ليک ګل اکبر خان
د جمهوريت چې هر څه تعريف دے ، چا چې هر څه وئيلي دي سم به ئي وئيلي وي زه په هغې بحث نه کول غواړم . زه په دې هم بحث نه کول غواړم چې په پلانکي ملک کښې ښکلے جمهوريت دے يا په پلانکي ځاے کښې بد تره جمهوريت دے ، زه خو په خپل ملک کښې د جمهوريت په نوم روان نظام حکومت تنقيد کول غواړم او د هغې هغه خاميانې ئي بيانول غواړم چې کومې ما محسوسې کړي دي
د اردو يو شعر دے چې
جمہوریت اک طرز حکومت ہے کہ جس میں
بندوں کو گنا کرتے ہیں تولا نہیں کرتے
| په جمهوريت کښې سړی شمارل کيږی د هغوی د عقل او اوښيارتيا يا کم عقلتيا په اساس هېڅ پريکړه نه کيږی |
په جمهوريت کښې سړي شمارل کيږي ، د هغوي د عقل او هوښیارتیا يا کم عقلتيا په اساس هيڅ پريکړه نه کيږي . زه يو ځلې د خپل يو دوست د پاره په انتخاباتو کښې د پولنګ ايجنټ په توګه ناست وم . ما وليدل چې يو قابل او هوښيار خپل مشر ساده او سپيشل ورور د لاس نه رانيولے ووټونو له راوست . زه په سوچ کښې لاړم چې د کشر ورور ئي ښه قابل او هوښيار هلک دے په خپل عقل مطابق د اميدوار د انتخاب پريکړه کولے شي خو د ده دغه ساده ورور د خپل عقل او هوښیارتیا په اساس څه فيصله خو نه شي کولے نو دا لا څنګه انتخاب شو ؟ بس د دغه ورځ نه پس ما په اليکشن کښې عملي منډي ترړې پريښودلو پريکړه وکړه . اوس زه عملي سياست نه کوم البته خپله يوه سياسي نظريه ضرور لرم
په جمهوريت کښې سړي شمارل کيږي ، د هغوي د عقل او هوښیارتیا يا کم عقلتيا په اساس هيڅ پريکړه نه کيږي . زه يو ځلې د خپل يو دوست د پاره په انتخاباتو کښې د پولنګ ايجنټ په توګه ناست وم . ما وليدل چې يو قابل او هوښيار خپل مشر ساده او سپيشل ورور د لاس نه رانيولے ووټونو له راوست . زه په سوچ کښې لاړم چې د کشر ورور ئي ښه قابل او هوښيار هلک دے په خپل عقل مطابق د اميدوار د انتخاب پريکړه کولے شي خو د ده دغه ساده ورور د خپل عقل او هوښیارتیا په اساس څه فيصله خو نه شي کولے نو دا لا څنګه انتخاب شو ؟ بس د دغه ورځ نه پس ما په اليکشن کښې عملي منډي ترړې پريښودلو پريکړه وکړه . اوس زه عملي سياست نه کوم البته خپله يوه سياسي نظريه ضرور لرم په دې طرز انتخاب کښې د يو عقل من او احمق ، عالم او جاهل ، تعليم يافته او بې تعليمه ، د يو ښه اخلاقو څښتن او بد اخلاقه ټول برابر وي نو دا لا څنګه طرز انتخاب شو ؟
يو اميد وار د خپلې حلقه انتخاب نه علاوه د ملک په نورو حلقه انتخاب کښې ودریدې شي خو يو وټر د خپلې حلقې نه علاوه بل چرته وټ نه شي اچولے نو کنې دا طريقه درسته ده ؟ نه چرې هم نه يو عام انسان چې هغه په يو کيس کښې مجرم ثابت شي نو هغه انتخاباتو کښې برخه نه شي اخيستې نو پکار ده چې يو سياسي شخصيت دې هم د جيل نه راوتو نه پس په انتخاباتو کښې برخه ولے واخلي . ؟؟؟
| د انتخاباتو ګټلو نه پس زمونږ ممبر، کونسلر،جېرمين،ايم پی اے،ايم اين اے او وزير مشير مدام د غلطو او مجرمانو پشت پناهی کوی |


