کله مې چې په کولونيل ازم باندې د کتاب ليکلو اراده وکړه نو ډيرې خبرې مې مخې ته راغلې . په دې لړ کښې مې د نايجريايي اديب چين وا اچېبے يو مشهور ناول Things Fall Apart هم ولوست . دا ناول د انګريز استعمار خلاف يو مزاحمتي ناول دے . ډير زيات مې خوښ شو او په زړه کښې مې راغله چې دا په پښتو کښې د خپلو پښتنو د پاره وژباړم د ناول د برخو د ژباړلو نه وړاندې مې دا تعارفی ليک ځکه وکړو چې د ليکوال لوستونکيو ته اسانه شي . لاندې د ناول او ناول نګار متعلق بشپړ معلومات او د ناول په حقله خپله تبصره د خپلو لوستونکيو د پاره وړاندې کوم . هيله لرم چې د دې ناول ژباړه به ستاسو ډيره خوښه شي
چين وا اچېبے د نایجېریا یو بشپړ لیکوال، ناولنویس، او نقاد و، چې د افریقا د مابعدالاستعماري ادب پلار ګڼل کېږي. هغه د خپل مشهور ناول “Things Fall Apart” (شیان بدليږي) له امله نړیوال شهرت لري، چې د استعمار، کلتوري شخړو، او افریقايي شناخت موضوعات رابرسېره کوي ژوند او پیژندنه پیدا: 1930، نایجېریا مړینه: 2013، امریکا ادبي مقام او نظریات
(Postcolonial Literature) 1- مابعدالاستعمار ادبیات اچیبے باور لرلو چې يورپي لیکوالانو افریقا ته د “تیاره، وحشت، او وروسته پاتې” سیمې په سترګه کتل (د جوزف کونراډ “Heart of Darkness” مثال ورکوي). هغه ویل: “تر ټولو خطرناک استعمار د کیسې استعمار دی.” د هغه هدف دا و چې افریقایي انسان ته خپله کیسه، خپل غږ، او خپل ارزښتونه بېرته ورکړي د چېن وا اچېبے د اثارو لنډه پيژندګلو چېنوا اچېبې د نایجېریا یو نوموړے ادیب، نقاد، او فکري لارښود و چې د افریقا د ادبیاتو په نړیوال پیژندګلو کښې یې لوړ رول ادا کړے دے . د هغه تر ټولو مشهور ناول “Things Fall Apart” دی، خو هغه نور اهم ناولونه هم لیکلي دي چې د استعماري اغېزو، کلتوري بدلون، او افریقایي شناخت انځور کوي. لاندې د هغه د اهمو ناولونو تفصیل وړاندې کولے شي
1. Things Fall Apart (1958) څيزونه ګډوډېږي دا ناول د “اوکونکو” په نوم یو افریقايي اتل معرفي کوي، چې د ایبو (Igbo) قبیلې د ښه قوت څښتن دے . ناول د استعماري دور د راتګ مخکښې او وروسته د افریقایي ټولنې د بدلون کیسه بیانوي ددې ناول موضوعات استعماري نظام، کلتوري شخړې، افریقایي روایتونه، دین، د پلار او د زوی تعلق
2. No Longer at Ease (1960) نور سکون نشته دا ناول د “اوبي اوکونکو کیسه ده، چې د “Things Fall Apart” د اوکونکو نمسے دے اوبي د لوړو زده کړو د پاره لندن ته ځي او بېرته راستنېږي، خو د استعماري ادارې له فساد سره مخ کېږي ددې ناول موضوعات مغربزدګي، کلتوري تضاد، اخلاقي بحران، رشوت او نوې تعلیمیافته طبقه ده
