ليک : افتاب سليم
پښتنو ته چې په بدو سترګو ګوري
تېرۀ غشے ئې په سترګو کښې رسایم
دا اوس د یو وخت یا د یوې ورځې خبره نۀ شوه ـ هره ورځ د سوشل مېډيا په مختلفو پلېټ فارمو یو روایت جوړ شو ـ یو تسلسل دې چې راروان دے نۀ ودرېږي ، نۀ ختمېږي او نۀ ئې چا سره څۀ حل شته چې د پښتون قام دا نفاق ، یو بل پسې سپکې سپورې ، د اېجنټ او د دلال پیغورونه او انتها پسندي ئې دومره سېوا شوې ده چې د کنځلو نه هم ډډه نه کوي ـ او کۀ موقع ورته په لاس ورځی نو د خپل کارکن د سیاسي تربيت او سیاسي لار ښودنې په ځاے به ورته دا هم وښائي چې د یو بل ککرۍ به څنګه ورانې کړو ـ څنګه به د خپل سوچ په بل د منلو د پاره خپل مړۀ اتلان هم د قبرونو نه راوباسو او د هغوي د هغه وخت د حالاتو د تقاضو مطابق سیاسي نظر به غلط ثابت کړو
| د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان دے ، کۀ مشر محمود خان اچکزئ او افتاب احمد خان شېرپاؤ دے ، منظور پشتين ، محسن داوړ او کۀ خوشحال خان کاکړ هر یو د اتحاد او اتفاق نه لرے او د یو بل کمزوري کولو پسې لګیا دي |
د پښتون قام ټولو نه غټه مسئله بې اتفاقي ده ـ خو ورسره د دې غفلت هم ښکار دے چې زۀ څۀ وايم هغه دې ومنلی شي ځکه چې زۀ هم د دې وخت او زمانې سقراط یم ، ارسطو نه هم کم نۀ يم او افلاطون هم زما په شاګردۍ فخر کوي ـ د سوشل مېډيا پلېټ فارم خو دې بقراطیت له نور فروغ ورکړے دے ـ او هر سړې د سياسي دانشور او فلاسفر په اوچته مرتبه فائز شوے دے ـ او دا دانشوران او فلاسفران تر دې حده رسېدلی دي چې څوک پیر روښان نۀ مني ، نو څوک د فخر افغان باچا خان سیاسي پوهه او د عدم تشدد پاليسي مسترد کوي ـ څوک عبد الصمد خان اچکزئ پسې لګیا دي او څۀ پکښې بې دليله د خان عبدالولي خان په سياست ډزې کوي ـ حېران یم چې دا دومره لائق فائق او د سیاست ، ادب او صحافت په هر مېدان کښې ماهران موجود دي نو مونږ پښتانۀ ولې پشا روان یو ـ ولې هره ورځ مو قتل عام روان دے او وسائل مو د بل پکار راځي ـ خو دا رښتیا دي چې
خلق سپوږمۍ ته ځي خو مونږ پښتانۀ
وتي اټک او د جهلم نه نۀ یو

مخکښې کۀ دا اختلاف د جلسو ، محفلونو او حجرو کښې بحث مباحثې پورې محدود وۀ او د دنیا د نورو خلقو مخکښې مو د خپلو مشرانو د عزت افزائۍ دومره نمائش نه وۀ شوے ـ او صرف د پښتون قام پرستو مخالفینو به دا فرض ادا کولو ـ نن د سوشل مېډيا پلېټ فارم او د پښتنو قام پرستانو باهمي نفاق او د هغوي بې شعورو ورکرانو مخالفین د دې فرض نه هم بري الذمه کړي دي ـ او نن د پښتنو په خاوره د دولس کالو راسې یو داسې جماعت د واکمنۍ اختیار لري چې د صوبې ترقي نۀ غواړي ، وسائل دې د بل په استعمال شي خو د دوي لیډر دې د جېل نه رابهر شي او د ملک د اختیار مالک دې شي ـ او دا ځکه چې پښتانۀ د یو شخصیت د شخصيت پرستۍ په جال کښې داسې نښلولې شوي دي چې نه خپل ځان پېژني ، نه خاندان پېژني او نه قام پېژني او کۀ پېژني نو یو لوبغاړې پېژني ـ او هغه لوبغاړې خو خپله دومره کمالي نه دے خو د څۀ مداریانو په مداریتوب د پښتنو په زړۀ او ذهن داسې قابض کړے شوے دے چې بې دخله کولو د پاره به ئې اوس د دې قام په صحیح معنو کښې سیاسي تربیت سره سره د یو کامل قام پرست شخصيت او د باهمي نفاق د ختمولو ضرورت وي
نن کۀ مونږ وګورو نو د پښتنو یو قامی سیاسي مشر نشته ـ پښتانۀ تقسيم وو او تقسیم دي او لګیا دي نور هم تقسیمېږي ـ د ټولو نه زوړ او کۀ وکتلې شي نو د ټولو نه لوې جماعت د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان دے ، کۀ مشر محمود خان اچکزئ او افتاب احمد خان شېرپاؤ دے ، منظور پشتين ، محسن داوړ او کۀ خوشحال خان کاکړ هر یو د اتحاد او اتفاق نه لرے او د یو بل کمزوري کولو پسې لګیا دي
| مونږ ولې خپل مشران د نورو دپاره داسې سپک کړو لکه چې څنګه دا وخت د پردو دپاره سياسی نوکرئ کوو مونږ به ټول عمر پردی جنګونه کوو پردی به ګټو |


