پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتانه

شپږمه برخه

فارسي ژ به د ادبې ، تاریخي او کلتوري میراث یوه لویه خزانه ده – د فارسۍ ژبې لمن ځکه دومره پراخه ده چې د تکمیل په مرحلو کښې یې د ډیرو سلطنتونو ، مذهبونو او مختلف قومونو د کلتورونو څخه اثر اخستې دې او د ډیرو ژبو نه یې ټکي ، اصطلاحات ، لغتونه او ګرامري جوړښتونه خپل کړې دی ،او بیا ډیرو ژبو د فارسۍ  نه اثر اخستې دې – پښتانه او کرد په دې قطار کښې د نورو قومونو نه مخکښې دي-

په لرغوني تاریخ کښې د فارس دواړه زړې ژبې “ اوستا “ او “ زاړه فارسي “ معتبرې او لویی ژبې پاتې شوې دې – زاړه فارسي د شاهي کورنئ ، د بادشاهانو د دربار ، د واکمنو اشرافو ، د دولتي ادارو او  د عدالت ژبه وه او اوستا د زرتشتي مذهب مقدسه ژبه وه

د زرتشتي مذهب ټول روایات ، مذهبي احکام  او مقدس کتاب په اوستا ژبه کښې لیکلي شوي وو، اوستا ژبه د عام وګړي ژبه ځکه پاتې نهٔ شوه چې اوستا دوه ځله په لویه کچه ماتې وخوړه اول ځل  – چې کله سکندر اعظم د فارس بادشاه داریوش دریم ته په 333 قبل مسیح کښې شکست ورکړو او فارس سقوط شو ، په دویم ځل  – چې کله فارس ته اسلام راغې او د زرتشتي مذهب په کتابونو او تفسیرونو بندیز ولګیدو- دا دې سختو بندیزونو له امله اوستا ژبه په تدریجې ډول کمزورې شوه او صرف په مذهبي کتابونو کښې پاتې شوه-

همدارنګې د مصر د قبطي ژبې سره هم شوي وو – د مصر زاړه قبطي ژبه د اسلام د راتلو نه ورستو صرف د مصري کلیسا مذهبي ژبه پاتې شوه او عربي ژبه د دولت ژبه شوه – زرشتي مذهب د اسلام نه مخکښې د فارس دولتي مذهب وو- او اوس هم په کردستان کښې د زرتشت مذهب منونکي شته – فارس پخپله د دولسو پیړیو نه زیات د لویدځې اسیا د لویو او معتبرو سلطنتونو کور پاتې شوے دے – د لوی کوروش ، دارا ، اردشیر ، شاپور ، بهرام ، خسرو او انوشیراوان سلطنتونه د انساني تاریخ په لویو سلطنتونه کښې شمیرل کیږي- 

د سکندر اعظم نه تر د روم سلطنت پورې هر چا  د فارس د لویۍ او عظمت د تر لاسه کولو هڅې کړې دي – او بیا ورستیو سلطنتونو د فارس د بادشاهانو د پښو په خاپونو پل ایښې دې او پرمختګ یې کړې دې – د فارس بادشاهان په خپل وطن ، دود دستور او مذهب  مئین وو  ځکه هغوې په هر میدان کښې د نړۍ د نورو هیوادونو نه زیات کار کړے دے

اوس هم د ایران په ګڼو ځایونو او ښارونو کښې د اسلام د راتلو نه مخکښې په ایراني معمارۍ  جوړ کړي شوي اثار دنګ ولاړ دي -د کوروش کبیر په کال 539 قبل مسیح کښې د بابل له فتح وروستو لیکلی شوی فرمان د بشري حقونو لومړۍ منشور ګڼلې کیږي –

یهود په خپل عبراني مذهبې کتابونو کښې کوروش کبیر خپل مسیحا  ګڼي – د پخوانیو ایراني اثارو نه د فارس د بادشاهانو د خپل کلتور ، دود دستور او د ژبې سره د مینې اظهار څرګند دے – د لویدځ فارس ژبه زاړه پارسي وه چې پارسوه او اریا به ورته ویل کیده او دا به په خط میخي کښې لیکل کیده – د فارس مشهوره د لوی دارا  د بیهستون لیکنه په 522 – 486 قبل مسیح کښې په خط میخي کښې لیکلې شوې ده – د بهستون لیکنې او د طاق بوستان زاړه اثار د ایران په کردستان کښې دي – مطلب دا چې کردستان پخپله د ادب او تاریخ یوه لویه زانګو پاتې شوې ده ،  ختيځ فارس ژبه اوستا وه  د زرتشتي مذهب د مذهبي روایاتو مجموعه او مقدس کتاب “ اوستا” هم په اوستا  ژبه کښې لیکلې شوے دے- د “ اوستا “ کتاب ژباړنې ، شرح  او تفسیرونه چې کله د  پهلوې ژبې په رسم الخط کښې ولیکل شو بیا به یې اوستا کتاب ته “ زند اوستا “ وئیل زند په پهلوي ژبه کښې شرح و تفسیر او په اوستا ژبه کښې علم او پوهې ته واي

پهلوي ژبې ته  به مینځنئ فارسي هم وئیل کیده  – پهلوي ژبه د پارتهیانو د پارتهۍ  ژبې او د  زاړې فارسۍ یو نوې شکل وو  چې په ارامي رسم الخط کښې به د خطاطي په شکل کښې لیکل کیده – د ارامي ژبې نه هم فارسۍ ډیر الفاظ خپل کړی دي – د پارتهیانو پارتهۍ ژبې ته به پهلوانیګ هم وئیل کیده – پارتهیا د ایران په شمال ختځ کښې په  هغه سیمو مشتمله وه چې ورستو خلکو د خراسان په نوم پیژنده –  بشپړ افغانستان او د پاکستان مغربي سیمې د خراسان حصه وه – کله چې په کال  651 کښې د عربو اسلامي پوځونو د ساسانیانو حکومت ختم کړو او ایران یې فتح کړو ، د هغې سره دوه لوی بدلونونه راغلل – لومړۍ دا چې د زرتشتي مذهب په ځای د ایران مذهب اسلام شو او دویم دا چې د پهلوي ژبې رسم الخط د عربۍ ژبې رسم الخط ته بدل کړې شو – پهلوي ژبې د عربې نه په زرګونو ټکي او اصطلاحات خپل کړل او داسې پهلوي ژبه په یو نوي شکل کښې نوې فارسۍ ژبې ته بدله شوه-

حقیقت دا دے ، چې د اسلام د راتلو سره د ایران مذهب بدل شو  او په ژبه کښې بدلون راغې،  ولې ایراني تمدن عربي تمدن ته بدل نشو  – بلکې عربو د ساسانیانو  نه  د اساسي قانون ،  د دربار اداب ، د محکمې ، د عدالت او د انصاف طریقې ، طرز حکومت، رسمونه ، رواجونه او روایات خپل کړل – د عباسي خاندان مرکزي ژبه که عربي وه خو علاقائي ژبه یې فارسي وه –  فارسي به په دواړو خط نسخ او خط نستعلیق کښې لیکلې کیده-  

د فارس د کلتوري تمدن د بغداد نه واخله تر هندوستان پورې هر چا تقلید کړےدے د غزنویانو  ، د مغلو ، په هندوستان او افغانستان کښې د پښتنو بادشاهانو  دربارونه  ، محکمې او دولتي ادارې د فارس د بادشاهانو په طرز وې او ژبه یې فارسي وه-  

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!