3. Arrow of God (1964) د خدای غشے د ایزوما (Ezeulu) په نوم یو قبیلوي مشر د انګریزانو او خپل قوم تر منځ راګیر شوے وي. هغه د خدای نماينده ګڼل کېږي، خو د خپل غرور او استقامت له کبله خپله قبیله د لوږې سره مخامخ کوي ددې ناول موضوعات دیني زعم، استعماري مداخلې، فرد او ټولنه، غرور او بدمرغي دي
4. A Man of the People (1966) د خلکو یو سړی دا ناول د نایجېریا د خپلواکۍ وروسته سیاسي حالات بیانوي. یو ځوان استاذ “اودلي” د یو فاسد سیاستوال “چیف نانگا” سره په مقابله کښې راځي ددې ناول موضوعات سیاسي فساد، نوې واکمني، بدلون او مزاحمت او ذاتی ګټې دي
5. Anthills of the Savannah (1987) د دشتې مېږي دا ناول په خیالي وطن “کراو” کښې روان دے دا د یوه فوجې حاکمیت لاندې د ملګرو درے کسانو (کریس، ایکم، او بېټريس) د ژور فکري، سیاسي، او شخصي تجربو انځور وړاندې کوي ددې ناول موضوعات دیکټيټرشپ ، د ازادۍ غوښتنه، ښځینه شعور، خبري رسنۍ، ادبي او سیاسي مبارزه ده
نور آثار که څه هم پورته پنځه ناولونه د هغه مشهور داستاني اثار دي، خو اچېبې د افریقایي ادبیاتو، ژبپوهنې، او استعمار ضد فکرونو په اړه ډېرې مقالې، لنډې کیسې، او شعرونه هم لیکلي دي یو مشهور کار یې “Hopes and Impediments” (1988) دے، چې پکښې هغه د مغربي ادبیاتو په استعماري لیدلوري سخت تنقیدونه کړي دي لنډه دا چې چېنوا اچېبې د افریقا د ژوند، تاریخ، او روایتونو یو قوي ژباړن دے. د هغه ناولونه د استعماري نظام له امله رامنځته شویو کلتوري، سیاسي، او روحاني تضادونو ژور تحلیل کوي. دا ناولونه یواځې افریقايي نه دي، بلکې د نړۍ د ټولو استثمار شویو ولسونو کیسې پکښې انځور شوي دي
(Things Fall Apart, 1958) څيزونه بدليږي دا ناول د نایجېریا د یوه قبیلوي ټولنسراو اکونکو د ژوند کیسه بیانوي، چې څنګه د انګریز د نوآبادیاتو راتګ سره یې ټولنه، دین، او ارزښتونه ویجاړ شول دا اثر د کولونیل ازم ضد مزاحمت، داخلي تضاد، او فرهنګي شخړو ډېر ژور تحلیل وړاندې کوي اهمیت او د پښتو ادبیاتو لپاره پیغام لکه څرنګه چې چینوا اچیبے د افریقايي ادب له لارې د استعماري تاریخ مقابله وکړه، همداسې پښتو ادبیات هم کولای شي چې خپل تاریخ، کلتور، او ژبنی هویت د استعمار پر ضد بیا ولیکي د اچیبې نظریه دا وه چې که ته خپله کیسه ونه وایې، نور به دې کیسه درته ووايي — او هغوی به درته یو غلام در وپېژني د چېنوا اچېبې افريقايي ادبياتو يو بنيادي اثر دے چې نه يواځی د افريقا د کلتور او تاريخ انځور وړاندې کوي، بلکې د استعماري تجربې ژوره انتقادي څېړنه هم پکښې ده. دا ناول د افريقايي ټولنو د استعماري دورې د بدلون، شخړو او زوال بيان دے. لاندې د ناول فني او فکري جاج وړاندې کېږي
