پښتو ترجمه : ګل اکبر خان
اول باب
يو تعارفي نوټ
د چين وا اچېبے معروف ناول
Things Fall Apart
اړوند مو په تعارف کښې مفصل بيان لوستے دے . دا يو ډير بشپړ ناول وه ما چې ولوست نو فکر مې راغے چې ولے نه دا ناول په خپلې مورنۍ ژبې پښتو کښې ترجمه کړے شي . ددې نه مخکښې ددې ناول د 1958 کال نه تر دې دمه تقريبا پنځوس ايډيشنونه بازار ته راغلي دي او د پنځوسو نه زياتو ژبو کښې ژباړلي شوي هم دي .
دا د نایجیریا د یو افریقایي قبیلي ټولنې د زوال کیسه ده، چې د استعماري یرغل، مذهبي بدلون، او داخلي تضادونو له امله له منځه ځي. ناول ښائي چې څنګه یو پیاوړے کلتور، چې له خپلو دودونو، باورونو او ټولنیزو نظامونو سره ژور تړلے وي، د برطانوي استعمار او عیسویت مذهب تر اغېز لاندې “ماتېږي” ..
د دې ناول ژباړه زه دلته قسط وار په پښتو ژبه کښې ستاسو مخې ته وړاندې کوم دا فيصله به تاسو کوئ چې ما د دې ناول ژباړې سره انصاف وکړے شو او که نه .
اوکونکو د نهو نه زياتو کليو کښې ډير شهرت لرلو . د هغه شهرت د هغه په ذاتي توګه د هغه د طاقت له کبله وه . د اتلسو کالو په عمر کښې ئي دا عزت هغه وخت حاصل کړه چې المانيز نومې يو مضبوط پهلوان ئي په يوه مسابقه کښې راوپړزولو. . . چا چې پوره اووه کاله د يوموفيا ( Umoufia ) نه تر ايمبيانو ( Mbiano ) پورې د چا نه هم ماتے نه وه خوړلي . هغه ته خلکو په دې وجه پيشو وئيل چې د هغه ملا په هيڅ يوه مسابقه کښې چا هم په زمکه نه وه لګولي. دا هغه کس وه چا له چې صرف اوکونکو ماتې ورکړي وه او کلي مشران په دې مسابقې ښه برابر متفق شول چې دا د هغه جګړې نه وروسته سخته او شديده مسابقه وه کله چې ددې کلي بنيادونه ايښودونکي مشرانو يو ځنګلي روح سره پوره اووه ورځې او شپې د سختې مقابلې نه وروسته هغې له ماتې ورکړي وه .
| د هغه پلار اونوکا لس کاله اګاهو مړ شوی ؤ، په خپل وخت کښې يو ډېر سست رفتار او غېر زمه وار انسان ؤ، هغه کله هم د سبا فکر نه کولو،که چرته لاس له به ې پېسې راغلې، چې شازونادر به داسې وو نو سمدستي به ې د کدو شراب واخستل ،خپل ګاونډيان به ې هم راوبلل او ښې مزې به ې وکړې |
ډولونه وډنګيدل شپیلۍ وغږيدې او تماشګيرو ساه ونيوله . امالنيز يو چالاک او هوښيار مبارز وه خو اوکونکو هم لکه د ماهي غوندې مهين وجود لرلو چې د هغه د لاسه به وواته . د دواڼو لاسونو ، شاګانو او پتونانو هر رګ او هره عضله ښکاره شول او هر چا داسې محسوسوله چې د يو تر ماتې به دواړه غځيدلي وي او اخر دا چې اوکونکو پيشو راوغورځوله

دا د شلو کالو نه هم زياته زړه خبره ده او په دومره موده کښې د اوکونکو شهرت لکه په خزان کښې د ځنګل د اور په ټوله سيمه کښې خور شوے وه . هغه لوے او غټ سړے وه ګڼې وروځې او پراخه دنګه پوزه هغه ته موروثي بڼه ورکوله . هغه به په زوره ساه اخيستله او وئيل کيده به چې کله به هغه اوده وه نو د کور ښځو او بچو به ئي دننه په کوټو کښې هم د ساه اخيستلو او د خرراړي آواز اوريده. د ګرځيدو په وخت کښې به ئي پښې په ځمکه نه لګيدې لکه چې په پسرلي کښې په ګلونو روان وي او داسې لکيده لکه دا دې اوس به په چا ورټوپ کړي . خبرې به ئي هم په تته تته کولے خو چې کله به غصه شه نو بيا به ئي خبرې زر زر کولے او د سختۍ سره کولے او د سوک استعمال به ئي کولو . ناکامه انسان ئي بيخي بدي شو او خپل پلار ئي هم بدي شو .
