Things Fall Apart – Chinua Achebe  – Chapter Three

پښتو ناول . .  بدلون

دريم باب دوهمه برخه

د داسې پلار سره اوکونکو د خپل ژوندانه آغاز و نه کړه کوم چې په عمومي توګه نور ځوانان د خپلو پلرونو سره کوي . هغه ته د‌ پلار نه په وراثت کښې نه د غلې انبارونه ميلاو ؤ ، نه لقب او نه بله څه ميرمنه . خو سره له دې ټول محروميت ، هغه د خپل پلار د ژوند په مهال د خپل مستقبل جوړولو آغاز کړې وه . دا کار ډير سخت وه خو هغه په دې کښې ځان ټينګ کړه لکه څوک چې تسخير شوې وي او په واقعيت کښې هغه د خپل پلار د ذلت ډک ژوند او د مرګ ډک مرګ په ويره کښې وه ‌.

د اوکونکو په کلي کښې يو شتمن او مالداره سړے وه د چا چې د غلې درې لوے لوے ګودامونه ، نهه ميرمنې او ديرش بچي وو . د هغه نوم نواکېبي وه چا چې د کلي دوهم لوے اعزاز او خطاب تر لاسه کړې وه . اوکونکو په يوه زمانه کښې هغه سره ملازمت هم کړے وه او مرام ئي دا وه چې د يام ( د افريقې يو معروف فصل ) د فصل تخم ترې تر لاسه کړي . يو ورځ هغه د نواکېبي د پاره د کجورې د شرابو يو چاټۍ او يو چرګ د تحفې په توګه يوړ . دوه مشران ګاونډيان او د هغه دوه مشري زامن اوبي ( د انګړ پشان کوټه چې ميلمانه پکښې پاللے شول ) ته راوغوښتل شو . نواکېبي د کولې مغز ( روايتي ضيافت په توګه ) او په مګر مچ باندې مرچ د هغوي مخې ته وړاندې کړل . نواکېبي مغز مات کړه او د دعا په توګه ئي ووئيل

مونږ ټول دې ژوندي يو . مونږ د ژوند ، اولاد ، د ښه فصل او د خوشاليو غوښتنه کوو . تاسو دې هم ښاد اباد اوسئ او زه هم . ټپوس او باز دواړه دې ښه اوسي او که د يو بل دشمنان شي نو وزرې دې ئي مات شي “

کله چې کولا وخوړلے شوه نو اوکونکو خپل راوړلي شراب د جونګړې د يو ګوټ نه راواخيستل او د ټول محفل په منځ کښې ئي کيښود . هغه نواکېبي ته مخ کړ او ګويا شه

زمونږ پلاره ! ما تاسو له دا شراب راوړي دي خلک وائي چې څوک د لوړو خلکو عزت کوي هغه د خپل لوړوالي لاره جوړوي . زه ستاسو په خدمت کښې د عقيدت پېرزونې وړاندې کول غواړم او بله دا چې د ستاسو نه مې يوه غوښتنه هم ده خو زه وايم چې اول دا شراب وڅښو نو بيا به نورې خبرې اترې کوو له خيره سره ‌ “

ټولو د اوکونکو شکريه ادا کړه او ګاونډيانو د چيلي د څرمنې جوړه شوي همیانۍ نه د څښلو د پاره ښکرونه راويستل . نواکېبي هم د چت سره تړلے ښکر د يوې رسۍ په مدد سره راکوز کړه . د هغه د ټولو ورکوټے زوے ، چې د محفل تر ټولو کم عمره هلک وه ، چاټۍ ئي په خپلې ګسې ګوډې کيښوده او شراب ئي ترې اچول پيل کړه . اوله پياله د اوکونکو مخې ته کيښودلے شوه ځکه چې د دستور مطابق اوله څکه به هم هغه کوله . بيا نورو وار په وار شراب وڅښل. د ټولو نه د مشر نه ابتدا وشوه . چې هر يو وګړي دوه درې ښکرونه شراب وڅښل نو نواکېبي خپلې ميرمنې راوغوښتلې . ځينې پکښې په کور موجود نه وې نو هم څلور راغلې

” اناسي رانغله ولے ؟ ”  هغه پوښتنه وکړه ښځو ورته وئيل چې هغه را روانه ده راځي .

