ليک : اکبر هوتي ايډوکېټ
زه له مولانا خانزیب سره هغه وخت آشنا شوم، کله چې په ۲۰۲۱ کال کښې د باچا خان اونۍ د لمانځلو په مناسبت یو سیمینار د باچا خان مرکز پېښور کښې ترسره شو. دا سیمینار د قدرتي وسایلو د موضوع لاندې ترتیب شوی و، چې ما پکښې د پښتونخوا د آبي وسایلو په اړه خپله تحقیقي وینا وړاندې کړه. په دغه موقعه مولانا خانزیب صېب هم ګډون کړی و، او د هغه د موضوع عنوان و: د پښتونخوا معدني وسایل.
مولانا صېب خپل بحث د دومره تسلسل، ژور فهم او څېړنیز انداز سره وړاندې کړ چې د حاضرینو پام یې بشپړ ځان ته رااړولی و. د هغه خبرې نه یوازې علمي وې بلکې د وطن سره د ژورې مینې، اخلاص او اندېښنې څرګندونه یې کوله. (د سیمینار حواله: باچا خان مرکز پېښور، د باچا خان اوونۍ ۲۰۲۱، دستاویزی راپور)
له دې سیمیناره وروسته، ما وخت په وخت د مولانا خانزیب نوم اورېده، کله به مې لیکنې ولوستې، او کله به مې د هغه ویډیو بحثونه ولیدل. دا هر ځل به هغه د پښتونخوا د وسایلو، حقونو او محرومیو په باب ډېر بې باکه او اصولي دریځ خپل کړ. هغه هېڅ کله د مصلحت او خاموشۍ جامه و نه اغوسته، بلکې خپل غږ یې د حق لپاره پورته کوو. (د شخصي مشاهدې او سیمیناري شرکتونو په اساس)
| مولانا خانزیب د امن د فلسفې يو ژوندی مثال ؤ،هغه پوهېدو چې د امن ريښه عدل دی،او د عدل اساس د وسائيلو عادلانا وېش دی |
مولانا خانزیب د امن د فلسفې یو ژوندی مثال و. هغه پوهېده چې د امن ریښه عدل دی، او د عدل اساس د وسایلو عادلانه وېش دی. ده د پښتنو د وسایلو غلا، د دوی د معدني او طبیعي شتمنیو استحصال، او د محرومیت پر ضد یوه علمي، سیاسي او اخلاقي مبارزه پیل کړې وه. د ده لیکنې، ویناګانې، او د سیمینارونو ګډون هم د همدې فکر ترجمان و. (د هغه مرکو او ویناوو بېلابېلې ویډیوګانې، لکه د سوشل مېډیا پاڼې: @MolanaKhanZaibOfficial)

مولانا خانزیب د پښتونخوا د شتمنیو په موضوع یو علمي او څېړنیز کتاب هم لیکلی و، چې عنوان یې دی: “د شتمنه پښتونخوا”. دا کتاب، چې اوس هم د علمي حلقو لپاره یو مهم ماخذ ګڼل کېږي، د ده د فکر ژوروالی، د معلوماتو تسلسل، او د وطن سره د وفادارۍ ښکاره ثبوت دی.
هغه په دې کتاب کښې دا خبره په ډاګه کړې وه چې تر څو د دې خاورې خلق د خپلو وسایلو مالک نه شي، تر هغې د امن تصور یو خیال پاتې کېږي. د هغه په دې دریځ د نورو علمي او سیاسي شخصیاتو تائید هم موجود دی،
مولانا خانزیب نه یوازې د انساني ټولنې درد درلود، بلکې د الله تعالی د مخلوق هر یو موجود ته یې پاملرنه کوله. د ده ورور، د ده په ژوند یو ډېر خواږه او نرمه اړخ راته ښکاره کړ: هغه ووئیل چې مولانا صېب د مارغانو لپاره پنځه زره جالې جوړې کړې وې، او په منونو غنم به یې ورته اچول، چې مارغان وږي نه پاتې شي. دا عمل د هغه رحمدلي، فطري شفقت، او د هر ژوندي مخلوق سره د مینې یو نادر مثال دی. (د خپل ورور بیان – مرکې حواله، جولای ۲۰۲۵)
| د هغه وژنه د يو فرد نا، بلکې د علم،فکر او د امن پر ټول روايت حمله وه،خو تاريخ دا ښای چې داسې قربانی تل يو نوی مشرتابه ټاکی يوه نوې رڼا راوړاندې کوی |


