خزانې چې نه ښکاري

کله چې د پلار سيوری له انسانه لرې شي، نو د ژوند په قاموس کښې يو نوی ټکی ور اضافه کېږي، او هغه ټکی دی “يتيم”. که څه هم د لغت له مخې دا کلمه يوازې د نابالغ لپاره کارول کېږي، خو حقيقت دا دی چې انسان د هر عمر په پړاو کښې د مور او پلار د جدايۍ له غمه ځان نه شي خلاصولې. ايا دا ممکنه ده چې د ځوانۍ په لومړيو ورځو کښې، چې ګامونه لا د ژوند له پورته ـ ښکته نه وي خبر، د پلار له تلو زړه زخمی نه شي؟ ايا يوازې د بالغ کېدو وروسته انسان له دې غم څخه خوندي پاتې کېږي؟ هېڅکله نه! د مور او پلار سيوری چې لرې شي، انسان  که د عمر په هر پړاو کښې وي، د زړه يو کونج تلپاتې خالي پاتې کېږي.

په ۲۰۰۴ کال کښې د پلار له وفات وروسته، ما ته د عملي ژوند په ډګر کښې د خپلې پېژندنې لپاره بې شمېره ستونزې مخې ته راغلې. داسې ستونزې چې که يې بيان پيل کړم،  الفاظ به راسره کم شي. په دې دوران کښې زما مور صاحبې د خپلو سترو قربانيو له برکته زموږ روزنه وکړه. هغې خپل وخت او وسايل تر وروستۍ شيبې پورې مونږ ته وقف کړل. هغه د غر په څېر کلکه ودرېده، خو بالاخره په ۲۰۲۱ کال کې کورونا د هغې هم ژوند له لاسه ورکړو.

د مور تر تلو مخکې به ما فقط  پلار يادولو، خو کله چې دواړه لاړل، راته د لومړي ځل لپاره د “يتيمۍ” حقيقي احساس پيدا شو. هغه احساس چې اوس په ژوند کښې هغه دوه څېرې چې تر ټولو ډېر باور پرې کېده، د تل لپاره رخصت شوې.

خو د مور او پلار دعاګانې هېڅکله ضايع نه ځي. د مور تر تلو وروسته، ما ته د پاکستان له حکومته د بيجنګ د کمېونيکېشن پوهنتون په نړيوال ژورنالېزم کښې د ايم.فل د زده کړو موقع په برخه شوه. دا شېبه زما لپاره د دې خبرې ژوندۍ ګواهي وه چې د مور او پلار له خولې راوتلې دعا تر عرش پورې رسېږي او يقيناً قبليږي. د سند تر بشپړېدو وروسته چې د مور او پلار پر مزار ورغلم، سندونه مې په لاس کښې نيولي وو، سترګې مې له اوښکو ډکې وې، د هغوی په قدمونو مې بوسه ورکړه، نو په شدت مې احساس وکړو چې دوی په دې دنيا کښې نشته، خو د هغوی خبرې او دعارښتيا ثابتېږي.

په ۲۰۲۵ کال کښې يو ځل بيا د الله تعالی کرم و، او د نړيوال ژورنالېزم په پي.اېچ.ډي کښې د زده کړو لپاره د پاکستان له حکومته د چين د يو لوړ او قدرمن تعليمي مرکز “رينمين پوهنتون” لپاره غوره شوم. خو دا ځل سفر لا اوږد او سخت و. د ماشومانو روزنه، د هغوی د راتلونکي فکر او د وخت تنګوالی هره شېبه فکرمند کړم. په داسې حالاتو کښې د مور او پلار وروستۍ وصيتونه او نصيحتونه بيا بيا په ذهن کښې راګرځېدل. د هغوی بې ساري مينه او زمونږ لپاره اندېښنه کول زما د ژوند په هر پړاو کښې لاره اسانه کړه.

سلام دی پر داسې مور او پلار چې خپل ژوند د خپلو بچو لپاره قرباني کوي. د هغوی دعاګانې او نصيحتونه هغه پنګه ده چې برکتونه يې تر نسلونو رسېږي. څومره ښه خبره چا کړې ده:

“ځينې خوبونه داسې وي چې انسان يې هر وخت د ليدو ارمان لري.”

له خپل وطن او د کور د انګړ له څلور دېوالونو زرګونه ميله لرې، د چين د پلازمېنې بيجنګ شپه ـ هغه شپه چې چوپتيا يې ټول ښار په خپله غېږ کښې رانغاړلی و. په همدغو پرکيفو شېبو کښې زما دروند پلار په خوب کښې راڅرګند شو. زه يې مخې ته ودرولم، او خپله په يوې لرګينې څوکۍ تکيه شو. هغه منظره داسې وه لکه څو شېبې وروسته چې بېرته لاړ شي. د هغه په غږ کښې د سنجيدګۍ وقار هم و او د پلارني محبت خوږوالی هم؛ کلمات درانه هم وو او ابدي هم.

ده وفرمايل:

زويه اعزاز! هېڅکله مه يرېږه کېدی شي ژوند تا له نورو ازمايښتونو تېر کړي، خو استقامت خپل  ډال او حوصله په سفر کښې وساته. ياد ولره! هغه څوک چې د صبر او زړورتيا سره وړاندې ځي، د هغه منزل د هغه تقدير ګرځي. زه ډاډه يم چې ته به خپل منزل حتماً مومې.”

بېشکه!

زما په اند د مور او پلار خدمت او فرمانبرداري هغه خوب دی چې انسان ته د ټول ژوند لپاره سکون، عزت، بريا او داسې ناليدلي خزانې ورکوي، کوم خزانې چې نه يوازې په دنيا کښې د انسان لپاره د تکيې وسيله وي، بلکې په آخرت کښې هم د نجات سبب ګرځي.


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!