اناسي د هغه تر ټولو مشرۍ ميرمنه وه د دستور مطابق نورو ميرمنو د هغې نه مخکښې شراب نه شو څښلی ځکه خو په ادب سره ولاړې وې . اناسي د منځمي عمر يوه لوړه دنګه چې د بدن نه ډيره تکړه او مضبوطه ښځه وه د چا په چلن کښې چې يو عجيبه شانې وقار وه او چرته د‌ معززو ښځو سرداره لګيده . هغې د خپل څښتن د نوم په پښو کښې پينزيب اغوښتے  وه او دا حق هم د ټولو مشرۍ ميرمنې ته حاصل وه . هغه خپل خاوند له ورغله د هغه د لاس نه ئي ښکر واخيست په ګوډو کيښناسته لږ شانې شراب ئي وڅښل او بيا ئي بيرته ښکر خپل خاوند ته ورکړه ، لږه شان ودريده د خپل خاوند نوم ئي په ادب سره واخيست او خپلې جونګړې ته ستانه شوه . د نواکېبي نورو ښځو هم په دغه ترتيب سره هم دغسې عمل وکړه او خپلو خپلو جونګړو ته ستانه شوې .

په محفل کښې سړيو د شرابو دورونه وچلول او ورسره ورسره به ئي خپلې خبرې هم کولے . اوګبيوفي اېډيګو د زيتون نه د شرابو جوړونکي يو ساقي چې ايډياګو نوميده ، د هغه په بابله خبرې کولے چا چې ناڅاپه خپله وظيفه او کار روزګار پريښودلے وه .

د‌ دې په شا څه خو شته ” او پخپل اپوټه لاس ئي د خپلو بريتو نه د شرابو ځګ صفا کړه ” چيندخ د ورځې هسې منډې نه وهي “

ځينې خلک وائي چې يو غيب دان هغه ته وئيلي وو چې هغه به د يوې ونې نه په را پريوتلو مري ” اک کاليا وئيل

اوبياکو مدام څه نا اشنا غوندې سړے ښکاري ” نواکېبي پکښې منځ کښې خبره را پريښوده . ” ما اوريدلي دي چې هغه وخت کله چې د هغه پلار مړ شه نو هغه غيب دان له ورغله . غيب دان ورته ووئيل. . . ستا مړ پلار غوښتل چې ته د هغه د پاره يوه چيلۍ حلاله کړې . تاسو ته پته شته چې هغه ورته په جواب کښې څه ووئيل ؟ هغه ورته ووئيل

زما د‌ مړ پلار نه لږه پوښتنه وکړه چې هغه سره په ژوند کښې چرته يوه چرګه وه ؟ “

په دې خبره ټول برق برق په خندا شول خو اوکونکو لا اوس هم سنجيده وه هغه لږ شان شرمنده شو ځکه وئيلي شي چې که په متلونو کښې چرته د اوچو هډوکو ذکر وشي نو بوډۍ ښځه نا ارامه شي . اوکونکو ته خپل پلار راياد شه .

په پايله کښې هغه ځوان چا چې شراب اچول ، هغه يو ښکر نيم ډک کړ او ووئيل ئي

” هغه خوړه خو ختمه شوه “

” هو ! مونږه وليده چې ختمه شوه ”  باقي نورو ځواب ورکړ .

” دا باقي پاتې به څوک خوري ؟ ” 

څوک چې په څه کار کښې مشغول وي ” ايډياګو د مستۍ نه د نواکېبي مشري زوي ايګويلو پله وکتل او ووئيل ئي

ټولو اتفاق کړے دے چې ايګويلو لره څښل پکار دي ” هغه د خپل ورور نه ښکر واخيست او و ئي څښل ځکه چې يو څو مياشتې اګاهو هغه واده کړے وه او دا يو دستور او يو روايت وه چې د شرابو ډيره برخه به هغه کس څښي څوک چې خپلې ښځې له تلونکے وي يعني نوے نوے واده ئي کړے وي د‌ هغه د پاره دا ډير ګټه ور وي .

هر کله چي ټولو شراب وڅښل او د خوړې فارغه شول نو اوکونکو نواکېبي مخې ته خپله ادعا بيان کړه .

