د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا د اعلان باوجود هم افغان کډوال د وېرې سره مخ دي

د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ویستلو د دریم پړاو له مخې، د پی او آر کارت لرونکو ۱۴ نیم لکه کسانو ته د رضاکارانه بېرته ستنیدو لپاره ورکړل شوې موده د اګست په ۳۱مه پای ته رسېدلې ده. د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه افغان کډوال د جی ټي سړک پر سر د نوشهرې ولسوالۍ کښې د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر ته ورځي، هلته خپل نومونه ثبتوي او بیا د تورخم له لارې افغانستان ته ځي، خو دا سفر ډېر اوږد او کړاګن دی. د کمې اسانتیاو او د بار وړونکو ګاډو  کرایو  زیاتوالي د کډوالو ستونزې زیاتې کړی دي.

ؤلس کلن سید محمد، چې د دوو نورو کورنیو سره له فتح جنګ، ضلع اټک څخه د مال وړونکي ګاډي په وسیله دوه ورځې او دوه شپې مزل کړی، تورخم ته رسېدلی، خو وايي چې د سامانونو د تلاشۍ او د خلکو د ثبت لپاره درې څخه تر پنځو ساعتونو پورې نور هم لګېدلی شي. ده وویل چې په لاره کښې هېڅ سیوری، تشناب، د څښاک اوبو یا د آرام لپاره بندوبست نه وو. د ده په وینا، پاکستان کې نور ژوند ممکن نه و، ځکه چې پولیس خلک نیسي، شړی یې، او کورنۍ او کاروبار یې بې سرپرسته پاتې کېږي.

له څلوېښتو کلونو څخه زیات وخت کېږي چې افغان کډوال په پاکستان کښې مېشت دي، خو اوس خپل هېواد ته ستنېدل او هلته نوې ژوند پیلول یو ډېر سخت پړاو دی. په پنجاب کښې د فتح جنګ، ضلع اټک، یو دولس کلن زبیح الله، چې په یو سرکاري ښوونځي کښې د پنځم ټولګي زده‌کوونکی و، اوس له خپلې کورنۍ سره بېرته داسې هېواد ته روان دی چې هغه یې لا نه دی لیدلی، خو وايي چې د زده کړو دوام ته هیله لري. ده وویل چې کله وروستی ځل ښوونځي ته لاړ، ټول ملګری پرې خواشیني وو، او ده ته هم دا پریکړه ډېره سخته وه.

په دې وروستیو کښې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډاپور خبریالانو ته وویل چې له صوبې څخه به هیڅ افغان کډوال جبري ونه ایستل شي، او په دې اړه یې مرکزی حکومت ته څو لیکونه هم استولي دي. د دې اعلان باوجود، نه یوازې په پنجاب او سند کښې، بلکې په خیبر پښتونخوا کښې هم افغان کډوال د وېرې سره مخ دي او له بیلابیلو سیمو څخه د خپلو کورنیو سره تورخم ته د تلو په حال کښې دي.

سراج هم له خپلو نورو خپلوانو سره د کوهاټ د کډوالو له کمپه تورخم ته رسېدلی، خو وايي چې له کوچنیو ګاډو څخه د توکو ښکته کول او د لاس ګاډو په وسیله د افغانستان خواته وړل بند شوي، چې له امله یې سامان درې یا څلور کیلومتره وړاندې ښکته کړل. ده وویل چې هره ورځ پولیس سټیشن ته بلل کېدو، او هلته ورته ویل کېدل چې زر تر زره پاکستان پرېږدي. دی وايي چې د فرنیچر کاروبار یې کوؤ، خو له تېرو څو میاشتو راهیسې یې کاروبار خراب شوی ؤ، او اوس په افغانستان کښې نه یوازې کاروبار ناممکن دی، بلکې د قبایلي شخړو له امله د کور جوړول هم ناممکن شوي دي.

له پاکستان څخه بېرته تلونکي کډوال وایي چې د لویو ګاډو کرایه څو چنده لوړه شوې ده. سید محمد وویل چې خپله مزدوري کوي او د خپل کورنۍ لګښت په ډېرو ستونزو پوره کوي، خو اوس یې د افغانستان لغمان ولایت ته د نورو دوو کورنیو سره د یوه ګاډي لپاره پنځه لکه روپۍ ورکړي، چې دا کرایه مخکې له دې ډېره کمه وه. ده وویل چې مزار شریف ته مخکې درې یا څلور لکه کرایه وه، خو اوس له لسو لکو څخه هم زیاته شوې ده.

ګل محمد یو ټرک چلوونکی دی. کله چې مونږ ترې د کرایې د لوړوالي په اړه وپوښتل، نو ویې ویل چې ډېری لوی ګاډي په افغانستان کښې دي او پاکستان ته د تلو لپاره انتظار باسي، له همدې امله دلته د ګاډو کمښت دی. د ده په وینا، دی له دوو یا درېو کورنیو سره تر جلال‌اباده د څلور نیم لکه کرایه باندې خبره کړې، چې دا مناسب ده، ځکه چې د ده د سفر او د ګاډي د اسنادو جوړولو لګښت تر یو لک پورې شوی دی.

په خیبر ولسوالۍ کې د جمرود او لنډي کوتل په تحصیلونو کښې د کډوالو د ثبت او لنډمهاله اوسېدو لپاره کېمپونه جوړ شوي دي، خو دلته د اسانتیاو دکمی شکایتونه راپورته شوي دي. په لنډي کوتل کښې امنیتي چارواکي خبریالانو ته د پوښتنو اجازه نه ورکوي. پخوا هم امنیتي چارواکو او خبریالانو ترمنځ د افغان کډوالو د ستنېدو د پوښتنو پر سر ستونزې پېښې شوې وې.

د کډوالو د نړیوال سازمان له مخې، د سپتمبر ۲۰۲۳ راهیسې له قانوني اسنادو پرته افغان کډوالو ته د هېواد پرېښودو امر شوی و، او وروسته د ACC کارت لرونکو ته هم. د پی او آر کارت لرونکو ته د اګست تر ۳۱ پورې مهلت ورکړل شوی و. د ادارې په وینا، تر دې دمه شاوخوا ۱۱ لکه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، خو یاد سازمان په خپل رسمي سوشل میډیا پاڼه اعلان کړی چې، په افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو د کار اجازه نه ورکولو له امله، بېرته راستانه شوو کډوالو ته د مالي مرستې ورکول بند شوي دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!