ليک : پروفېسر ډاکټر اقبال ياسين يوسفزی
لسمه برخه
د اېپي فقیر تر مرګه هره هڅه وکړه، د پښتونستان اسمبلي ئې جوړه کړه، د رائفلو یو کارخانه ئې هم جوړه کړه، 1949کښې ئې د ټولو قبائیلو لویه جرګه راوبلله ـ د اېپي فقیر ئې وړومبی صدر وټاکلو او د پاکستان نه ئې د پښتونستان د یو ازاد ریاست په حېث د منلو غوښتنه وکړه خو یوخوا ئې بهرنو ملکونو مرسته پرېښوده، بلخوا پرې پاکستان حملې شورو کړې او ورسره ورسره مجاهدینو چې د انګرېز خلاف کومه جهادي جذبه لرله هغه هم د پاکستان خلاف هغسې زوروره پاتې نه شوه او دا خوځښت ورو ورو کمزوری کېدو او دا رنګ د پښتونستان سوچ په وروکېدو شوـ
| 1956 نه تر 1960پورې دور د اسکند مرزا،ظاهر شاه او سردار داود خان د يو بل ملکونو ته د دورو د برکته، تعلقاتو کښې ډېر د قلارئ وخت ياديږی د دې د برکته ګڼ شمېر مواصلاتي او تجارتی پريکړې هم وشوې خو بياهم افغانستان د پښتونستان په مسله کلک ولاړ ؤ |

د دې صوبې په حقله د افغانستان وړومبۍ غوښتنه دا وه چې ټولپوښتنه کښې دې د افغانستان تپوس هم وشي چې آیا دا پښتانه هندوستان، پاکستان او یا افغانستان کښې چاسره یوځای کېدل غواړي؟ چې دا انګرېز ونه منله نو بیا ئې د ازاد پښتونستان مرسته شورو کړه ـ چې دا خبره هم ونشوه نو پاکستان جوړېدو سره سم افغانستان د ډيورنډ د کرخې د بېن المللي پولې په حېث د منلو نه انکار وکړوـ په نومبر 1947 کښې د بادشاه ظاهرشاه نمائنده سردار نجیب الله کراچۍ (د پاکستان د هغه زمانې سرښار) ته راغی او درې غوښتنې ئې وکړې ـ وړومبۍ دا چې هغه ټولې قبائیلي سیمې دې، چرته چې پښتانه اوسي، د یو ازادې صوبې په حېث اعلان کړی شي، دوېمه دا چې افغانستان له دې بحیره عرب ته لار ورکړی شي او درېمه دا چې پاکستان او افغانستان دې پرېکړه وکړي چې که چرې د بهره په مونږ دواړو کښې په یو ملک برید وشي نو دا بل ملک به غېر جانبدار وي ـ بعضې تاریخ پوهان ګڼي چې دا نورې هسې قیصې وې خو افغانستان د پښتونستان په نوم بحیره عرب ته د رسېدو سودا کوله ـ د دې قیصو ختمولو له پاره، 1955 کښې چې څلور صوبې په مغربي پاکستان کښې ضم کړی شوې نو افغانستان پرې سخت احتجاج وکړو خو د ګاونډي مسلمانانو ملکونو په ثالثۍ دا تریخوالی یوخواته کړی شوـ
د 1956 نه تر 1960 پورې دور د اسکندر مرزا، شاه ظاهرشاه او سردار داؤد خان د یو بل ملکونو ته د دورو د برکته، تعلقاتو کښې ډېر د قلارۍ وخت یادېږي، د دې برکته ګڼ شمېر مواصلاتي او تجارتي پرېکړې هم وشوې ـ خو بیا هم افغانستان د پښتونستان په مسئله کلک ولاړ وـ
| اقتصادی پرمختګ غټ موټر، مهين سړک، سپينې بنګلې، سپينې جامې او ډېرې ډوډئ ته نه وای، بلکې دا يو داسې ټولنيز عمل دے چې د سرکار ، سياسی مشرانو او قام دريواړو خپل خپل مثبت کردار ته اړتيا لری |
د دې نه پس حالات کله ښه او کله خراب وو خو کله چې سردار داؤد د پښتونستان مسئله باندې نور کلک ودرېد او د پاکستان دننه قامدوسته خوځښت چې بهټو صېب ورله شا د مخکښې نه دېوال سره لګولي وه نو افغانستان ته جلاوطنۍ شورو شوې او د لر او بر پښتنو منځ کښې رابطې او مینه نوره زیاته شوه ـ پاکستان کښې د سرکار خلاف نافرمانۍ هم زیاتې شوې ـ بلوچ خو غرونو ته وختل او د سرحد پښتانه د قسماقسم اذیتونو ښکار شول ـ بیا پښتنو هم په رنګ رنګ لارو د خپلو بدلو اغستو هسې کولې ـ دې دور کښې بیا قامدوسته پښتنو د پښتونستان نعرې شورو کړې او دا نعره قیوم خان ښه په نره د پښتنو خلاف پکار راوسته ـ دې وخت کښې پښتانه د عدم تشدد نه اوړېدلي وو او دا ځکه چې بهټو صېب ورته بله لار پرېښې نه وه او د دې سوبه پښتانه او بلوچ زلمي راپاسېدلي ووـ ليډران یا جېلونو کښې وو او یا جلاوطنۍ کښې ـ سردار داؤد د پښتونستان مینه کښې د پښتو ادب او موسیقۍ د پاره ډېر په اخلاص کار وکړوـ د ملنګ جان د پښتونستان نغمې او ګڼ شمېر سندرغاړي او د افغانستان تعلیمي ادارو کښې د لرې پښتونخوا د ماشومانو داخلې د دغې فکر پېداوار ؤ