زه ستاسو د کومک اړتيا لرم ” هغه ووئيل . ” بايد تاسو ته معلومه وي چې ما يو پټې صفا کړے دے خو ستونزه دا ده چې ما سره تخم نشته . د نن سبا ځوانان د مشقت نه ويريږي ځکه خلک خپل د يام فصل هغه تخم بل چا ته په ورکولو کښې لږه ويره ضرور لري ولے زه د محنت او مشقت نه نه ویریږم . کوم کربوړے چې د اوږد بوټي نه ټوپ ووهي نو که څوک ئي تعريف و نه کړي نو د خپل ځان تعريف به پخپله وکړي . ما ډير په کم عمرۍ کښې د خپل ځان د ساتنې غم پيل کړے دے هغه وخت کوم وخت چې ماشوم د مور د تي پۍ څښل نه پريږدي . که تاسو ما لره څه لږ ډير تخم راکړئ نو زه به تاسو مايوسه نه کړم . “

نواکېبي مرۍ تازه کړه او ګويا شه .

” زه د نن سبا په ځوانانو کښې د سنا غوندې ځوان چې ووينم نو ډير زيات خوشال شم . ډير ځوانان ما له راغله د تخم غوښتنه ئي وکړه خو ما ور نه کړه ځکه چې هغوي محنت مشقت نه کوي . تخم په زمکه وغورځوي خو هلته تش واښه وشي او بس . . .  خلک وائي چې زه د زره نه ډير تنګ دل يم زما زړه ډير سخت دے خو حقيقت داسې نه دے . مارغه وائي چې انسان د غشي ويشتلو چل زده کړه نو ما الوت زده کړه . ما د يام د فصل تخم په معامله کښې بخل زده کړ ولے تا باندې زه باور کولے شم زمونږ پلرونو به وئيل : د پخو جوارو دانې پيژندل کيږي . زه تا له اته سوه يام درکوم ځه لاړ شه او پټې ددې د پاره چمتو کړه . “

اوکونکو څو څو وارې د هغه شکريه ادا کړه او ښه خوشاله خوشاله کور ته لاړو . هغه دا باور لرلو چې نواکېبي به چرې هم هغه ته انکار و نه کړي خو ولے د دومره سخاوت يقين ئي هم نه راتله . هغه صرف د څلورو سوه هيله لرله خو ولے اوس به هغه پټې نور هم لوے کړي ځکه چې هغه د پلار د يو دوست نه هم د څلور سوه يام اخيستلو اراده لرله .

د‌ نورو ملګريو سره په ايړ د يام کرونده او د هغې زيرمه جوړول ډير د محنت او مشقت نه ډک زيار وه . د ډير زيار نه وروسته د پيداوار صرف دريمه برخه ميلاويږي خو ولے د هغه ځوان د پاره د چا چې پلار هم څه نه کوي او هيڅ نه لري ، د هغه د پاره ايکې يوه لاره هم دغه وه چې د يام فصل وکري او شتمن شي . د اوکونکو د پاره دلته نور مشکل دا هم وه چې هغه د مور او د دوو خويندو کفالت هم په خپل سر اخيستې وه او د مور کفالت مطلب دا وه چې د پلار کفالت به ارومرو کوي ځکه چې مور يوازې خوړه نه شي کولے تر څو چې هغه خپل ميړه مور نه کړي . هغه لوږې ته نه شي ورکولے . ځکه خو اوکونکو ډير په کم عمرۍ کښې خپل پټې جوړ کړے وه او ورسره ئي د پلار د‌ کور زمه وارۍ هم په سر اخيستي وو . دا داسې وه لکه د سوريو ډکې تيلۍ کښې غله اچول وي . مور او دواړه خويندي ئي محنت کونکي ميرمنې ضرور وې چې هغوي کچالو او لوبيا وغيره کرلے شو ولے يام چې د فصلونو باچا ګڼل شي ، د سړيو د کروندو فصل وه .

په کوم کال چې اوکونکو د نواکېبي نه اته سوه يام اخيستي وو ، هغه ډير بد ترين کال وه . يو کار هم پخپل وخت او ساعت و نه شه يا به د وخت نه مخکښې وشه او يا به ترې ډير وروسته . خلک سم ليوني کيده . اول خو بارانونه ډير نا وخته وشول او که هم وشول نو ډير کم وشول . بيا د نمر تودوخه داسې وه چې ټوله سبزه ئي وسوزوله. ځمکه د تودې کولې نه سخته ګرمه شوه او د کومو يامو چې کرونده شوي وه هغه هم سم وريت شول .