د هغه پلار اونوکا لس کاله اګاهو مړ شوے وه ، په خپل وخت کښې يو ډير سست او غير زمه وار انسان وه . هغه کله هم د سبا فکر نه کولو . که چرته لاس له ئي څه پيسې راغلې ، چې شاذ و نادر به داسې وو نو سمدستي به ئي د کدو شراب واخيست . خپل ګاونډيان به ئي هم راوبلل او ښې مزې به ئي وکړې . هغه به مدام هم دا وئيل : زه چې کله هم د مړي مخ ووينم نو ماته دا حماقت راياد شي چې د يو انسان په ژوند کښې څه هغه سره وي ، هغه دا ولے استعمال نه کړي . هغه په يقين سره يو قرض دار انسان وه او د هر ګاونډي د هغه په غاړه څه نه څه پور ضرور وه . د يو څو دومړۍ نه تر لوې رقم پورې
| خلقو قسمونه خوړلی وو چې هغه له به چرې قرض پور ورنکړي ځکه چې هغه چرته دچا قرض پور واپس کړی نه ؤ |
هغه اوږد قد لرلو ، نرے اوچ کلک ، خو لږ ټيټ ټيپ به ګرځيدو چې هر وخت به ئي په مخ يو کمزورے او غمجن تأثر موجود وه سيوا د هغه وخت نه چې شراب به ئي څښل او يا به ئي شپيلۍ غږوله . شپيلۍ غږولو کښې ښه ماهر وه . د هغه د خوښې او زړه راښکونکی ساعتونه د فصل د ريبلو نه وروسته درې سپوږمیانې وې . د کلي سندرغاړو او فنکارانو د موسيقۍ آلاتو سره راتلل او د نغري د پاسه زوړند د موسيقي آلات به راواخيستل نو هغه به ورسره شپيلۍ غږوله نو هم په دغه وخت کښې به د هغه مخ د سکون او اطمینان نه ځليده. کله کله د نورو کليو خلکو به د اونوکا او د هغه نورو سندرغاړي ملګريو نه غوښتنه وکړه چې هغوي ” اګ ووګ وو ” راوغواړي چې هغوي سره اوسي او څه دهنونه او راګونه زده کړي . هغه به د داسې کوربه و سره درې څلور منډۍ پورې ايسار وه . موسيقۍ به وه دعوتونه او بلنې به وې او د هغه به پرې سر وه . اونوکا ته به ښه معاوضه ميلاو شوه . د هغه د کال دغه موسم ډير خوښ وه چې بارانونه به بند شول او هغه ورځ به نمر ډير په زړه راښکونکي منظرونه وړاندې کول او ګرمي به هم ډيره نه وه ځکه چې د شمال د طرفه ګرمه او اوچه د ” هارمېټن ” هوا به په مزه مزه چليده . کله کله به د هارمېټن هوا لږه شان تيزه هم شوه او په فضا کښې به ئي دوړې والوځولې نو بوډاګانو ، ماشومانو به د لرګيو او لښتو ډکيو اورونه بل کړل او ګېر چاپېره به ترې د بدن ګرمولو د پاره کيناستل . دا د اونوکا ډير خوښ موسم وه . د اوچ موسم راتلو سره سم هغه باډيوې او د باډيوې الوځولو ماشومان چې دې موسم ته به ئي په خير راغلے وئيل ، هغه ته به ئي خپل وړوکتوب را په یاد کړه . هغه به هم په اودي اسمان کښې خپله الوتونکي باډيوه د رانيولو کوشش کولو



