډېر لرغوني وخت نه ياده کړې وه .


اوګبویفي ايزېوډو، چې د کلي تر ټولو مشر سړی و، خپلو مېلمنو ته وويل: “د امن د ماتولو سزا زموږ په کلي کښې ډېره نرمه شوې ده. زما پلار به ويل، هغه ته ويلي شوي وو چې پخوا که چا به د امن هفته ماته کړه، هغه به د کلي په ځمکه کش کړې شو، تر څو مړ شي. خو وروسته دا دود پرېښودل شو، ځکه چې دا خپله د امن ماتونه وه.”

يو ځوان سړي وويل: “پرون چا راته وويل چې په ځينو کليو کښې دا ستره معصيت ګڼل کېږي چې يو څوک د امن په هفته کښې مړ شي.”

نور بيا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!