د يو ښه دهقان په رنګې اوکونکو هم خپل يام سم د باران سره وکرل ډ هغه هر اړخ ته هم يام کرلي وو . هر کله چي باران ودريده او نمر بيرته راوخاته هغه به روزانه هم نمر پله کتل ، ټوله شپه به ئي رونړه تيروله . په سحر کښې به ئي مړاوي فصل ته کتل

د ځمکې اوچيدو نه د حفاظت د پاره هغه د لوخې او مزري غټې پاڼې ولګولے ولې هغه هم تر ماښامه اوچې شوې . روزانه به ئي تازه تازه پاڼې ايښودل او د شپې به ئي د باران د پاره دعا ګانې کولې خو ولې تر اته منډيانو قحط جاري وه او عن تر دې چې يام ختم شول .

ځينې دهقانانو لا تر اوسه د يام تخمونه نه وو کرلي ولې چې هغوي ډير سست او لا پروا خلک وو چا چې پټي صفا کولو کښې مدام تاخير کولو خو ولې دغه کال هغوي ډير عقل مند ثابت شول . هغوي به خپلو ګاونډيانو سره همدردي کوله ، سرونه به ئي خوزول خو ولې په زړه کښې به خوشاله وو چې د هغوي بصيرت په کار راغی . چې بيا باران وشه نو اوکونکو خپل باقي مانده تخمونه وکرل . د هغه زړه دومره تسلي خوړه چې هغه کوم يامونه مخکښې کرلي وو او ضايع شول ، هغه تير کلني د هغه خپل وو . اوس د هغه سره د‌ نواکېبي اته سوه او د پلار د دوست څلور سوه پراته وو نو ځکه هغه کولے شو چې بيا د سره د يام کرونده وکړي . خو کال ليونی شوے وه . باران د خپل شدت نه زيات وريده څو څو ورځې شپه ورځ د مسلسل باران سره د بوټيو جرړی راووتې او ځمکې ځای په ځای کندې کپرې شوې . بيا باران لږ کم شه خو تسلسل ئي جاري وه عن تر دې چې د هغه نمر څيره هم نه وه کومه به چې کله کله د باران په منځ کښې ښکاريدله. يام د شنو پاڼو سپرلے وټوکولو خو دهقانانو ته معلومه وه چې بې له نمره جرړه نه راوځي .

دغه کال فصل لکه د جنازې په شان غمجن و . اکثرو دهقانانو وژړل چې هغوي خراب سخا شوي يامونه راويستل . يو دهقان خو د يو ونې په شاخ د يوې کپړې په مدد خپل ځان پانسي کړه ‌او د خپل ژوند خاتمه ئي وکړه .

اوکونکو ته مدام دا د غم کال ياد وه . هغه حيران وه چې هغه د دغه کال د بوج لاندې ولے رانغلو. هغه ته معلومه وه چې هغه يو قوي او مضبوط سړے وه خو دغه کال خو د زمري زړه هم ټوټې ټوټې کولے شو .

” چې زه د‌ دغه کال نه بچ شوم نو د څه څيز نه به و نه ويريږم.”

هغه به مدام وئيل او هغه به دغه د خپلې مضبوطې مرضۍ نتيجه ګڼله . د هغه پلار اونوکا څوک چې دغه وخت سخت مريض وه په دې تباهۍ وئيل

مايوسه کيږه مه ، ما ته معلومه ده چې ته چرې هم نه مايوسه کيږے. ستا په زړه کښې زره ورتيا او غرور شته . يوه مغروره زړه عامه ناکامي زغملے شي ځکه چې داسی ناکامي د هغه غرور نه شي ماتولے. زيات تکليف هغه وخت وي چې انسان يوازې ناکامه شي .

اونوکا د خپل عمر په  اخري وختونو کښی ډيرې خبرې کوونکے شوې وه او دا خبره د اوکونکو د پاره د زغم وړ نه وه .

2 thoughts on “Things Fall Apart – Chinua Achebe  – Chapter Three

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!