(Artistic Analysis) فني جاج 1. ساختماني جوړښت (Structure) ناول په دريو برخو وېشل شوے دے اوله برخه د اوکونکو د کلي ژوند، دودونو، او کلتور انځوروي دوهمه برخه د اوکونکو جلاوطنۍ ده، چې د انفرادي او ټولنيز بېثباتۍ نښه ده دريمه برخه د استعماري قوتونو راتګ او د ټولنې د نظام لهمنځهتګ انځور وړاندې کوي دريمه برخه د استعماري قوتونو راتګ او د ټولنې د نظام لهمنځهتګ انځور وړاندې کوي
دريمه برخه د استعماري قوتونو راتګ او د ټولنې د نظام لهمنځهتګ انځور وړاندې کوي
دا درې برخې يو له بله سره په تسلسل ولاړې دي، او د داستان له لارې د کلتوري زوال قرار قرار رامنځته کېدل ښايي
2. کردارونه (Characterization) اوکونکو: د ناول مرکزي کردار دے چې د خپل پلار ناتوانۍ ته د غبرګون په توګه سخت، قاطع، او مشهوره جګړهمار سړے دے د ده کردار د دود او د خلکو ترمنځ د شخړې سمبول دے اونوکا د اوکونکو پلار، یو آرامطلب او موسیقيدوست انسان، چې د اوکونکو په شخصیت ژور سبب جوړي چې هغه د پلار په مخالفت کښې خپل عمل درست کوي ایزما، اوبېرېکا، او نور کردارونه هم د ټولنیزو ارزښتونو او انفرادي اختلافاتو ښه انعکاس کوي
3. ژبه او نثر (Language and Style) اچېبې انګریزي ژبه کاروې، خو د ایبو ژبې اصطلاحات، ضربالمثلونه، او کلتوري کنایې پکښې هم شاملې دي. دا فني چاره ناول ته محلي رنګ ورکوي او د استعمار په وړاندې د ژبې د مزاحمت یو ډول هم ګڼل کېږي
1. کولونیل ازم او کلتوري شخړه ناول د برطانوي استعماري قوتونو له راتګ سره د افريقايي ټولنې بدلون انځوروي. چېنوا اچېبې دا پیغام ورکوي چې د استعمار راتګ نه یواځې سیاسي نظامونه مات کړل، بلکې د خلکو ذهنیت، عقاید، او ټولنیز نظم ئي هم ګډوډ کړل
2. د بدلون او مزاحمت ترمنځ شخړه اوکونکو د دودونو او کلتور ساتونکے دے خو ځينې نور کردارونه لکه اوبېرېکا د تغير او اعتدال پلوي دي. دا ناول دا څرګندوي چې ټولنه د بدلون توان لري، خو جبري بدلون (لکه استعمار) نه يواځې د زوال سبب جوړېږي بلکې د کورنیو او ذهنونو تجزيه هم راولي
3. شناخت او تشخص ناول دا پوښتنه راپورته کوي چې کله يوه ټولنه خپل کلتور، دين، او ژبه له لاسه ورکړي، نو شناخت به يې څه وي؟ د اوکونکو ځان وژنه د همدغه پوښتنې دردناک جواب دے . هغه سړے چې د خپل کلتور دفاع کوي، که کلتور لهمنځه لاړ شي، نو دے هم خپل مقام له لاسه ورکوي
4. استعماري تاریخ ته متبادل روايت اچېبې هڅه کوې چې د استعماري ادب له يواړخیز تصوير سره مقابله وکړي. هلته افريقايان وحشيان انځور شوي، خو دلته د هغوی کلتور، اصول، او عدالت وړاندې کېږي. نو ناول د استعماري تاريخ يو انتقادي ليک دے دا پوښتنه ډېر دقيق او ادبي نظر ته احتیاج لري. د چېنوا اچېبې ناول “Things Fall Apart” پلاټ ته که له فني پلوه وګورو، نو داسې نه ده چې دا یو کلاسیک tight plot لري لکه د يورپي داستانونو، خو دا loosely structured realistic plot دے چې د ژوند له طبیعي تسلسل سره سم شروع شوے دے