د کردستان پشمرګه په پیل کښې یو قبایلي قامي لښکر وو – بالکل داسې لکه څنکه به چې پښتون اولس د قامي مبارزو د پاره او د بهرني خطر په مقابل کښې قامي اولسي لښکر جوړولو او یا به د ناڅاپي برید په مقابل کښې چغه کوله – چغه به د ځوانانو یوه ډله وه چې د پیښې په وخت به سمدستي جوړه شوه او په کلي د غلو برید ، شوکه ، د یا د څاروو د غله په صورت کښې به ځوانان راووتل-
د یو لوئ قامي لښکر د جوړلو پریکړه به داسې جرګې کوله چې په هغې کښې به د ټولو قبیلو مشران موجود وو – قامي لښکر به د جرګي پریکړه د عملي کولو د پاره جوړیدو- د پښتنو په ځینې سیمو کښې اوس هم د قبیلې او د خیل په بنیاد د لښکر رواج شته دې- په ځیني سیمو کښې څلویښتي (څلویښت کسیزه) د ساتونکي ځواک په توګه کار کوي – خوا و شا څلویښت کسان د مختلفو قبیلو نه وټاکل شي او هغوي ته د سیمي یا د کلي د ژغورنې مسولیت ورکړې شي – هغه څلویښتي په قبایلي سیمو کښې سړکونه ، غرونه، بازارونه او لارې هم ژغوري – د قامي لښکر ، د قامي جنګ ، د چغې او د څلویښتۍ د ذمه وارۍ تر سره کولو په دوران کښې د پښتنو په خپل مینځ کښې د دشمنۍ په بدل اخستلو بندیز وي-
په عراق کښې پیشمرګه اوس د عراقي کردستان یو منظم داخلي امنیتي پوځ دې لکه څنګه چې د پښتنو په قبایلي سیمو کښې خاصه دار دي –
کرد لکه څنکه چې په مختلفو قبیلو کښې ویشل شوي دي داسې په څلورو مختلفو هیوادونو کښې ویشل شوي دي – کرد د ختیځې ترکییه ، شمالي عراق ، لویدیځ ایران او ختیځې سوریې په ځینو برخو کښې ژوند کوي – لکه څنګه چې پښتانه د ډیورنډ د کرښې له مخه لر او بر پښتانه یادیږي داسې په ترکیه کښې استوګن کرد د “باکوور کرد یا شمالي کرد ” ، په عراق کښې د “باشوور کرد یا سویلي کرد ” ، په سوریه کښې د “ روژاوه کرد یا مغربي کرد ” او په ایران کښې د “روژاه لات کرد یا مشرقي کرد “ په نوم یادیږي-
په ترکیه کښې شل ملیونه ، په ایران کښې دولس ملیونه ، په عراق کښې نهه ملیونه او په سوریه کښې څلور ملیونه کرد اوسي- مطلب دا چې پنځه څلویښت ملیونه کرد خپل هیواد نه لري او د څلورو مختلفو هیوادونو په پوله پراته دي- کردستان د څلورو هیوادونو په مینځ کښې یو بفر زون وو بالکل داسې لکه څنګه چې د پښتنو په خاوره یاغستان وو- یاغیستان به یې د پښتنو هغه سیمو ته ویل چې کوم د برطانوي حکومت د تسلط نه بهر وو – او یالکه څنګه چې د ګریټ ګیم په وخت کښې افغانستان د برطانوی هند او روسيې تر مینځه د بفر زون په توګه کار کولو – او یا لکه څنګه چې کشمیر یو بفر زون وو – ګریټ ګیم په نولسمه پیړۍ کښې د انګریز او د روسي امپراتوریو تر مینځ د سیاست او د زور جګړه وه – دواړو استعماري امپراتوریو په سویلي او مرکزي اسیا کښې د سیمو تر لاسه کولو د پاره د سیاست او پوځي مداخلو نه کار اخستو- برطانوي امپراتورد لومړۍ نړیوالې جګړي نه وروسته په منځني ختیځ کښې د خپلو ګټو د ساتلو پاره د کردستان نه بفر زون جوړ کړې وو
کردو ته د نړۍ تر ټولو لوی بې وطنه قوم ویلې شي – کرد هم لکه د پښتنو زوړ تاریخ لري او دعوه لري چې تاریخ یې شپږ زره کاله زوړ دې – په ځینو تاریخي حوالو سره ویل کیږي چې کرد او پښتانه د پخوانیو وختونو لرې تربوران دي –
د کردو خپل اصلي اولنې ټاټوبې معلوم نه دې – تاریخ پوهان د کردو په اولني وطن متفق نه دي- ځینې تاریخ پوهان واي چې کرد د کردستان اصلي اوسیدونکي دي – ځینې واي چې د دوئ نیکونه د میسوپوټیمیا او د فارس نه راغلي دي-
او د هم ویلې کيږي چې دوه زره کاله قبل مسیح کله چې د میسوپوټامیا او د فارس په مینځ کښې مختلفو قبیلو حجرت کولو نو ځینې قبیلې د زغروس په غرونو کښې پاتې شوې – سومیری خلکو به ورته “کارده “یا “کارده کا “ ویل ، اشوري خلکو به ورته “ قردو” ویل، یوناني خلکو به ورته “کاردوخ” او د فارس خلکو به ورته “کورت” یا “ کورتي” ویل چې مطب یې “کوچیان” دي یا هغه خلک چې په کېږدو یا خیمو کښې اوسي- دوئ د زغروس په غرونو کښې اباد شول- او خپل وطن ته به یې کردستان ویل – کردستان د میډا ولایت حصه وه – د میډا او د پارتهیا ولایتونه د فارس سلطنت برخې وې او سکیتهیا ورسره په پوله پراته وه – ویل کیږي چې د پښتنو نیکونو په پارتهیا کښې ژوند کړې دې – تاریخ پوهان واي چې د پارتهیا او د میډا د خلکو ژبه یو شان وه خو د ترکو ، فارسیانو او د عربو د یرغلونو نه وروستو یې په مختلفو شکلونو کښې وده وکړه- کرد او پښتانه دواړه په اصل اریایې پوونده خلک دې- اکثر پکښې شپانه وو او د وزو او پسونو رمې به یې ساتلې – د پښتنو نیکونو په هغه دښتو ، میدانونو ، غرونو او لویو لارو کښې مزل کړې دې چې په کومو لارو د کردو نیکونو سفر کړې دې- د ژوند ژواک د تیرولو معیار یې هم یو شان وو- او د پیړیو راهسې یې په مشترکه جغرافیه او سلطنتونو کښې د یوبل نه کلتوري زده کړې هم کړې دي – ځکه ورته دپښتنو لرې تربوران ویلې کیږي –